یوحنا Chapter 2

For English

Read یوحنا Chapter 2 Online

Read یوحنا Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوحنا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یوحنا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یوحنا 2

فصل 2

1. دوه ورځې وروسته د جلیل د قانا په ښار کې واده ؤ او د عیسی مور هم هلته وه.

2. عیسی او د هغه شاګردانو ته هم واده ته بلنه ورکړل شوې وه.

3. کله چې د واده د مېلمنو سره شراب خلاص شول نو د عیسی مور عیسی ته وویل: «د هغوی سره نور شراب نشته.»

4. عیسی ځواب ورکړ: «مورې! په دې کې زما او ستا څه کار دی؟ زما وخت لا نه دی رارسېدلی.»

5. د عیسی مور د هغه ځای نوکرانو ته وویل: «هرڅه چې عیسی درته ووایي هغه وکړئ.»

6. په هغه ځای کې شپږ لوی د تیږې منګي ایښي وو چې یهودیانو به ورڅخه په مذهبي توګه د پاکېدلو د مراسمو د سرته رسولو دپاره کار اخیسته او هر یو یې د اتیاوو څخه تر سلو لیترو پورې ځای درلود.

7. عیسی نوکرانو ته وویل: «دا منګي د اوبو نه ډک کړئ.» او هغوی هغه منګي تر خولې پورې ډک کړل.

8. بیا یې هغوی ته وویل: «اوس د هغو څخه لږې راوباسئ او د مېلمستیا د مراسمو مشر ته یې یوسئ.» نو هغوی همداسې وکړل

9. او د مېلمستیا د مراسمو مشر هغه اوبه چې په شرابو باندې بدلې شوې وې، وڅښلې. هغه نه پوهېده چې دا شراب له کومه شول، خو کومو نوکرانو چې دغه اوبه یې راویستلې وې ورڅخه خبر وو، نو د مراسمو مشر زوم راوغوښت

10. او ورته ویې ویل: «هرڅوک ښه شراب په اوله کې ورکوي او کله چې مېلمانه نشه شول نو بیا ورته عادي شراب راوړي. خو تا ښه شراب لا تر اوسه پورې ساتلي دي.»

11. دا د جلیل په قانا کې د عیسی د قدرت لومړنۍ نښه وه چې د هغې په وسیله یې خپله لویي ښکاره کړه او شاګردانو یې ورباندې ایمان راوړ.

12. له هغې وروسته عیسی د خپلې مور، ورونو او خپلو شاګردانو سره کپرناحوم ته لاړ او د یو څو ورځو دپاره هلته پاتې شو.

13. د یهودیانو د فسحې اختر رانژدې ؤ، نو عیسی اورشلیم ته لاړ.

14. هغه ولیدل چې خلکو د خدای د کور په حوېلۍ کې غویان، پسونه او کوترې خرڅولې او همدارنګه هغه ولیدل چې صرافان د خپلو مېزونو سره ناست وو.

15. هغه یوه رسۍ راواخیستله او دوره یې ترې جوړه کړه او هغوی ټول یې د غویانو او پسونو سره د خدای د کور نه وشړل. د صرافانو مېزونه یې په بل مخ راچپه کړل او د هغوی پیسې یې هرې خواته وشیندلې،

16. او د کوترو خرڅوونکو ته یې وویل: «دا شیان د دې ځای نه وباسئ! زما د پلار د کور نه بازار مه جوړوئ!»

17. د هغه شاګردانو ته ور په یاد شول چې د خدای په کلام کې لیکلي شوي دي: «په ما کې چې ستا د کور په خاطر کوم غیرت دی هغه به ما وسوځوي.»

18. نو د یهودیانو مشرانو پوښتنه وکړه: «مونږ ته داسې کومه نښه ښودلی شې چې دا ثابته کړي چې ته حق لرې دا کارونه وکړې؟»

19. عیسی ځواب ورکړ: «که چېرې دا د خدای کور وران کړئ نو زه به هغه په درې ورځو کې بېرته ودان کړم.»

20. نو هغوی وویل: «دا د خدای کور په شپږڅلوېښت کالو کې جوړ شوی دی او ته یې په درې ورځو کې جوړوې؟»

21. خو د خدای د کوم کور په هکله چې عیسی خبرې کولې هغه د ده خپل بدن ؤ.

22. نو کله چې هغه بیا راژوندی شو، د هغه شاګردانو ته ور په یاد شول چې دا یې ویلي وو نو هغوی د خدای په کلام او د عیسی په خبرو باندې ایمان راوړ.

23. کله چې عیسی د فسحې د اختر په وخت کې په اورشلیم کې ؤ نو ډېرو خلکو چې د هغه معجزې ولیدلې په هغه باندې یې ایمان راوړ.

24. خو عیسی په هغوی باندې اعتبار ونه کړ، ځکه چې هغوی ټول یې ښه پېژندل.

25. هغه دې ته اړتیا نه لرله چې څوک ورته د انسان په هکله کومه شاهدي ورکړي، ځکه چې هغه په دې ښه پوهېده چې د انسان په زړه کې څه دي.

About یوحنا Chapter 2

Read یوحنا Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوحنا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یوحنا
Chapter: 2
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یوحنا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یوحنا Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یوحنا Chapter 2?

یوحنا Chapter 2 is part of the Book of یوحنا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یوحنا Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from نوی عهد

  1. اول یوحنا Chapter 5
  2. اعمال رسولان Chapter 16
  3. اول یوحنا Chapter 2
  4. اعمال رسولان Chapter 5
  5. اعمال رسولان Chapter 9
  6. اعمال رسولان Chapter 15
  7. اعمال رسولان Chapter 24

Explore More from یوحنا

  1. یوحنا Chapter 2
  2. یوحنا Chapter 8
  3. یوحنا Chapter 18
  4. یوحنا Chapter 11
  5. یوحنا Chapter 13
  6. یوحنا Chapter 11
  7. یوحنا Chapter 20

Related Chapters & Readings

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 14
  2. دوهم پادشاهان Chapter 24
  3. حزقیال Chapter 21
  4. لوقا Chapter 12
  5. زبور Chapter 139
  6. ارمیا Chapter 19
  7. عزرا Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *