Read ایوب Chapter 3 Online
Read ایوب Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 3
فصل 3
1. د هغې نه پس ايُوب خبرې شروع کړې او چې په کومه ورځ باندې هغه پېدا شوے وو په هغې يې لعنت ووئيلو.
2. ايُوب وفرمائيل،
3. ”هغه ورځ دې تباه شى چې په کومه ورځ باندې زۀ پېدا شوے وم او چې په کومه شپه زۀ د مور په ګېډه شوے وم نو هغه شپه دې لعنتى شى.
4. هغه ورځ دې تکه توره شى. لوئ خُدائ پاک دې پرې نظر نۀ اچوى، او رڼا دې پرې نۀ راولى.
5. توره دې شى او تکه توره تيارۀ دې پرې راشى. وريځې دې ورباندې پاتې شى، د هغه ورځې تيارۀ دې دا ويروى.
6. تکه توره تيارۀ دې هغه شپه قابو کړى. هغه دې بيا هيڅکله د کال په ورځو کښې نۀ شى شمېرلے او په يوه مياشت کښې دې هم حِساب نۀ کړے شى.
7. او هغه شپه دې شنډه شى، په هغه شپه کښې دې هيڅ خوشحالى نۀ وى.
8. لعنت ويونکى دې هم په هغه ورځ لعنت ووائى، هغه څوک چې په سمندرى بلاګانو راويښولو کښې ماهِر وى.
9. د دې د سحر ستورى دې تور شى، هغه دې د رڼا په طمع وى، خو مِلاو دې ورته نۀ شى، دا دې په سحر کښې د نمر شُغلې ونۀ وينى،
10. لعنت دې وى په هغه شپه چې زما د مور حمل يې کېدو ته پرېښودو، او زۀ يې د دې ټولو مصيبتونو دپاره پېدا کړم.
11. زۀ د پېدا کېدو په وخت ولې مړ نۀ شوم، او د زيږېدنې په وخت مردار ولې نۀ شوم؟
12. زۀ ولې د مور په غېږ کښې وم، هغې ولې ما له سينه راکړې ده؟
13. کۀ زۀ مړ وے نو خاموش به وے، زۀ به اودۀ وے، او زۀ به په آرام وے
14. د دُنيا د بادشاهانو او وزيرانو سره چې هغوئ د خپل ځان دپاره محلونه جوړ کړى وُو او اوس ترې نه کنډرات جوړ دى،
15. يا د شهزادګانو سره چې د هغوئ سره سرۀ زر وى، چې هغوئ خپل کورونه د سپينو زرو نه ډک کړى وُو.
16. يا زۀ د مړ پېدا شوى ماشوم په شان ولې ښخ نۀ شوم، د هغه ماشوم په شان چې رڼا يې هيڅکله نۀ وى ليدلې؟
17. چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.
18. چرته چې قېديان هم په آرام وى، او هغوئ د ظالمانو آواز نۀ اورى.
19. غټ او واړۀ هلته دى، او غلامان د خپلو نېکانو نه آزاد دى.
20. چې څوک په مصيبت کښې وى هغه ولې ژوندى پرېږدى، او چې د چا ژوند د غمونو نه ډک وى نو هغۀ له ژوند ولې ورکوى؟
21. چې څوک مرګ غواړى، هغۀ له نۀ راځى، هغوئ دا د پټې خزانې نه زيات لټوى،
22. کله چې هغوئ مړۀ شى نو ډېر خوشحاله شى، او چې کله قبر له لاړ شى نو هغوئ خوشحاله شى.
23. چې څوک لار نۀ شى ليدلے نو هغۀ له رڼا ولې ورکولے شى، څوک چې خُدائ پاک راګېر کړے وى.
24. ځکه چې د روټۍ په ځائ ما ته اسويلى راځى، او زما فريادونه د اوبو په شان تويَولے شى.
25. چې زۀ د څۀ نه يرېږم نو هغه په ما راځى، او چې د څۀ نه يرېږم نو هغه په ما راغورزيږى.
26. زۀ په آرام نۀ يم او نۀ زۀ خاموش يم، زۀ پرېشانه يم، خو زما مصيبت نۀ ختميږى.“
About ایوب Chapter 3
Read ایوب Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 3
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 3?
ایوب Chapter 3 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 41
- ایوب Chapter 11
- ایوب Chapter 1
- ایوب Chapter 39
- ایوب Chapter 17
- ایوب Chapter 9
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 118
- حزقیال Chapter 45
- دوهم تواریخ Chapter 27
- حبقوق Chapter 3
- زبور Chapter 83
- دوهم پادشاهان Chapter 18
- خروج Chapter 8