رومیانو ته Chapter 3

For English

Read رومیانو ته Chapter 3 Online

Read رومیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

رومیانو ته 3

فصل 3

1. نو بیا یهودیان په غیریهودیانو باندې څه غوره والی لري؟ یا سنت کېدل څه ارزښت لري؟

2. په هر لحاظ ډېر ارزښت لري! د هرڅه نه لومړی دا چې خدای خپل کلام یهودیانو ته وسپاره.

3. دا رښتیا ده چې په هغوی کې ځینې یې وفادار نه وو. خو په دې خاطر چې هغوی وفادار نه وو، نو ایا د دې معنی دا ده چې خدای به وفادار نه وي؟

4. هېڅکله نه! حتی که ټول انسانان دروغجن وي، خو خدای به تل رښتینی وي. لکه څنګه چې د خدای په هکله لیکل شوي دي: کله چې ته خبرې کوې نو ټول به په یقین سره پوه شي چې ته رښتیا وایې او په محکمه کې باید خپله دعوه وګټې.

5. ‏-

6. خو که چېرې زمونږ بدکاري د دې سبب کیږي چې د خدای عدالت نور هم ښکاره شي، نو په دې کې مونږ څه ویلی شو؟ ایا مونږ ویلی شو کله چې خدای مونږ ته سزا راکوي نو بې انصافي کوي؟ هېڅکله نه! دا یوازې انساني نظر دی. که چېرې خدای عادل نه وي، نو هغه څنګه کولای شي چې د نړۍ په هکله قضاوت وکړي؟

7. خو که ځینې خلک وایي که چېرې زما دروغ د دې سبب شي چې د خدای رښتینولي ښکاره شي او د هغه جلال ډېر شي، نو بیاهم ولې زه د یو ګناهکار په توګه ملامته کېږم؟

8. نو بیا ولې ونه وایو: «راځئ چې بدي وکړو چې نېکي ورڅخه پیدا شي؟» ځینې خلک په مونږ باندې دا تور هم لګوي چې مونږ داسې وایو. خو هغوی د سزا لایق دي.

9. نو بیا څنګه؟ ایا مونږ یهودیان د خدای په نظر کې د غیریهودیانو څخه ښه یو؟ نه، بالکل نه، ځکه چې مونږ مخکې دې ته اشاره وکړه چې یهودیان او غیریهودیان دواړه یوشان د ګناه په واک کې دي.

10. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:هېڅوک عادل نه دی، حتی یو هم نشته

11. هېڅ داسې څوک نشتهچې په دې پوه شي چې رښتیا څه ديهېڅوک نشته چې رجوع وکاندي خدای ته

12. ټولو د خدای نه اړولی دی مخاو فاسد شوي دي ټولداسې هېڅوک نشته چې وکړي نېک کارنشته دی یو هم

13. ستوني یې خلاص دي لکه د قبر په شاند خپلو ژبو نه کار اخلي د فریب دپارهاو وژونکې خبرې یې له خولې راوځيلکه د مار د زهرو په شان

14. د هغوی خولې دي ډکېله لعنتونو او ترخو خبرو

15. دي په منډه د دوی پښېچې توی کړي وینه

16. هغوی چې هر چېرته ځيپیدا کوي هلته ورانۍ او بدبختي

17. هغوی نه ده پېژندلې لاره د سلامتۍ او سولې

18. هغوی له خدایه نه وېریږي هېڅ.

19. نو بیا مونږ پوهېږو چې هرڅه چې شریعت وایي هغه په هغه چا باندې عملي کیږي چې د شریعت پیروان وي، ترڅو د ټولو خولې بندې شي او ټوله نړۍ خپل ځان د خدای په وړاندې محکومه وګڼي.

20. ځکه چې هېڅوک به هم د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره د خدای په نظر کې عادل ونه ګڼل شي. د شریعت کار دا دی چې مونږ ته خپله ګناه راپېژني.

21. اوس خدای مونږ ته هغه لاره ښکاره کړې ده چې د هغې په وسیله بې له دې چې په حکمونو باندې عمل وکړو، د هغه په نظر کې عادل شو لکه څنګه چې شریعت او پیغمبرانو د هغې شاهدي ورکړې ده.

22. دا عدالت په عیسی مسیح باندې د ایمان درلودلو له لارې تر لاسه کیږي. خدای ټول په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره عادل ګڼي، ځکه چې د یهودیانو او غیریهودیانو ترمنځ هېڅ فرق نشته.

23. ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خدای د جلال نه بې برخې دي.

24. خو ټول د خدای په وړیا فضل سره د عیسی مسیح په وسیله چې هغوی یې د خپلو ګناهونو نه خلاص کړي دي، عادل ګڼل کیږي.

25. خدای مسیح د دې دپاره وټاکه، ترڅو خپله وینه د خلکو د ګناهونو د بخښنې په خاطر چې په هغه باندې په ایمان راوړلو سره ترلاسه کیږي، یوه وسیله شي. خدای دا کار د دې دپاره وکړ چې خپل عدالت ښکاره کړي، ځکه چې خدای صابر دی او په تېرو ګناهونو باندې سترګې پټوي.

26. دا د دې دپاره ؤ چې په دې زمانه کې خپل عدالت ښکاره کړي او دا ثابته کړي چې هغه په خپله عادل دی او هغه څوک عادل جوړوي چې په عیسی مسیح باندې ایمان راوړي.

27. نو بیا مونږ په څه باندې فخر وکړو؟ په هېڅ شي باندې نه. ایا په دې دلیل چې په شریعت باندې عمل کوو؟ نه، بلکې د ایمان په وسیله.

28. ځکه مونږ پوهېږو چې د ایمان په وسیله عادل ګڼل کېږو، نه په شریعت باندې په عمل کولو سره.

29. ایا خدای یوازې د یهودیانو خدای دی؟ ایا هغه د غیریهودیانو خدای هم نه دی؟ بې له شکه چې دی.

30. خدای یو دی او هغه خلک یوازې د ایمان په وسیله عادل جوړوي، که هغه یهودیان دي یا غیریهودیان.

31. ایا د دې معنی دا ده چې مونږ په دې ایمان باندې شریعت ایسته غورځوو؟ نه، هېڅکله نه، بلکې نور هم په هغه باندې ټینګ ودرېږو.

About رومیانو ته Chapter 3

Read رومیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: رومیانو ته
Chapter: 3
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading رومیانو ته Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is رومیانو ته Chapter 3?

رومیانو ته Chapter 3 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from رومیانو-ته

  1. رومیانو ته Chapter 14
  2. رومیانو ته Chapter 7
  3. رومیانو ته Chapter 1
  4. رومیانو ته Chapter 10
  5. رومیانو ته Chapter 8
  6. رومیانو ته Chapter 6
  7. رومیانو ته Chapter 15

Explore More from نوی عهد

  1. طیطوس Chapter 2
  2. افسیانو ته Chapter 5
  3. متی Chapter 3
  4. رومیانو ته Chapter 8
  5. لوقا Chapter 24
  6. یوحنا Chapter 12
  7. مرقس Chapter 8

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 28
  2. زبور Chapter 37
  3. اول تواریخ Chapter 26
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. متی Chapter 2
  6. مکاشفه Chapter 5
  7. ارمیا Chapter 30
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *