اشعیا Chapter 45

For English

Read اشعیا Chapter 45 Online

Read اشعیا Chapter 45 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 45

فصل 45

1. مالِک خُدائ خپل غوره کړے شوے خادِم خورس ته فرمائى، ”ما ستا ښے لاس نيولے دے، نو ځکه چې تۀ هر چرته ځې هلته به قومونه ستا تابع کړم، د بادشاهانو زور به ختم کړم، د ښارونو دروازې به ستا دپاره کولاو کړم او بندوم به يې نه.

2. زۀ به په خپله ستا نه وړاندې ځم، او غرونه به درته هوار کړم. زۀ به د زېړو دروازې راوغورزوم او د دې د اوسپنې سيخونه به ټوټې ټوټې کړم.

3. زۀ به تا له د تورې تيارې او د پټو ځايونو نه خزانې درکړم، نو بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، او چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يم څوک چې تا ته په نوم آواز کوى.

4. زما د خِدمت کوونکو او غوره کړے شوو بنى اِسرائيلو د خاطره، زۀ تا ته په نوم آواز کوم او تا له مې د لوئ عزت لقب درکړے دے، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.

5. زۀ مالِک خُدائ يم، بل يو خُدائ هم نشته. زۀ تا له طاقت درکوم، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.

6. دا زۀ د دې دپاره کوم چې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هر چا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم او بل يو خُدائ هم نشته.

7. زۀ رڼا او تيارۀ دواړه پېدا کوم، سلامتى او بربادى دواړه زۀ راولم. زۀ، مالِک خُدائ دا هر څۀ کوم.

8. اے آسمانه باران ووروه او زمکه تازه کړه. اے وريځو، صداقت راوروئ. زمکه دې دا جذب کړى چې خلاصون راوټوکيږى او دې سره صداقت هم راوټوکيږى. ما، مالِک خُدائ دا پېدا کړى دى.“

9. په هغۀ باندې افسوس چې د خپل خالق سره جګړه کوى، هغه داسې دے لکه چې د ماتو لوښو يو ټيکرے وى. ولې خټه د کُلال نه تپوس کوى څۀ چې، ”تۀ څۀ جوړوې؟“ ولې ستا کوم جوړ شوے څيز ستا په حقله شکايت کوى څۀ؟ د هغۀ هيڅ اختيار نشته.

10. په هغۀ باندې افسوس چې خپل پلار ته وائى چې، ”زۀ دې ولې پېدا کړم؟“ يا خپلې مور ته ووائى چې، ”تا ولې زۀ داسې جوړ کړم؟“

11. مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، کوم ذات چې هغوئ پېدا کړى دى، هغه وائى، ”تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟

12. زۀ هغه ذات يم چا چې زمکه پېدا کړه، ما بنى آدم پېدا کړل چې هلته اوسيږى. ما د خپل طاقت په ذريعه آسمانونه خوارۀ کړل، او هم ما په آسمان کښې ټول ستورى جوړ کړل.

13. ما په خپله خورس راپاڅولے دے چې واک اختيار په لاس کښې واخلى او زما مقصد پوره کړى او کارونه سم کړى. زۀ به هم د هغۀ ټولې لارې سيدها کوم. هغه به زما ښار بيا جوړ کړى، او زما خلق به د قېد نه آزاد کړى. هغه به دا هر څۀ مفت کوى، نۀ به پېسې اخلى او نۀ تحفې.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.

14. مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“

15. بې‌شکه تۀ هغه خُدائ يې څوک چې ځان پټ ساتى، اے د بنى اِسرائيلو خُدائ پاکه، خلاصونکيه.

16. څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ به د شرم سره مخ شى، او هغوئ ټول به سپک شى.

17. خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو مُلک بچ کوى، د يو نۀ ختمېدونکى خلاصون سره. او د دې خلق به کله تر آخره پورې هم بې‌عزته نۀ شى.

18. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته.

19. ما څۀ په پټ ځائ کښې پټې خبرې نۀ دى کړې. او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بې‌شکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ، مالِک خُدائ يم او زۀ رښتيا وايم، او څۀ چې صحيح وى نو زۀ د هغې اعلان کوم.“

20. ”هغه ټول خلق چې د بادشاه د زوال نه پس ژوندى پاتې يئ، راغونډ شئ، خپل ځانونه زما حضور کښې پېش کړئ. څوک چې ځان سره د لرګى بُتان ګرځوى هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. چې کوم معبودان خلاصون نۀ شى ورکولے نو د هغوئ نه دُعا ولې غواړى؟

21. راشئ او خپله مقدمه په عدالت کښې پېش کړئ، بې‌شکه اول د يو بل سره مشوره وکړئ. ډېر پخوا دا پېشګوئې چا ورکړې وه؟ ولې ما مالِک خُدائ ډېره موده مخکښې دا اعلان نۀ وو کړے؟ ځکه چې بغېر زما نه بل يو خُدائ هم نشته. زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.

22. اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.

23. زما وعده رښتيا ده، او زما وعده به نۀ بدليږى. ما په خپل ذات باندې قسم خوړلے دے، چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى او هره ژبه به اِقرار وکړى.

24. او وائى به چې فتح او طاقت صرف د مالِک خُدائ په ذريعه ملاويږى، خو هغه ټول څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغوئ به زما حضور ته راشى او شرم سره به مخ شى.

25. خو د اِسرائيل ټول اولاد به د مالِک خُدائ په نظر کښې صادقان شى او په هغۀ به فخر کوى.“

About اشعیا Chapter 45

Read اشعیا Chapter 45 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 45
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 45 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 45?

اشعیا Chapter 45 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 45 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 47
  2. زبور Chapter 3
  3. دانیال Chapter 7
  4. پیدایښت Chapter 30
  5. اول تواریخ Chapter 11
  6. تثنیه Chapter 32
  7. لاویان Chapter 27

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 27
  2. قاضیان Chapter 20
  3. دانیال Chapter 2
  4. یوحنا Chapter 16
  5. شمېر Chapter 5
  6. تثنیه Chapter 3
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *