ارمیا Chapter 28

For English

Read ارمیا Chapter 28 Online

Read ارمیا Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ارمیا 28

فصل 28

1. د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،

2. مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ”زۀ به د څپرکیل د بادشاه جغ مات کړم چې بوج يې په خلقو باندې دے.

3. زۀ به په دوو کالو کښې دننه دننه د مالِک خُدائ د کور هغه ټول مقدس څيزونه واپس دې ځائ ته راوړم کوم چې نبوکدنضر بادشاه څپرکیل ته وړلى وُو.

4. زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په څپرکیل کښې جلاوطن دى. بې‌شکه چې زۀ به د څپرکیل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“

5. بيا يرمياه پېغمبر د اِمامانو او د هغه ټولو خلقو په مخکښې کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې ولاړ وُو حننياه نبى ته داسې جواب ورکړو،

6. هغۀ وفرمائيل چې، ”آمين. مالِک خُدائ دې هم داسې وکړى. هغه دې ستا پېشګوئې پوره او رښتيا کړى چې هغه به دوباره ټول د مالِک خُدائ د کور سامان سره د هغه کسانو چې څپرکیل ته قېديان بوتلے شوى دى دلته واپس راولى.

7. خو اوس تۀ هم هغه خبرو ته کومې چې زۀ تا ته د ټولو خلقو په وړاندې کوم غوږ ونيسه.

8. زما او ستا نه ډېر وړاندې پخوانو نبيانو دا پېشګوئې کړې ده چې په ډېرو مُلکونو او لويو بادشاهتونو به جنګ، قحط او وبا راځى.

9. خو کوم يو پېغمبر چې د خير او سلامتۍ پېشګوئې کوى نو هغه به په رښتيا سره په دې وپېژندلے شى چې د مالِک خُدائ له طرفه رالېږلے شوے دے کله چې د هغۀ پېشګوئې رښتيا شى.“

10. نو بيا حننياه د يرمياه نبى د غاړې نه جغ لرې کړو او ټوټه ټوټه يې کړو،

11. او حننياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به په دوو کالونو کښې دننه هم دغه شان د نبوکدنضر بادشاه جغ چې کوم هغۀ د ټولو قومونو په غاړه کښې اچولے دے لرې کړم.“ په دې خبره يرمياه د هغه ځائ نه لاړو.

12. نو بيا څۀ موده وروستو کله چې حننياه پېغمبر د يرمياه پېغمبر د څټ نه جغ مات کړو، نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه پېغمبر نازل شو چې،

13. ”لاړ شه او حننياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا خو د لرګى جغ مات کړو، خو د دې په ځائ به مالِک خُدائ د خلقو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوى.

14. مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د څپرکیل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“

15. بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.

16. نو ځکه بيا مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې، زۀ اوس تا د زمکې د مخ نه اخوا کوم. په هم دې کال کښې به تۀ مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ خلاف د سرکشۍ تعليم ورکړے دے.“

17. نو د هم هغه کال په اوومه مياشت حننياه پېغمبر مړ شو.

About ارمیا Chapter 28

Read ارمیا Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ارمیا
Chapter: 28
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ارمیا Chapter 28 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ارمیا Chapter 28?

ارمیا Chapter 28 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 28 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ارمیا

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. ارمیا Chapter 5
  4. ارمیا Chapter 27
  5. ارمیا Chapter 44
  6. ارمیا Chapter 35
  7. ارمیا Chapter 16

Explore More from زوړ عهد

  1. ایوب Chapter 19
  2. دوهم پادشاهان Chapter 16
  3. استر Chapter 4
  4. تثنیه Chapter 18
  5. اشعیا Chapter 27
  6. زبور Chapter 116
  7. زبور Chapter 146

Related Chapters & Readings

  1. یونس Chapter 1
  2. دوهم سموئیل Chapter 13
  3. متی Chapter 11
  4. حزقیال Chapter 20
  5. زبور Chapter 123
  6. زبور Chapter 14
  7. رومیانو ته Chapter 8
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *