اشعیا Chapter 2

For English

Read اشعیا Chapter 2 Online

Read اشعیا Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 2

فصل 2

1. دا هغه پېغام دے چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې د يهوداه او يروشلم په حقله نازل کړو.

2. په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى،

3. او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى.

4. مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى.

5. نو اے د يعقوب اولاده، راځئ چې مونږ د مالِک خُدائ په رڼا کښې ګرځو.

6. اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے. ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نمرخاتۀ د طرف د جادوګرۍ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټۍ اوسيږى.

7. د هغوئ مُلک د سپينو زرو او سرو زرو نه ډک دے او د هغوئ خزانې نۀ ختميږى. د هغوئ مُلک د آسونو نه ډک دے او د هغوئ جنګى ګاډۍ بې‌شمېره دى.

8. د هغوئ مُلک د بُتانو نه ډک دے او هغوئ داسې څيزونو ته سجدې لګوى چې هغوئ په خپلو لاسونو جوړ کړى دى.

9. نو په دې وجه به هغوئ بې‌عزته او سپک شى. اے مالِکه خُدايه، هغوئ مۀ معاف کوه.

10. په غارونو کښې ورننوځئ او د مالِک خُدائ د يرې نه او د هغۀ د شان او شوکت نه ځان په خاورو کښې پټ کړئ.

11. د انسان مغروره سترګې به ټيټې کړے شى او د انسان لوئى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.

12. په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.

13. هغه به د لبنان لوړ لوړ دِيار او د بسن د مُلک د څېړۍ ټولې ونې تباه کړى.

14. هغه به اوچت غرونه او د غرونو اوچتې غونډۍ هوارې کړى،

15. هغه به هر يو اوچت برج او د هرې قلعې مضبوط دېوالونه هوار کړى.

16. هغه به ټول لوئ سمندرى جهازُونه او ټولې ښائسته کشتۍ ډوبې کړى.

17. ‏-

18. د انسان غرور به په عاجزۍ بدل شى او د انسان لوئى به خاورې ايرې شى. بُتان به په مکمله توګه ورک شى او په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.

19. چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى.

20. کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى.

21. چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى.

22. په انسان باندې توکل مۀ کوه، د هغوئ ژوند د يوې لحظې دے او د هغې قدر څۀ دے؟

About اشعیا Chapter 2

Read اشعیا Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 2
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 2?

اشعیا Chapter 2 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 66
  5. اشعیا Chapter 54
  6. اشعیا Chapter 33
  7. اشعیا Chapter 29

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم سموئیل Chapter 11
  2. شمېر Chapter 35
  3. پیدایښت Chapter 26
  4. پیدایښت Chapter 32
  5. لاویان Chapter 1
  6. هوشع Chapter 14
  7. عزرا Chapter 8

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 54
  2. اعمال رسولان Chapter 21
  3. اشعیا Chapter 40
  4. زبور Chapter 73
  5. پیدایښت Chapter 48
  6. دوهم سموئیل Chapter 5
  7. اول پادشاهان Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *