Read اشعیا Chapter 65 Online
Read اشعیا Chapter 65 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 65
فصل 65
1. مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل ځان هغوئ ته څرګند کړو چا چې زما تپوس نۀ کولو، او په هغوئ مې ځان پېدا کړو چا چې زما لټون نۀ کولو. ما وئيل چې، زۀ حاضر يم، زۀ حاضر يم. خو بيا هم دې قوم زما نوم نۀ اخستلو.
2. ما ټوله ورځ سرکشه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو. خو هغوئ په خپلو غلطو لارو ځى او ګډو وډو خيالونو پسې ګرځى.
3. هغوئ مسلسل زما په وړاندې زما بېادبى کوى. هغوئ په مقدسو باغونو کښې قربانيانې پېش کوى او د غېرو قومونو په قربانګاه باندې خوشبويۍ سوزوى.
4. هغوئ په قبرستان کښې کښېنى او په پټو ځايونو کښې شپې تېروى. هغوئ د خنزير غوښه خورى، او د حرام خوراک ښوروا د هغوئ په لوښو کښې وى.
5. او بيا دوئ يو بل ته وائى، ”ما ته مۀ رانزدې کېږه ګنې ما به پليت کړې. زۀ ستا نه زيات مقدس يم.“ داسې خلق زما په سپېږمو کښې د بدبوئ په شان دى، د داسې خراب بوئ په شان چې هيڅکله نۀ ختميږى.
6. ګورئ، دا زما په وړاندې ليکلے شوى دى، زۀ به غلے نۀ پاتې کېږم او هغوئ له به پوره پوره سزا ورکوم. آو، بېشکه زۀ به هغوئ نه بدله اخلم.“
7. مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ ته به نۀ صرف د خپلو ګناهونو بلکې د پلار نيکۀ د ګناهونو سزا به هم ورته ملاويږى. ځکه چې هغوئ په غرونو کښې خوشبويانې سوزولې دى او زما بېادبې يې کړې ده. نو ځکه به هغوئ له پوره پوره سزا ورکړم.“
8. مالِک خُدائ فرمائى، ”ترڅو پورې چې په انګورو کښې لږ رس پاتې وى نو خلق وائى، چې دا مۀ ضائع کوئ، ځکه چې په دې کښې څۀ نه څۀ شته چې باعثِ برکت دى. زۀ به بنى اِسرائيلو سره هم داسې کوم. د خپلو خادِمانو د خاطره به زۀ ټول نۀ تباه کوم.
9. زۀ به يعقوب او يهوداه له داسې اولاد ورکړم چې زما غرونه به قبضه کړى. زما غوره کړے شوى به د دې وارثان شى او زما خِدمت کوونکى به هلته اوسيږى.
10. د شارون په مېدان کښې به ګډې چېلۍ څرى او د مصيبت په وادۍ کښې به څاروى آرام کوى. دا به زما د هغه خلقو دپاره وى چې څوک زما لټون کوى.
11. خو تاسو چا چې مالِک خُدائ ته شا کړه او زما مقدس غر مو هېر کړو، چا چې د قِسمت معبود ته دسترخوان ويړ کړو او د بخت معبود ته مو د ميو جامونه ډک کړل،
12. اوس به زۀ تُوره ستاسو په قِسمت کړم. تاسو ټول به د حلالونکى په وړاندې ټيټ شئ، ځکه چې کله ما آواز درکړو، نو تاسو جواب رانۀ کړو، او چې کله مې درسره کلام کولو، نو تاسو نۀ اورېدو. او زما د سترګو په وړاندې تاسو قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به مو کول د څۀ چې تاسو ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“
13. نو ځکه مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زما خادِمان به خوراک کوى خو تاسو به اوږى يئ. زما خادِمان به څښل کوى خو تاسو به تږى يئ. زما خادِمان به خوشحالى کوى خو تاسو به غمژن او په شرم پټ يئ.
14. زما خادِمان به د خوشحالۍ سندرې وائى، خو تاسو به په مايوسۍ او غمژن زړۀ سره ژړا کوئ.
15. زما د غوره کړے شوو خلقو په مينځ کښې به ستاسو نوم لعنتى وى، ځکه چې مالِک خُدائ به تاسو تباه کړى. او خپلو حقيقى خادِمانو له به يو بل نوم ورکړى،
16. نو چې په مُلک کښې هر څوک هم د برکت دُعا غواړى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم برکت غواړى. هر څوک هم چې قسم کوى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم قسم خورى. ځکه چې د تېرې زمانې تکليفونه به هېر کړے شى. او زما د سترګو نه به پناه شى.“
17. ”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى.
18. خوشحاله شئ. او زۀ چې څۀ پېدا کوم نو په هغې همېشه خوشحالى کوئ. ګورئ، زۀ به يروشلم د خوشحالۍ ځائ جوړ کړم، او د هغې خلق به د خوشحالۍ سبب وى.
19. زۀ پخپله به په يروشلم خوشحالى کوم، او د هغې په خلقو به خوشحاله يم. په هغې کښې به نور د ژړا شور او د پرېشانۍ چغې نۀ شى اورېدے.
20. واړۀ ماشومان به نور په کم عُمر کښې نۀ مرى او ټول خلق به اوږدۀ عُمرونه تېروى. د چا عُمر چې صرف سل کاله وى نو هغه به هم ځوان ګڼلے شى. او څوک چې د سلو کالو نه مخکښې مړ شى نو هغه به لعنتى ګڼلے شى.
21. خلق به کورونه جوړوى او په خپله به په کښې اوسيږى، د انګورو باغونه به کَرى او په خپله به يې خورى.
22. بيا به داسې نۀ وى چې د کور جوړولو نه پس به بل څوک پکښې اوسيږى، او د باغ لګولو نه پس به بل څوک د دې مېوه خورى. زما د خلقو عُمرونه به د ونو په شان اوږدۀ وى. او زما غوره کړے شوى به د خپل محنت څيزونو نه ښۀ خوند اخلى.
23. د هغوئ خوارى به بېځايه نۀ وى او د هغوئ بچى به د افت سره نۀ مخ کيږى. ځکه چې هغوئ به د مالِک خُدائ بختور خلق وى، هغوئ او د هغوئ اولاد به برکتناک وى.
24. د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.
25. شرمخان او ګډې به يو ځائ خوراک کوى، زمريان به د څاروو په شان بوس خورى او ماران به خاورې خورى. زما په مقدس غر، صيون باندې به نۀ څۀ غلط کار کيږى او نۀ به چا ته څۀ نقصان رسى. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“
About اشعیا Chapter 65
Read اشعیا Chapter 65 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 65
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 65 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 65?
اشعیا Chapter 65 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 65 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 33
- اشعیا Chapter 51
Explore More from زوړ عهد
- شمېر Chapter 35
- پیدایښت Chapter 46
- اول تواریخ Chapter 14
- اشعیا Chapter 27
- زبور Chapter 6
- ارمیا Chapter 30
- عزرا Chapter 7