ارمیا Chapter 41

For English

Read ارمیا Chapter 41 Online

Read ارمیا Chapter 41 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ارمیا 41

فصل 41

1. هم د هغه کال په اوومه مياشت، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ او د اليسمع نمسے چې د شاهى خاندان يو کس وو، او د اوچتې عُهدې آفسر وو، هغه د لسو سړو سره مصفاه ته د جدلياه سره مِلاوېدو له لاړو. کله چې هغوئ په شريکه روټۍ خوړله،

2. نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د څپرکیل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو.

3. اِسمٰعيل هم هغه ټول يهوديان ووژل څوک چې په مصفاه کښې د جدلياه سره وُو، او هغه څپرکیليان فوجيان هم چې هلته وُو.

4. د جدلياه د قتلېدو نه يوه ورځ وروستو چې لا څوک هم د هغۀ په مرګ باندې خبر نۀ وُو،

5. اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.

6. نو اِسمٰعيل د اوښکو نه په ډکو سترګو سره د مصفاه نه بهر ووتو او د هغه کسانو سره د ملاقات دپاره لاړو. کله چې هغه هغوئ ته ورسېدلو نو ورته يې ووئيل چې، ”راشئ، وګورئ چې د جدلياه د اخيقام زوئ سره څۀ شوى دى.“

7. خو چې څنګه هغوئ ښار ته ورننوتل، نو فوراً اِسمٰعيل او د هغۀ ملګرو ټول ووژل او د هغوئ لاشونه يې په يوه ډيګۍ کښې وروغورزول.

8. خو په هغه ډله کښې لس کسان وُو چې هغوئ اِسمٰعيل سره دا خبره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ چرې تۀ مونږ ونۀ وژنې نو کوم غنم، اوربشې، او د زيتون تېل او شات چې مونږ پټ ذخيره کړى دى هغه به تا له راوړُو.“ نو په دې خبره هغۀ هغوئ ژوندى پرېښودل.

9. هغه د اوبو ډيګۍ چې اِسمٰعيل په کښې د هغه مړو لاشونه ورګزار کړل کوم چې هغۀ وژلى وُو هم هغه لويه ډيګۍ وه چې آسا بادشاه جوړه کړې وه چې کله هغۀ د مصفاه دفاع مضبوطه کړه چې خپل ځان د اِسرائيلو د بعشا بادشاه نه وساتى. اِسمٰعيل د نتنياه زوئ هغه د مړو نه ډکه کړه.

10. بيا اِسمٰعيل د بادشاه لوڼه او هغه ټول کسان چې نبوزردان د فوج مشر په مصفاه کښې جدلياه ته پرېښى وُو هغوئ ټول يې ګېر کړل او ځان سره يې د عمون د علاقې په طرف روان کړل.

11. خو کله چې يوحانان د قريح زوئ او نور د فوج مشران د اِسمٰعيل د جرم نه خبر شول،

12. نو هغوئ خپل ټول سپاهيان راټول کړل او هغۀ پسې راووتل او په جبعون کښې د لوئ تالاب سره نزدې هغوئ هغه پېدا کړو.

13. کله چې د اِسمٰعيل سره قېديانو يوحانان او ورسره نور فوجى مشران وليدل نو هغوئ ډېر خوشحاله شول.

14. او د مصفاه نه ټول قېديان وتښتېدل او د يوحانان مدد يې شروع کړو.

15. خو اِسمٰعيل سره د خپلو هغه اتو کسانو دوستانو د عمون مُلک ته وتښتېدلو.

16. نو بيا يوحانان د قريح زوئ او نورو فوجى مشرانو، هغه ټول کسان د ځان سره روان کړل کوم چې هغوئ په جبعون کښې د اِسمٰعيل نه خلاص کړى وُو چې په هغوئ کښې سپاهيان، زنانه، ماشومان او د دربار خصيان شامل وُو، څوک چې د جدلياه د قتلولو نه وروستو اِسمٰعيل ګرفتار کړى وُو.

17. هغوئ مِصر ته د تللو وخت کښې د کِمهام سرائى چې بيت‌لحم سره نزدې وو هلته ايسار شُو.

18. نو د دې يرې نه چې کۀ څپرکیليان په دې موضوع خبر شى چې اِسمٰعيل جدلياه قتل کړے دے، هغه څوک چې د څپرکیل بادشاه د يهوداه ګورنر مقررولو، نو هغوئ به بيا څۀ کوى.

About ارمیا Chapter 41

Read ارمیا Chapter 41 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ارمیا
Chapter: 41
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ارمیا Chapter 41 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ارمیا Chapter 41?

ارمیا Chapter 41 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 41 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ارمیا

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. ارمیا Chapter 5
  4. ارمیا Chapter 35
  5. ارمیا Chapter 2
  6. ارمیا Chapter 27
  7. ارمیا Chapter 44

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 5
  2. دوهم تواریخ Chapter 5
  3. اول سموئیل Chapter 1
  4. اشعیا Chapter 41
  5. خروج Chapter 20
  6. خروج Chapter 40
  7. غزل غزلونه Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 16
  2. متلونه Chapter 12
  3. تثنیه Chapter 17
  4. دوهم پطروس Chapter 2
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 10
  7. ارمیا Chapter 29
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *