Read ارمیا Chapter 15 Online
Read ارمیا Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ارمیا 15
فصل 15
1. بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.
2. او کۀ چرې هغوئ ستا نه تپوس وکړى چې مونږ چرته لاړ شُو؟ هغوئ ته ووايه، چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، د کومو خلقو په نصيب کښې چې په وبا مړۀ کېدل دى هغوئ دې په وبا مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په جنګ کښې مړۀ کېدل دى هغوئ دې په جنګ مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په لوږه مړۀ کېدل دى هغوئ دې په لوږه مړۀ شى، او د چا په نصيب کښې چې جلاوطنى ده هغه دې جلاوطن کړے شى.
3. مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به څلور قسمه تباه کوونکى ورولېږم. تُوره د هغوئ د وژلو دپاره، سپى چې د هغوئ لاشونه راکاږى، ټپوسان چې هغوئ تېر کړى او ځنګلى ځناور چې هغوئ ختم کړى.
4. د يهوداه بادشاه منسى د حزقياه د زوئ په وجه چا چې بد کارونه په يروشلم کښې کړى وُو، زۀ به خپل خلق د دُنيا بادشاهانو دپاره د يرې يو مثال جوړ کړم.
5. اے يروشلمه څوک به په تاسو رحم وکړى؟ او څوک به په تاسو وير وکړى؟ ستاسو داسې همدرد نشته چې ستاسو تپوس له راشى.
6. مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زۀ رد کړے يم، او بار بار مو ما ته شا کړې ده. نو اوس به زۀ خپل لاس ستاسو د بربادۍ دپاره دراوږد کړم، نو په تاسو زۀ نور رحم نۀ شم کولے.
7. زۀ به تاسو، ستاسو د ښارونو په دروازو کښې داسې د يو بل نه جدا کړم لکه څنګه چې غنم او بوس جدا کولے شى. او تاسو نه به ستاسو بچى واخلم کوم چې په تاسو ډېر ګران دى. زۀ به خپل قوم تباه کړم، ځکه چې هغوئ د خپلو خرابو طريقو پرېښودو نه اِنکار کړے دے.
8. ستاسو په مُلک کښې به کونډې د سمندر په غاړه د شګو نه هم ډيرې وى. په نيمه ورځ به زۀ د ځوانانو په ميندو باندې تباهى راولم. او ناګهانه به په دوئ پرېشانى او دهشت راولم.
9. د اوو بچو مور د غم نه بېهوشه پرته ده او ساه نۀ شى اخستلے، د هغې د بچو د ژوند رڼا ختمه شوه. هغه رسوا او شرمنده شوې ده. په هغوئ کښې چې څوک پاتې دى هغه به زۀ د دشمنانو په تُوره مړۀ کړم. دا د مالِک خُدائ وينا ده.“
10. نو ما بيا ووئيل چې، کاش چې زۀ د مور نه پېدا شوے هم نۀ وے. زۀ چې چرته هم ځم نو هلته خلق زما مخالف دى او جنګ راسره کوى. نۀ مې چا ته قرض ورکړے دے او نۀ مې د چا نه قرض اخستے دے، خو بيا هم دوئ ټول په ما لعنت وائى.
11. مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په يقين سره به زۀ ستا ښۀ مقصد دپاره خيال وساتم، يرمياه. او په يقين سره ستا دشمنان به ستا نه دا وغواړى چې تۀ د تکليف او مصيبت په وخت کښې د هغوئ دپاره ما ته سوال زارى وکړې.
12. آيا څوک هغه د اوسپنې او د پيتلو نه جوړ شوے سيخ ماتولے شى کوم چې د شمال د خوا نه راځى؟
13. زۀ به ستاسو مال دولت او خزانې مفتې دشمنانو ته د لوټ کولو دپاره حواله کړم، ځکه دا ستاسو د هغه ګناهونو په وجه چې تاسو په ټول مُلک کښې کړې دى.
14. زۀ به تاسو د دشمنانو په لاس يو داسې مُلک ته په غلامۍ ولېږم چې تاسو ته د هغې هيڅ پته نۀ وى. ځکه چې زما غصه د اور په شان رابله شوې ده او دا به د تل دپاره بليږى.“
15. بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، تا ته د هر څۀ پته ده، څۀ چې ما سره کيږى. نو راشه او زما مدد وکړه. زما د دشمنانو نه بدل واخله او هغوئ ته دومره صبر مۀ کوه چې زما د وژلو موقع ورته مِلاو شى. ګوره خو ما په خپل ځان دا ټوله بېعزتى ستا د خاطره تېره کړې ده.
16. اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.
17. زۀ د هغه خلقو سره شامل نۀ شوم چې خندا او خوشحالى به يې کوله. زۀ ځان ته کښېناستم ځکه چې ستا لاس په ما وو. او د هغوئ د ګناهونو په وجه زما قهر راوچت شو.
18. زما درد ولې نۀ ختميږى؟ او زما زخمونه ولې لا علاجه دى او نۀ رغيږى؟ ستا مدد زما دپاره داسې نا باوره شو لکه موسمى لختى، لکه د هغه چينې په شان چې اوچه شوې وى.“
19. نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بېمطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه.
20. مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تا د دې خلقو په وړاندې د پيتلو قوى دېوال جوړ کړم. هغوئ به ستا خِلاف جنګ کوى، خو هغوئ به تا له شکست نۀ شى درکولے، ځکه چې زۀ تا سره يم چې تا وساتم او خلاصون درکړم.
21. زۀ به تا د شريرانو د لاسونو نه وساتم، او د ظالمانو د زور او لاسونو نه به درله خلاصون درکړم.“
About ارمیا Chapter 15
Read ارمیا Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ارمیا
Chapter: 15
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ارمیا Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ارمیا Chapter 15?
ارمیا Chapter 15 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ارمیا
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- ارمیا Chapter 5
- ارمیا Chapter 27
- ارمیا Chapter 16
- ارمیا Chapter 44
- ارمیا Chapter 35
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 31
- دوهم سموئیل Chapter 18
- دوهم سموئیل Chapter 3
- دوهم پادشاهان Chapter 8
- دوهم تواریخ Chapter 34
- اول تواریخ Chapter 15
- اشعیا Chapter 6