ارمیا Chapter 12

For English

Read ارمیا Chapter 12 Online

Read ارمیا Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ارمیا 12

فصل 12

1. اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟

2. تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.

3. خو اے مالِکه خُدايه، تۀ ما پېژنې، او تۀ ما وينې او تۀ په ما آزمېښت وکړه چې زۀ ستا يم. دا بدعمله خلق داسې راکاږه لکه څنګه چې يو ګډ د حلالولو دپاره راښکلے شى، او د حلالولو پورې يې يوې خوا ته وساته.

4. دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“

5. مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”اے يرمياه، کۀ چرې تۀ د انسانانو سره په منډه وهلو دومره ستړے کېږې، نو تۀ به د آسونو سره څۀ مقابله وکړې؟ کۀ چرې تۀ په يو هوار او محفوظه مېدان کښې تيندکونه خورې او راغورزېږې، نو تۀ به د اُردن سره په ګڼ ځنګل کښې څۀ کوې؟

6. تر دې چې ستا وروڼه، او ستا د خپل خاندان خلق ستا مخالفت کوى. هغوئ ستا خلاف شکايتونه کوى. په هغوئ باور مۀ کوه، کۀ څۀ هم چې هغوئ ستا ښۀ وائى.“

7. مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل خلق پرېښودل، چې زما خاص ميراث دے. ما ته ډېر ګران خلق مې د دشمنانو لاسونو ته حواله کړل.

8. زما غوره شوے قوم لکه د ځنګل د زمرى په شان ما ته وغړمبېدو، نو په دې وجه زۀ د هغوئ نه نفرت کوم.

9. آيا دا مُلک د ګيدړانو غار دے چې ټپوسان پرې بره الوځى رالوځى. خو ځنګلى ځناور دې راشى چې د هغوئ لاشونه وخورى.

10. ډېرو حاکمانو زما د انګورو باغونه برباد کړى دى، او هغوئ ټول بوټى د پښو لاندې کړى دى او ښائست يې ورله ختم او په بيابان بدل کړے دے.

11. هغوئ د دې نه تش بيابان جوړ کړے دے او ما د خپلو خلقو د ماتم ژړا اورېدلې ده، او زما د ټول مُلک نه دشته بيابان جوړ شوے دے، او څوک يې هم پرواه نۀ کوى.

12. د بيابان په ټولو اوچتو او خُشکو غونډو د قتل و غارت فوج ليدلے کيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ تُوره به د يو سر نه تر بل سره پورې هغوئ هلاک کړى. نو څوک به هم محفوظ نۀ وى.

13. زما خلقو غنم وکَرل، خو تش ازغى يې ورېبل، هغوئ ډېر محنت وکړو خو هيڅ فائده يې حاصله نۀ کړه. ځکه د مالِک خُدائ د سختې غصې په وجه، هغوئ صرف د رُسوايۍ او شرم فصل ورېبلو.“

14. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د بنى اِسرائيلو نه هغه ټول شريره او بدکاره ګاونډيان د جرړې نه راوکاږم څوک چې د هغوئ په زمکه قبضه کول غواړى، او زۀ به يهوداه هم د بنى اِسرائيلو د مينځ نه راوکاږم.

15. خو کله چې زۀ هغوئ راوباسم، نو بيا به زۀ په هغوئ باندې رحم وکړم، او زۀ به هغوئ هر يو قوم خپل ميراث او خپل مُلک ته واپس راولم.

16. او بيا کۀ چرې دا قومونه په رښتيا سره زما د خلقو طريقې زده کړى، او کۀ هغوئ زما په نوم قسم خوړل زده کړى او وائى چې په يقين سره مالِک خُدائ ژوندے دے، لکه څنګه چې هغوئ يو وخت زما قوم ته د بعل د بُت په نوم قسم خوړل ور زده کړى وُو، نو هغوئ به بيا زما د قوم په مينځ کښې آباد شى.

17. خو کۀ چرې هر يو قوم زما خبرو ته غوږ ونۀ نيسى، نو بيا به زۀ هغه قوم په مکمل توګه د بېخ نه راوکاږم او نيست و نابود به يې کړم.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.

About ارمیا Chapter 12

Read ارمیا Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ارمیا
Chapter: 12
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ارمیا Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ارمیا Chapter 12?

ارمیا Chapter 12 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ارمیا

  1. ارمیا Chapter 21
  2. ارمیا Chapter 5
  3. ارمیا Chapter 27
  4. ارمیا Chapter 16
  5. ارمیا Chapter 35
  6. ارمیا Chapter 44
  7. ارمیا Chapter 2

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 42
  2. حزقیال Chapter 37
  3. متلونه Chapter 27
  4. زبور Chapter 118
  5. دوهم سموئیل Chapter 23
  6. پیدایښت Chapter 27
  7. شمېر Chapter 33

Related Chapters & Readings

  1. اول پادشاهان Chapter 19
  2. اعمال رسولان Chapter 21
  3. ایوب Chapter 37
  4. زبور Chapter 129
  5. اول سموئیل Chapter 2
  6. دوهم پادشاهان Chapter 20
  7. اعمال رسولان Chapter 14
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *