ارمیا Chapter 14

For English

Read ارمیا Chapter 14 Online

Read ارمیا Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ارمیا 14

فصل 14

1. د اوچ کالۍ په حقله په يرمياه د مالِک خُدائ کلام نازل شو،

2. ”يهوداه وير کوى، ښارونه يې لکه د اوچو شوو بوټو په شان غمژن دى، ټول خلق يې د غم په وجه په زمکه ناست دى او د يروشلم نه چغې او سورې راپورته کيږى.

3. مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.

4. زمکه د خوشکۍ او د باران نۀ ورېدلو په وجه چاؤدلې ده، زميداران پرېشانه دى، او هغوئ هم خپل مخونه پټ کړى دى.

5. په پټو کښې د خوراک دپاره د ګياه د نشتوالى په وجه هوسۍ هم خپل تازه پېدا شوى بچى هم داسې په ډاګه پرېښى دى.

6. ځنګلى خرونه هم د خوشکو غونډو په سرونو ودريږى او د ګيدړانو په شان چغې وهى او د خوراک د نشتوالى په وجه يې نظر کار پرېښے دے.

7. زما خلق ما ته فرياد کوى او وائى چې، زمونږ ګناهونه زمونږ خِلاف ګواهى ورکوى، خو اے مالِکه خُدايه، د خپل نوم د خاطره دې زمونږ مدد وکړه. مونږ ستا نه په څو ځله اوړېدلى يُو، او ستا خِلاف مو ګناه کړې ده.

8. اے مالِکه خُدايه صرف تۀ د بنى اِسرائيلو اُميد يې، او د تکليف په وخت کښې زمونږ خلاصونکے يې. نو بيا ولې تۀ لکه د يو مسافر په شان يې چې زمونږ په مُلک کښې صرف يوه شپه تېره کړى او بيا ځى؟

9. تۀ ولې د هغه چا په شان يې چې ګنګس وى، او لکه د داسې فوجى په شان شوے يې چې څوک بچ کولے نۀ شى؟ اے مالِکه خُدايه، تۀ مونږ سره يې، او مونږ ستا نوم پورې تړلے شوى يُو، نو اوس مونږ مۀ پرېږده.“

10. نو مالِک خُدائ د دې خلقو په حقله فرمائى، ”د دوئ ډېر زيات دا خوښېدل چې فضول وګرځى او زما نه واوړى او په خپل ځان يې قابو نۀ وُو. نو ځکه زۀ د دوئ نه راضى نۀ يم. او د دوئ ګناهونه به راته ياد وى، او سزا به ورله ورکړم.“

11. مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”نور د دې قوم د خير دپاره ما ته سوال مۀ کوه.

12. تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“

13. نو بيا ما ووئيل، ”اے قادر مطلق خُدايه، د هغوئ پېغمبران ورته وائى هر څۀ ټيک دى جنګ او قحط به نۀ راځى. مالِک خُدائ به په حقيقت کښې په تاسو امن راولېږى.“

14. نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زما په نوم دا پېغمبران د دروغو نبوت کوى. د هغوئ پېغام زما له طرف نه نۀ دے او نۀ ما هغوئ ته حکم کړے دے چې تاسو دا پېغام خلقو له ورکړئ. هغوئ دروغژنې روياګانې، او فضول فالونه او د خپلو دروغژنو خيالونو پېشګويانې کوى.

15. نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې کوم پېغمبران چې زما په نوم د دروغو نبوت کوى او خلقو ته وائى چې نۀ به جنګ راځى او نۀ به قحط، چا ته چې ما پېغام نۀ دے ورکړے نو هم دوئ به زۀ په جنګ او قحط باندې هلاک کړم.

16. کومو خلقو ته چې هغوئ دا پېشګويانې کوى نو د هغوئ لاشونه به د يروشلم په لارو کوڅو کښې د جنګ او قحط په وجه وغورزولے شى. څوک به نۀ وى چې هغوئ او د هغوئ ښځې، زامن، لوڼه ښخ کړى. او زۀ به په هغوئ هغه افت نازل کړم د کوم چې لائق دى.“

17. مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”يرمياه هغوئ ته دا ووايه، زما د سترګو نه شپه او ورځ اوښکې بهيږى، زما ژړا نۀ ودريږى، ځکه چې زما قوم چې په ما لکه د لور په شان ګران دے سخت زخمى شوے دے او زيات ژوبل شوے دے.

18. کله چې زۀ بهر مېدانونو ته لاړ شم، نو زۀ هغوئ وينم څوک چې په جنګ کښې په تُورو مړۀ شوى دى، او کۀ زۀ دننه د ښار کوڅو ته لاړ شم، نو زۀ هغه خلق ګورم چې د قحط په وجه مړۀ شوى دى. پېغمبران او اِمامان دواړه خپل کارونه جارى ساتى، خو هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“

19. اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.

20. اے مالِکه خُدايه، مونږ ستا خِلاف بدکارونه کړى دى، مونږ د خپلو بدو کارونو او د خپل پلار نيکۀ د بدو کارونو اِقرار کوُو.

21. د خپل نوم د خاطره دې مونږ مۀ پرېږده، او خپل جلالى تخت دې مۀ سپکوه. خپل لوظ دې راپه ياد کړه کوم چې تا مونږ سره کړے دے او هغه مۀ ماتوه.

22. آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.

About ارمیا Chapter 14

Read ارمیا Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ارمیا
Chapter: 14
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ارمیا Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ارمیا Chapter 14?

ارمیا Chapter 14 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ارمیا

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. ارمیا Chapter 5
  4. ارمیا Chapter 27
  5. ارمیا Chapter 16
  6. ارمیا Chapter 44
  7. ارمیا Chapter 35

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 3
  2. نحمیا Chapter 13
  3. یشوع Chapter 12
  4. زبور Chapter 3
  5. حزقیال Chapter 10
  6. زبور Chapter 34
  7. زبور Chapter 140

Related Chapters & Readings

  1. دانیال Chapter 1
  2. زبور Chapter 89
  3. استر Chapter 6
  4. زبور Chapter 79
  5. زبور Chapter 45
  6. دوهم سموئیل Chapter 7
  7. زبور Chapter 59
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *