ارمیا Chapter 46

For English

Read ارمیا Chapter 46 Online

Read ارمیا Chapter 46 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ارمیا 46

فصل 46

1. مالِک خُدائ د غېر‌يهوديانو په حقله يرمياه نبى ته پېغام ورولېږلو.

2. کوم پېغام چې د مِصر په حقله وو هغه دا وو چې، د يهوداه بادشاه يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، د کرکميس د جنګ په موقع کله چې فِرعون نِکوه د مِصر بادشاه او د هغۀ فوجيانو د فرات د سيند سره نزدې د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر نه شکست وخوړو.

3. ”خپل غټ او واړۀ ډالونه تيار کړئ او د جنګ دپاره راوځئ.

4. خپل آسونه زين کړئ او ورباندې سوارۀ شئ. صفونه جوړ کړئ او د جنګ ټوپۍ په سر کړئ. خپلې نېزې تېرې کړئ، او زغره واچوئ.

5. خو زۀ څۀ ګورم؟ چې په مِصرى فوجيانو باندې د يرې نه دهشت راغلے دے او هغوئ د يرې نه لګيا دى په شا کيږى، د هغوئ فوجيانو شکست وخوړلو. او په وارخطايۍ سره په مخه تښتى او هغوئ وروستو نۀ ګورى، او د هرې خوا نه په هغوئ باندې يره خوره شوې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.

6. تېزه منډه وهونکے هم نۀ شى تښتېدلے، او نه تکړه فوجى تښتېدلے شى. او هغوئ په شمال کښې د فرات د سيند سره، تيندک خورى او راغورزيږى.

7. څوک دے دا چې لکه د نيل درياب په شان موجونه وهى، لکه د هغه سيند په شان چې اوبۀ يې په بره موجونه وهى او ټوله زمکه لاندې کوى؟

8. دا د مِصر فوج دے چې د نيل درياب په شان راوچت شوے دے او لافې وهى چې زۀ به راوچت شم او د سېلاب په شان به ټوله زمکه پټه کړم، زۀ به ټول ښارونه تباه کړم او په هغې کښې ټول خلق به هلاک کړم.

9. اے آسونو او جنګى ګاډو روان شئ، اے د مِصر تکړه سپاهيانو په دشمن حمله وکړئ، اے د ايتهوپيا، ليبيا، خلقو ډال راواخلئ او د لِديه خلقو څوک چې په غشو ليندو کښې تکړه يې.

10. ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.

11. اے د مِصر پېغلې لورې، جِلعاد ته لاړه شه او هلته دارو ولټوه. خو ستاسو رنګارنګ دوائى به تاسو ته شفا درنۀ کړى.

12. قومونه به ستاسو د شرم په حقله خبر شى. زمکه به ستاسو دردناکه ژړا ډکه کړى. ستا تکړه فوجيان به په يو بل تيندک وخورى، او په يو ځائ به راپرېوځى.“

13. دا هغه خبر دے چې مالِک خُدائ د يرمياه نبى په وسيله د نبوکدنضر يعنې د څپرکیل د بادشاه د راتلو او د هغۀ په مِصر باندې د حملې په حقله ورکړو،

14. ”د مِصر په ښارونو په مجدال، ميمفِس او تحفنحيس کښې به دا اعلان وکړئ چې، د جنګ دپاره تيار شئ، ځکه چې تُوره به ستاسو خوا او شا کښې هر څۀ وخورى.

15. ستاسو جنګيالى ولې راغورزېدلى دى؟ هغوئ د مالِک خُدائ مخې ته نۀ شى ټينګېدلے ځکه چې هغه به هغوئ راوغورزوى.

16. هغوئ به ټول تيندکونه خورى، او هغوئ به په يو بل راغورزيږى. هغوئ به يو بل ته وائى، پاڅه، راځئ چې خپلو خلقو او خپل مُلکونو ته واپس لاړ شُو، چرته به چې مونږ د ظالم د تُورې نه بچ شُو.

17. نو هغوئ به وائى چې د مِصر بادشاه فِرعون خو تش په خولۀ لوئيږى، هغۀ نه اوس خپله موقع خطا شوې ده.

18. د دُنيا بادشاه د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى چې، يو کس څوک چې د مِصر خلاف راروان دے هغه لکه څنګه چې د تبور غر لوړ دے، او لکه څنګه چې د کرمل غر د سمندر په غاړه لوړ دے.

19. اے د مِصر اوسېدونکو، خپل مال حال راواخلئ او د جلاوطنۍ دپاره تيار شئ، ځکه د ميمفِس ښار به تباه او کنډرې شى، او يو کس به هم په کښې نۀ اوسيږى.

20. مِصر لکه د يوې ځوانې سخۍ په شان ښائسته دے، خو د شمال د خوا نه د هغۀ خلاف د غوباړى په شان مچ راروان دے.

21. د مِصر د کرايه فوجيان لکه د کمزورو سخو په شان دى. هغوئ به هم په يو ځائ راوګرځى او په شريکه به وتښتى، هغوئ به په خپل ځائ باندې ونۀ دريږى. ځکه چې په هغوئ د تباهۍ او افت ورځ راروانه ده، دا د هغوئ دپاره د سزا ورکولو ورځ ده.

22. مِصر به لکه د مار په شان کشار وکړى او په وروستو به وتښتى کله چې د دشمن فوج ورباندې حمله وکړى، هغوئ به د دوئ خلاف تبر په لاس راشى او په دوئ به داسې حمله وکړى لکه څنګه چې يو سړے ونې وهى.

23. مالِک خُدائ فرمائى چې، هغوئ به د مِصر خلق د ځنګلى ونو په شان ووهى، ځکه چې د هغوئ شمېر د مُولخانو نه هم ډېر بې‌شمېره دے.

24. د مِصر خلق به وشرميږى، او د شمال خلقو ته به حواله کړے شى.“

25. مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به امون د مِصر د تيبس معبود او د مِصر نورو معبودانو ته سزا ورکړم. زۀ به د مِصر بادشاهانو او فِرعون ته او هغوئ ټولو ته سزا ورکړم څوک چې په هغۀ يقين کوى.

26. مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ هغه خلقو ته حواله کړم څوک چې دوئ وژل غواړى، نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه او د هغۀ آفسرانو ته. خو وروستو به مِصر کښې د وړاندې په شان خلق بيا آباد شى. دا مالِک خُدائ فرمائى.“

27. ”اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، اے اِسرائيله مۀ يرېږه. زۀ به تاسو د هغه لرې مُلک نه دوباره خپلو کورونو ته راولم، چرته چې تاسو جلاوطن شوى يئ. ستا اولاد به زۀ خپلو کورونو ته د جلاوطنۍ نه واپس راولم. يعقوب به دوباره خپل مُلک ته راشى او په امن او سکون سره به ژوند کوى، او تاسو به څوک هم نۀ يروى.

28. مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بې‌سزا نۀ پرېږدم.“

About ارمیا Chapter 46

Read ارمیا Chapter 46 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ارمیا
Chapter: 46
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ارمیا Chapter 46 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ارمیا Chapter 46?

ارمیا Chapter 46 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 46 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ارمیا

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. ارمیا Chapter 5
  4. ارمیا Chapter 27
  5. ارمیا Chapter 16
  6. ارمیا Chapter 44
  7. ارمیا Chapter 35

Explore More from زوړ عهد

  1. لاویان Chapter 10
  2. حزقیال Chapter 4
  3. متلونه Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 26
  5. دوهم تواریخ Chapter 12
  6. دوهم تواریخ Chapter 28
  7. زبور Chapter 14

Related Chapters & Readings

  1. دوهم قرنتیانو ته Chapter 13
  2. زبور Chapter 132
  3. زبور Chapter 102
  4. یونس Chapter 4
  5. اول تسالونیکیانو ته Chapter 5
  6. صفنیا Chapter 1
  7. عزرا Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *