Read ارمیا Chapter 35 Online
Read ارمیا Chapter 35 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ارمیا 35
فصل 35
1. د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د حکومت په دوران کښې ورکړے شو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې،
2. ”د ريکاب خاندان ته لاړ شه او هغوئ ته دعوت ورکړه چې د مالِک خُدائ کور ته راشى نو بيا هغوئ هلته يوې کوټې ته بوځه او د څښلو دپاره ورله مے ورکړه.“
3. نو بيا زۀ يازنياه د يرمياه زوئ او د حبصنيا نمسى ته او د هغۀ زامنو او وروڼو او د ريکاب مکمل خاندان ته ورغلم.
4. ما هغوئ ټول د مالِک خُدائ کور ته او د يجدليا د زوئ حنان پېغمبر او د هغۀ د زامنو کوټې ته راوستل چې د خُدائ پاک خادِم وو. دا کوټه د آفسرانو د کوټې سره خوا کښې او د معسياه د سلوم زوئ چې چوکيدار وو د هغۀ د کوټې دپاسه وه.
5. نو بيا ما جامونه سره د پيالو راواخستل او د ميو نه مې ډک کړل او هغه مې د ريکاب خاندان ته پېش کړل او ورته مې ووئيل چې، ”راشئ او مے وڅښئ.“
6. خو هغوئ راته په جواب کښې ووئيل چې، ”مونږ مے نۀ څښو، ځکه چې زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ مونږ ته دا حکم راکړے دے چې تاسو او ستاسو اولاد دې کله هم مے نۀ څښى.
7. او تاسو کورونه مۀ جوړَوئ، او تخم مۀ کَرئ، او مۀ د انګورو باغونه کَرئ او تاسو چې هيڅکله دا کارونه ونۀ کړئ، او ضرورى ده چې په خپلو خېمو کښې اوسېږئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه تر ډېره وخته پورې ژوندى پاتې شئ چرته چې تاسو د مسافرو په شان ژوند کوئ.
8. مونږ د هغه هر څۀ تابع يُو د څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ تعليم راکړے دے. نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ ښځو او نۀ زمونږ زامنو لوڼو کله مے څښلى دى.
9. او نۀ مونږ د اوسېدو دپاره کورونه جوړ کړى او نۀ مو د انګور باغ، پټى يا فصلونه کَرلى دى.
10. مونږ په خېمو کښې اوسېدلو او په هر هغه څۀ مو پوره عمل کړے دے څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب حکم کړے وو.
11. خو کله چې نبوکدنضر بادشاه په دې مُلک باندې قبضه وکړه، مونږ ووئيل، راځئ چې، مونږ يروشلم ته د څپرکیليانو او د شام د لښکرو نه وتښتُو. نو بيا ځکه مونږ په يروشلم کښې پاتې شُو.“
12. نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو، او وې فرمائيل چې،
13. ”دا هغه کلام دے چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، لاړ شه او د يهوداه سړو او د يروشلم خلقو ته ووايه چې، آيا تاسو د دې نه سبق نۀ زده کوئ او زما د کلام پيروى نۀ کوئ؟
14. يوندب د ريکاب زوئ خپلو بچو ته حکم وکړو چې مے مۀ څښئ نو هغوئ د هغۀ دا حکم ومنلو. تر نن ورځ پورې چا هم په هغوئ کښې مے ونۀ څښل، ځکه چې هغوئ د خپل پلار نيکۀ د حکم پيروى کوى. خو ما تاسو سره په څو څو ځله خبرې وکړې خو تاسو زما د خبرو پيروى ونۀ کړه.
15. ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.
16. يوندب چې د ريکاب زوئ د هغۀ اولاد د خپل پلار حُکم ومنلو او د هغې پيروى يې وکړه، خو تاسو خلقو زما خبره ونۀ منله.
17. نو د دې په وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ما ته غوږ شئ. زۀ اوس د يهوداه او د يروشلم په ټولو خلقو باندې هغه ټول افتونه راولم د کومو چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړے دے. ما هغوئ ته ووئيل، خو هغوئ غوږ ونۀ نيولو. ما هغوئ ته آواز وکړو، خو هغوئ ما ته جواب رانۀ کړو.“
18. نو يرمياه د ريکاب خاندان ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، تاسو خو د خپل پلار نيکۀ يوندب حکم ومنلو او د هغۀ د ټولو هداياتو مو تابعدارى وکړه او په هر هغه څۀ باندې مو عمل وکړو چې هغۀ درته وئيلى وُو.
19. نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، د يوندب د ريکاب د زوئ په خاندان کښې به همېشه يو سړے داسې وى چې زما خِدمت به کوى.“
About ارمیا Chapter 35
Read ارمیا Chapter 35 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ارمیا
Chapter: 35
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ارمیا Chapter 35 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ارمیا Chapter 35?
ارمیا Chapter 35 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 35 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ارمیا
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- ارمیا Chapter 5
- ارمیا Chapter 44
- ارمیا Chapter 27
- ارمیا Chapter 16
- ارمیا Chapter 2
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 23
- پیدایښت Chapter 30
- پیدایښت Chapter 25
- زبور Chapter 29
- یشوع Chapter 14
- اول سموئیل Chapter 5
- خروج Chapter 28