Read ارمیا Chapter 20 Online
Read ارمیا Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ارمیا 20
فصل 20
1. کله چې فشحور د اِمير زوئ څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشر اِمام وو، هغه څۀ واورېدل د څۀ چې يرمياه پېشګوئې کوله،
2. نو هغۀ يرمياه نبى راګېر کړلو او په کوړو يې ووهلو او بيا يې هغه پاس د مالِک خُدائ په کور کښې د بنيامين په دروازه کښې د لرګى په کُنده کښې بند کړلو.
3. په بله ورځ کله چې فشحور هغه د کُندې نه آزاد کړو، يرمياه هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ستا نوے نوم اېښے دے او د نن نه پس به ستا نوم فشحور نۀ وى بلکې په هر اړخ باندې دهشت.
4. ځکه مالِک خُدائ په خپله دا فرمائى چې، زۀ به په تا او ستا په دوستانو باندې دهشت راولم، او تۀ به په خپلو سترګو سره د هغوئ وژل د دشمنانو د لاسه ووينې. زۀ به د يهوداه ټول خلق د څپرکیل بادشاه ته حواله کړم، څوک چې به د هغوئ نه ځينې څپرکیل ته قېديان بوځى او ځينې به په تُوره قتل کړى.
5. زۀ به د دې ښار ټول مال دولت او د هغوئ ټول قيمتى سامانونه او د يهوداه بادشاه خزانې د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم. هغوئ به دا لوټ کړى او څپرکیل ته به يې يوسى.
6. ترڅو چې ستا خبره ده فشحوره، تۀ او ستا مکمل خاندان به هم ونيولے شى او څپرکیل ته به بوتلے شى. هلته به تاسو او ستا هغه ټول دوستان مړۀ او ښخ شى چا ته به چې تا په دروغو پېشګوئې کوله چې هيڅ پرواه مۀ کوئ خير به شى.“
7. اے مالِکه خُدايه، تا زۀ دوکه کړم، او زۀ دوکه شوم. تاسو زورَور يئ او زۀ دې مغلوب کړم. زۀ اوس ټوله ورځ د مسخرو شوم، او هر څوک ما پورې ټوقې او خندا کوى.
8. کله چې هم زۀ خپله خولۀ خلاصوم، نو بيا ضرور زۀ د ظلم او تباهۍ په حقله چغې سورې وهم. ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د کلام په وجه ټوله ورځ کنځل او بدې ردې تېروم او سپکولے شم.
9. خو چې کله زۀ ووايم چې، ”زۀ به د مالِک خُدائ په حقله خبرې نۀ کوم او نۀ به نور د هغۀ پېغام چا ته رسوم،“ نو بيا د هغۀ کلام زما په زړۀ کښې لکه د اور په شان بليږى او هغه اور زما هډوکو ته رسيږى. زۀ په ځان کښې د هغۀ د ايسارولو د کوشش په وجه ډېر ستړے شوے يم او زۀ هغه نۀ شم ايسارولے.
10. ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“
11. بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.
12. خو اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تاسو په خپله صادق سړے وينئ، او تاسو په خپله د انسان د زړۀ او دماغ ژور سوچونه او رازونه آزمايئ. ما خپل خواست تا ته پېش کړے دے نو په دې وجه تاسو زما بدله اخستل ما ته وښايئ.
13. د مالِک خُدائ حمد ووايئ. د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ. هغه غريبانان د شريرانو د لاس نه بچ کوى.
14. په هغه ورځ دې لعنت وى په کومه چې زۀ پېدا شوے وم. او هغه ورځ دې مبارکه نۀ وى په کومه ورځ چې زۀ د مور نه پېدا شوم.
15. په هغه کس دې لعنت وى چا چې زما د پلار د خوشحالولو دپاره دا زېرے راوړے وو چې، ”ستا زوئ پېدا شوے دے.“
16. هغه سړے دې د هغه ښارونو په شان شى کوم چې مالِک خُدائ په بېرحمۍ سره تباه کړى وُو. هغه دې په سحر کښې د يرې چغې واورى او په غرمه کښې دې د جنګ شور واورى،
17. ځکه چې زۀ هغۀ د پېدا کېدو نه وړاندې د مور په ګېډه کښې مړ نۀ کړم، ترڅو چې د هغې ګېډه زما قبر جوړ شوے وے.
18. زۀ د مور د خېټې نه ولې دُنيا ته راغلم؟ د دې دپاره پېدا شوم چې په دُنيا کښې تکليفونه او کړاونه وګورم، او چې زما ژوند په بېعزتۍ کښې ختم شى؟
About ارمیا Chapter 20
Read ارمیا Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ارمیا
Chapter: 20
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ارمیا Chapter 20 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ارمیا Chapter 20?
ارمیا Chapter 20 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 20 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ارمیا
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- ارمیا Chapter 5
- ارمیا Chapter 16
- ارمیا Chapter 35
- ارمیا Chapter 27
- ارمیا Chapter 44
Explore More from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 26
- اول تواریخ Chapter 19
- پیدایښت Chapter 22
- اول تواریخ Chapter 3
- زبور Chapter 53
- حزقیال Chapter 47
- اول تواریخ Chapter 20