ارمیا Chapter 17

For English

Read ارمیا Chapter 17 Online

Read ارمیا Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ارمیا 17

فصل 17

1. مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يهوداه د خلقو ګناه د اوسپنې په قلم چې نوکه يې د هيرې ده، ستاسو د کاڼو نه په سختو زړُونو نقش شوې ده او ستاسو د قربان‌ګاه په ګوټونو ليکلې شوې ده.

2. نۀ صرف تاسو بلکې ستاسو بچى هم خپلې قربان‌ګاه او د اشيرې بُت شکلونه همېشه رايادوى کۀ د شنې ونې په خوا کښې وى او کۀ په اوچته غونډۍ وى.

3. نو زۀ به په دې مُلک کښې خپل مقدس غر سره ستاسو د ټول مال دولت او ستاسو علاقائى عبادتخانې نورو خلقو ته د غنيمت په توګه حواله کړم، دا ستاسو د ګناهونو بدل دے کوم چې تاسو په خپل ټول مُلک کښې کړې دى.

4. ستاسو د خپلې ګناه په وجه به هغه مُلک ستاسو د لاس نه ووځى کوم چې ما تاسو ته په ميراث کښې درکړے دے. زۀ به تاسو په هغه مُلکونو کښې چې تاسو يې نۀ پېژنئ دشمنانو ته د غلام په شکل حواله کړم. ځکه چې تاسو زما د غصې اور بل کړے دے او هغه به تل بليږى.“

5. مالِک خُدائ فرمائى چې، ”لعنت دې په هغه چا وى چې د هغۀ زړۀ د مالِک خُدائ نه اوړېدلے وى او په فانى انسان توکل او د هغۀ په زور بهروسه کوى.

6. هغه د بيابان د هغه بوټى په شان دے، کۀ څۀ هم چې خير وى خو هغوئ ته به مِلاو نۀ شى. ځکه چې هغه به د بيابان په خشکه او مالګينه زمکه کښې شوے وى، چرته چې نور څۀ نۀ کيږى.

7. خو بختور دى هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ يقين لرى، او په مالِک خُدائ يې توکل کړے وى.

8. هغوئ د هغه ونو په شان دى چې د لختى په غاړه کَرلے شوې وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى. نو کله چې د ګرمۍ موسم راشى نو يره يې نۀ وى، د هغوئ پاڼې هر وخت شنې وى. او په خُشک سالۍ کښې يې څۀ پرېشانى نۀ وى، نو کله هم بې‌مېوې نۀ پاتې کيږى.“

9. د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.

10. ”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“

11. هغه څوک چې په ناجائزه طريقې سره مال دولت راجمع کړى هغه د هغه تيتر په شان وى چې پردۍ هګۍ وشاربى کومې چې هغې اچولې نۀ وى، نو وروستو به د هغۀ نه ټول مال دولت لاړ شى، کله چې د هغۀ عمر نيم تېر شى نو د هغۀ مال دولت به د هغۀ نه والوځى او په آخر کښې به دے خپل ځان کم عقل ثابت کړى.

12. خو هغه جلالى تخت چې د ازل نه اوچت دے، هغه زمونږ د خُدائ پاک مقدس کور دے.

13. اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو اُميده، هر څوک چې تا نه مخ واړوى هغوئ ټول به ټيټ سترګې او شرمنده شى. هغوئ چا چې تا نه مخ اړولے دے په دوړو د ليکلو په شان دى، دوئ به زر ختم شى ځکه چې هغوئ د هغه مالِک خُدائ نه مخ اړولے دے څوک چې د ژوندون د اوبو چينه ده.

14. اے مالِکه خُدايه، کۀ چرې تۀ ما له شفا راکړې نو زۀ به بلکل روغ رمټ شم، کۀ چرې تۀ ما له خلاصون راکړې نو زۀ به بچ شم، ځکه چې زۀ صرف ستا ثناء صِفت کوم.

15. هغوئ ما ته بار بار دا وائى چې، د مالِک خُدائ هغه کارونه څۀ شول د چا د پوره کېدلو په حقله چې هغۀ پېشګوئې کړې وه؟ نو اوس دې هغه پوره کړى.

16. اے مالِکه خُدايه، زۀ د هغه کار نه نۀ يم تښتېدلے د کوم دپاره چې تاسو زۀ د خپل قوم دپاره د شپونکى په حيثيت مقرر کړے يم. تاسو ته پته ده چې ما په هغوئ د افت د ورځې د راتلو خواهش نۀ دے کړے. زما د شونډو نه چې څۀ هم وتلى دى هغه ستا په وړاندې څرګند دى.

17. مالِکه خُدايه، ما مۀ يروه، د افت په ورځ صرف تۀ زما اُميد يې.

18. زما دشمنان دې وشرميږى خو ما مۀ شرموه، په هغوئ يره راوله خو ما مۀ يروه. په هغوئ د افت ورځې راوله، او هغوئ په دوه چنده تباه کړه.

19. مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”يرمياه، لاړ شه او د عوامى دروازې په خولۀ کښې ودرېږه په کومه چې د يهوداه بادشاهان ځى راځى او هم داسې د يروشلم په نورو دروازو کښې ودرېږه.

20. هغوئ ته ووايه، د مالِک خُدائ پېغام واورئ. اے د يهوداه بادشاهانو او د يهوداه ټولو خلقو او د يروشلم اوسېدونکو او هغوئ ټولو ته چې په دې دروازې ځى راځى.

21. مالِک خُدائ فرمائى چې، خبردار چې د سبت په ورځ په خپل سر پنډ مۀ اوچتوئ او د يروشلم په دروازو پنډ سره مۀ ننوځئ.

22. او تر دې چې په خپلو کورونو کښې هم د سبت په ورځ هيڅ قسمه کار مۀ کوئ او مۀ څۀ بار اوچتوئ. خو د سبت ورځ مقدسه وساتئ لکه څنګه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته حکم کړے وو.

23. خو هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې ما ته توجو راکړه او نۀ يې زما پيروى وکړه. خو هغوئ سرکشه وُو او اصلاح کولو ته يې جواب ورنۀ کړو.

24. خو مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو زما خبره ومنئ او د سبت په ورځ په دې دروازو د تجارت دپاره څۀ داخل نۀ کړئ او نۀ څۀ کار وکړئ، او هغه مقدسه وساتئ،

25. نو بيا به هغه بادشاهان څوک چې د داؤد په تخت ناست دى نو هغوئ به د خپلو آفسرانو سره د دې ښار په دروازو ځى راځى. او هغوئ او د هغوئ آفسران به په آسونو او ګاډو سوارۀ راشى، او د يهوداه خلق به ورسره وى او هغوئ څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، او دا ښار به د تل دپاره آباد وى.

26. د يهوداه د ښارونو او د يروشلم د ګېرچاپېره کلو نه به خلق راشى، هغوئ به د بنيامين د علاقې، د مغربى غونډو د لمنو نه، او د نجب او د غريزې علاقې نه به د خپلو سوزېدونکو نذرانو او قربانو سره راشى. هغوئ به د خپلو غلو دانو او خوشبوئى د شکرانې نذرانې سره د مالِک خُدائ کور ته راشى.

27. خو کۀ تاسو زما خبره ونۀ منئ او د سبت ورځ مقدسه ونۀ ساتئ، او لکه د نورو ورځو په شان د سبت په ورځ د سودا پنډونه د يروشلم دروازو ته راؤړئ، نو بيا به زۀ په دې دروازو اور بل کړم. او دا اور به د يروشلم محلونه وسوزوى. او د دې اور لمبې به هيڅوک مړې کولے نۀ شى.“

About ارمیا Chapter 17

Read ارمیا Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ارمیا
Chapter: 17
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ارمیا Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ارمیا Chapter 17?

ارمیا Chapter 17 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ارمیا

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. ارمیا Chapter 5
  4. ارمیا Chapter 27
  5. ارمیا Chapter 44
  6. ارمیا Chapter 35
  7. ارمیا Chapter 16

Explore More from زوړ عهد

  1. یشوع Chapter 22
  2. خروج Chapter 33
  3. زبور Chapter 128
  4. اول سموئیل Chapter 9
  5. پیدایښت Chapter 21
  6. یشوع Chapter 21
  7. پیدایښت Chapter 30

Related Chapters & Readings

  1. خروج Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 9
  3. متی Chapter 1
  4. خروج Chapter 33
  5. زبور Chapter 9
  6. اول تواریخ Chapter 1
  7. زبور Chapter 76
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *