ارمیا Chapter 11

For English

Read ارمیا Chapter 11 Online

Read ارمیا Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ارمیا 11

فصل 11

1. مالِک خُدائ يرمياه ته دا پېغام ورکړو چې،

2. ”تاسو د دې لوظ شرطونو ته غوږ ونيسئ او هغه د يروشلم او يهوداه خلقو ته ووايه کوم چې ما تاسو سره کړے دے.

3. هغوئ ته ووايه چې دا هغه موضوع ده چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لعنت دې وى په هر هغه چا چې د دې لوظ د شرطونو پيروى نۀ کوى.

4. دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.

5. نو زۀ به بيا خپل هغه لوظ پوره کړم کوم چې ما ستاسو د پلار نيکۀ سره کړے وو چې زۀ به هغوئ له هغه زمکه ورکړم چې په کښې د شهد او پئ ډېر تېر دى او په کوم کښې چې تاسو نن اوسېږئ.“ نو بيا ما جواب ورکړو چې، ”آمين، مالِکه خُدايه.“

6. بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې وګرځه. هلته زما ټول پېغامونه هغوئ ته بيان کړه او خلقو ته ووايه چې، د لوظ په شرطونو باندې غور وکړئ، او په هغۀ باندې عمل وکړئ.

7. کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راويستل نو ما بار بار دوئ ته خبردارے ورکړو چې زما تابعدارى وکړئ او تر نن ورځ پورې لګيا يم او هم دا خبردارے ورکوم.

8. بلکې هغوئ نۀ ما ته غوږ ونيولو او نۀ يې زما په خبرو غور وکړلو خو په ځائ د دې هغوئ هر يو د خپل سرکشه زړۀ د خواهشاتو په مطابق ژوند تېرولو. او زما د لوظ د احکامو پيروى يې ونۀ کړه، نو بيا ما هم په هغوئ هغه ټول لعنتونه نازل کړل چې په لوظ کښې يې ذکر شوے دے.“

9. نو دوباره بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د يهوداه او د يروشلم خلقو زما خِلاف سازش جوړ کړے دے.

10. هغوئ د خپل پلار نيکۀ پخوانى د ګناهونو لارو ته رجوع کړې ده، د هغوئ پلار نيکۀ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو او د نورو معبودانو پيروى او عبادت يې شروع کړو. دواړو اِسرائيل او يهوداه هغه لوظ مات کړو کوم چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره کړے وو.

11. نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.

12. نو د يهوداه او د يروشلم خلق به معبودانو له لاړ شى او فرياد به ورته وکړى، چا ته چې هغوئ خوشبويۍ سوزولې. خو هرکله چې افت په دوئ باندې راشى نو په هغه وخت کښې به هغه بُتان دوئ بچ نۀ کړى.

13. اے د يهوداه خلقو وګورئ ستاسو د خپلو ښارونو په تعداد کښې معبودان دى، او د يروشلم د کوڅو په تعداد کښې تاسو شرمناکې ډيرې قربان‌ګاه جوړې کړې دى، چې په کښې د بعل بُت دپاره د خوشبو سوزولو قربانۍ پېش کړئ.

14. اے يرمياه، تۀ د دې خلقو دپاره نۀ ما ته دُعا او نۀ مِنت زارى وکړې، ځکه چې زۀ به دوئ ته په هغه وخت کښې چې کله په تکليف کښې وى غوږ نۀ نيسم.

15. نو بيا تاسو زما کور ته د داخلېدو څۀ حق لرئ چې تاسو بد کارونه وکړل، اے زما محبوب قومه؟ آيا ستاسو د نذرانې او د قربانۍ مقدسې غوښې پېش کول به تاسو د تباهۍ نه بچ کړى څۀ؟ او په حقيقت کښې تاسو په بدعملۍ کولو کښې خوشحاله يئ.

16. ما مالِک خُدائ به په يو وخت کښې تاسو ته د زيتُونو د شنې او ښکلې ونې لقب درکړے وو چې د ښو مېوو نه ډکې وى. خو د سخت او زورَور طوفان په شور کښې به زۀ ستا په پاڼو اور بل کړم، او ستا څانګې به ماتې کړم.

17. ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“

18. نو بيا مالِک خُدائ زۀ د هغوئ د بدو منصوبو نه خبر کړم کومې چې دشمنانو زما خِلاف جوړې کړې وې.

19. زۀ د هغه بې‌ګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“

20. نو بيا ما سوال وکړو چې، ”اے مالِکه خُدايه ربُ الافواجه. تۀ عادل او اِنصاف کوونکے يې، تا ته د هغوئ د زړُونو او سوچونو پته ده، زۀ غواړم چې تۀ زما بدله واخلې او هغه په خپله ووينم، نو اوس ما خپله فېصله تا ته پرېښې ده.“

21. مالِک خُدائ فرمائى، ”د عنتوت خلق غواړى چې تا ووژنى. هغوئ وائى چې تۀ د مالِک خُدائ په نوم نبوت مۀ کوه ګنې تا به مړ کړُو.

22. نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د دوئ په حقله فرمائى، زۀ به هغوئ له سزا ورکړم. د هغوئ ځوانان به په جنګ کښې ووژلے شى، او د هغوئ زامن او لوڼه به د قحط په وجه مړۀ شى.

23. د هغوئ نه به يو هم بچ پاتې نۀ شى ځکه چې زۀ به د عنتوت په خلقو افت رانازل کړم. کله چې د هغوئ د سزا وخت راورسيږى.“

About ارمیا Chapter 11

Read ارمیا Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ارمیا
Chapter: 11
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ارمیا Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ارمیا Chapter 11?

ارمیا Chapter 11 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ارمیا

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. ارمیا Chapter 5
  4. ارمیا Chapter 27
  5. ارمیا Chapter 16
  6. ارمیا Chapter 35
  7. ارمیا Chapter 44

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 4
  2. دوهم پادشاهان Chapter 13
  3. لاویان Chapter 12
  4. هوشع Chapter 1
  5. اول سموئیل Chapter 14
  6. حزقیال Chapter 27
  7. دوهم سموئیل Chapter 6

Related Chapters & Readings

  1. واعظ Chapter 3
  2. مکاشفه Chapter 10
  3. پیدایښت Chapter 11
  4. عبرانیانو ته Chapter 10
  5. لاویان Chapter 1
  6. متی Chapter 9
  7. زبور Chapter 105
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *