کولسیانو ته Chapter 2

For English

Read کولسیانو ته Chapter 2 Online

Read کولسیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of کولسیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of کولسیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

کولسیانو ته 2

فصل 2

1. نو زه غواړم چې تاسو پوه شئ چې زه ستاسو دپاره او د خدای د هغو خلکو دپاره چې په لایودیکیه کې دي او د هغو ټولو دپاره چې تر اوسه پورې یې زما مخ نه دی لیدلی، څومره ډېر زحمت وباسم،

2. ترڅو هغوی زړور شي او د مینې په تار یو د بل سره وګنډل شي او د ارزښت نه ډکې پوهې باندې پوره باور ولري او د خدای په پټ راز چې خپله مسیح دی، پوه شي.

3. په هغه کې د حکمت او پوهې ټولې خزانې پټې دي.

4. زه دا تاسو ته د دې دپاره وایم چې څوک مو په داسې دلیلونو باندې چې په ظاهره معقول ښکاري ونه غولوي.

5. ځکه که څه هم زه په جسماني توګه ستاسو نه لېرې یم، خو په روحاني توګه ستاسو سره یم. زه خوشحاله یم چې تاسو وینم چې په خپل منځ کې په څومره ښه نظم او ترتیب ژوند تېروئ او په مسیح باندې ستاسو ایمان څومره قوي دی.

6. نو لکه څنګه چې تاسو عیسی مسیح د خپل څښتن په توګه قبول کړ، نو د هغه سره په یووالي کې خپل ژوند کوئ.

7. په هغه کې خپلې ریښې وځغلوئ او په هغه باندې خپل ژوند جوړ کړئ. لکه څنګه چې درته تعلیم درکړل شوی دی، په خپل ایمان کې ټینګ اوسئ او ډېره شکرګزاري کوئ.

8. پام کوئ چې څوک مو په پوچو فلسفو سره چې خلک غولوي راګېر نه کړي، ځکه چې دا د انساني رواجونو او د دې دنیا د بدو روحاني قوتونو سره تړلي دي، نه د مسیح سره.

9. ځکه چې مسیح په انساني جسم کې د خدای کامل خوی او فطرت لري

10. او تاسو هم په هغه کې چې د ټولو حکومتونو او د واک خاوندانو سر دی، کامل شوي یئ.

11. تاسو د مسیح سره په یووالي کې سنت شوئ، خو دا سنتېدل د انسان په لاس نه دي شوي، بلکې مسیح تاسو په روحاني توګه سنت کړئ، ترڅو ستاسو نفساني فطرت لېرې شي.

12. کله چې تاسو د تعمید غسل واخیست، نو د مسیح سره ښخ شوئ او ستاسو د ایمان په وسیله د خدای په قدرت سره چې مسیح یې بېرته راژوندی کړ، تاسو هم د هغه سره د مړو نه راپورته شوئ.

13. تاسو یو وخت د خپلو سرغړونو او له دې امله چې په جسماني توګه ناسنته وئ، مړه وئ نو بیا خدای تاسو د مسیح سره یوځای د مړو نه راپورته کړئ او ستاسو ټول ګناهونه یې وبخښل.

14. خدای هغه ټول ثبت شوي تورونه چې د قانون څخه د نافرمانۍ له امله په مونږ لګېدلي وو، پاک کړل. هغه یې په صلیب باندې مېخ کړل او لېرې یې کړل.

15. مسیح حاکمان او د واک خاوندان بې وسلې کړل او هغوی یې د ټولو په مخکې رسوا کړل او د صلیب په وسیله په ټولو باندې بریالی شو.

16. نو له دې امله هېچا ته اجازه مه ورکوئ چې د خوراک څښاک یا د اختر یا د نوې میاشتې او یا د سبت د ورځې د مراعت کولو په هکله په تاسو حکم او قضاوت وکړي.

17. دا شیان یوازې د هغه حقیقت سیوری دی چې راتلونکی دی او دا حقیقت خپله مسیح دی.

18. مه پرېږدئ چې څوک په ظاهري عاجزۍ او د فرښتو په عبادت کولو سره تاسو د اجر او انعام د اخیستلو څخه بې برخې کړي. داسې خلک د رویاګانو د لیدلو په تفصیلي بیان او خپلو انساني فکرونو سره بېځایه غرور کوي.

19. هغوی د مسیح سره چې د ټول بدن سر دی، خپلې اړیکې پریښي دي. د هغه په وسیله ټول بدن قوت اخلي او ټول بندونه او پلې سره یوځای کیږي او لکه څنګه چې خدای یې غواړي، هغه وده کوي.

20. کله چې تاسو د مسیح سره مړه شوئ، نو د دې دنیا د بدو روحاني قدرتونو څخه هم ازاد شوئ، نو بیا ولې داسې ژوند تېروئ چې ګواکې اوس هم د دنیا سره تړاو لرئ؟ ولې داسې مقرراتو ته غاړه ږدئ لکه څنګه چې هغوی وایي:

21. «دا په لاس کې مه اخلئ، دا مه څکئ، دې ته لاس مه وروړئ؟»

22. کله چې دا ټول شیان وکارول شي نو له منځه ځي، ځکه چې دا یوازې انساني حکمونه او تعلیمونه دي.

23. که څه هم دا شیان په هغو عبادتونو کې چې هغوی په خپلو ځانونو باندې منلي دي او ظاهري عاجزي او په ځان سختي راوستل په ظاهره معقول ښکاري، خو په حقیقت کې دا شیان نه شي کولای چې د نفساني غوښتنو مخه ونیسي.

About کولسیانو ته Chapter 2

Read کولسیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of کولسیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: کولسیانو ته
Chapter: 2
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading کولسیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading کولسیانو ته Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is کولسیانو ته Chapter 2?

کولسیانو ته Chapter 2 is part of the Book of کولسیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete کولسیانو ته Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from کولسیانو-ته

  1. کولسیانو ته Chapter 4
  2. کولسیانو ته Chapter 1
  3. کولسیانو ته Chapter 3

Explore More from نوی عهد

  1. غلاطیانو ته Chapter 5
  2. مکاشفه Chapter 5
  3. دوهم پطروس Chapter 2
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
  5. مکاشفه Chapter 16
  6. اعمال رسولان Chapter 13
  7. اول تسالونیکیانو ته Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. تثنیه Chapter 8
  2. ایوب Chapter 16
  3. قاضیان Chapter 2
  4. متلونه Chapter 9
  5. تثنیه Chapter 33
  6. تثنیه Chapter 26
  7. اول سموئیل Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *