Read ایوب Chapter 30 Online
Read ایوب Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 30
فصل 30
1. اوس زما نه کشران هم په ما پورې خندا کوى، او دا هغه کشران دى چې د چا پلاران هم زما د رَمو د سپو برابر نۀ وو.
2. د هغوئ طاقت به ما له څۀ فائده راکړى؟ د هغوئ ټول زور ختم شوے دے.
3. هغوئ دومره غريبانان او اوږى وُو چې د شپې به يې په صحرا کښې د بوټو جرړې خوړلې.
4. هغوئ د صحرا نه بوټى راويستى دى او خوړلى يې دى، د هغوئ خوراک د جاړو بوټو جرړې دى.
5. هغوئ د معاشرې نه شړلے شوى دى، او خلق په هغوئ پسې داسې چغې وهى لکه چې دوئ غلۀ وى.
6. هغوئ د اوچو شوو دريابونو په مېدانونو کښې ژوند تېروى، او د زمکې په غارونو او ګټو کښې اوسيږى.
7. هغوئ د غنو بوټو لاندې غوريږى، او د جاړو بوټو لاندې به راغونډيږى.
8. هغوئ بېغېرته او بېاصله دى، او د مُلک نه شړلے شوى دى.
9. او اوس هغوئ په ما پورې په سندرو کښې خندا کوى، زۀ د هغوئ په سندرو کښې سپک يادېږم.
10. هغوئ زما نه نفرت کوى او هغوئ ما سره هيڅ تعلق نۀ لرى، او ښۀ په زړۀ ورتيا زما په مخ توکاڼى تُوکى.
11. ځکه چې خُدائ پاک زۀ کمزورے او عاجز کړے يم، نو ځکه هغوئ زما ادب نۀ کوى.
12. زما په مخکښې خلق راپاڅى او ومې غورزوى او زما په لار کښې دامونه اچوى.
13. هغوئ زما لار بندوى، او هغوئ زما د تباه کولو دپاره هر څۀ کوى، هغوئ ته پته ده چې زما د تپوس کولو والا څوک نشته.
14. هغوئ په ما باندې د هر طرف نه راشى، کله چې زۀ لاندې يم نو هغوئ په ما باندې راټوپ کړى.
15. اوس زۀ په يره کښې اوسېږم، او زما عزت هوا اوړے دے، او زما مال دولت د وريځو په شان فنا شوے دے.
16. او اوس زما روح زما نه وتلے دے، او د مصيبت په وخت کښې راګېر يم.
17. شپه زما د هډُوکو دپاره د دردونو سبب ګرځى، او چې کوم درد ما خورى په هغې کښې هيڅ کمے نۀ راځى.
18. خپل زورَور لاس سره خُدائ پاک زما جامې نيولې دى، هغۀ زۀ زما د چُوغې د غاړې نه نيولے يم.
19. هغۀ زۀ خټو ته غورزولے يم، او زۀ د خاورو او ايرو په شان شوے يم.
20. زۀ تا ته فرياد کوم او تۀ زما فرياد نۀ اورې، زۀ ستا په وړاندې ودرېږم خو تۀ ما ته ګورې قدرې هم نه.
21. تا ما سره زياتے شروع کړے دے، او د خپل طاقت سره ما له تکليف راکوې.
22. تا زۀ په هوا باندې اوچت کړے يم، او په طوفان کښې دې تباه کړے يم.
23. ما ته پته ده چې تۀ به ما مرګ له بوځې، هغه کور ته کوم چې د ټولو ژوندو دپاره تيار شوے دے.
24. څوک د ضرورتمندو خِلاف کار نۀ کوى، کله چې په يو مصيبت کښې هغوئ د مدد دپاره چغې وهى.
25. څوک چې په تکليف کښې وُو ولې ما د هغوئ دپاره ژړا ونۀ کړه څۀ؟ او زما زړۀ په غريبانانو باندې خفه نۀ وو څۀ؟
26. خو کله چې ما د ښۀوالى لټون وکړو، نو بدوالے راغلو، او کله چې ما د رڼا اِنتظار وکړو، نو تيارۀ راغله.
27. زما زړۀ بېقراره او په تکليف دے، او سخت وخت په ما باندې راغلے دے.
28. زۀ په داسې تيارۀ کښې ګرځم چې رڼا نۀ وى، زۀ د خلقو په مخکښې ودرېږم او د مدد دپاره چغې وهم.
29. زۀ د ګيدړانو ورور يم، او د ګونګا ملګرے يم.
30. زما څرمن توره شى او وغورزيږى، او زما بدن د تبې په وجه سور وى.
31. زما د رڅپرکی ساز په ژړا بدل شوے دے، او زما د شپېلۍ آواز د ژړا نه ډک دے.
About ایوب Chapter 30
Read ایوب Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 30
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 30 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 30?
ایوب Chapter 30 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 30 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 34
- ایوب Chapter 24
- ایوب Chapter 16
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 30
- ایوب Chapter 29
- ایوب Chapter 35
Explore More from زوړ عهد
- اشعیا Chapter 51
- اشعیا Chapter 5
- خروج Chapter 12
- زبور Chapter 12
- پیدایښت Chapter 36
- پیدایښت Chapter 10
- ارمیا Chapter 28