متی Chapter 28

For English

Read متی Chapter 28 Online

Read متی Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متی and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متی 28

فصل 28

1. د سبت ورځ تېره شوه او د یکشنبې سهار وختي ؤ چې مریم مجدلیه او هغه بله مریم د قبر لیدلو ته لاړلې.

2. ناڅاپه یوه سخته زلزله وشوه، ځکه چې د څښتن فرښته له اسمانه راښکته شوه، قبر ته ورغله او هغه تیږه یې بېرته راورغړوله او ورباندې کښېناستله.

3. د هغې مخ د برېښنا په شان ځلېده او کالي یې د واورې په شان سپین وو.

4. ساتونکي له وېرې ولړزېدل او لکه د مړو په شان په ځمکه ولوېدل.

5. خو فرښتو هغو ښځو ته وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځړول شوی ؤ.

6. هغه دلته نشته. لکه څنګه چې هغه خپله ویلي وو، هغه راژوندی شوی دی. راشئ او هغه ځای وګورئ چې هغه په کې پروت ؤ.

7. نو بیا زر لاړې شئ او د هغه شاګردانو ته ووایئ چې عیسی د مړو نه راژوندی شوی دی. ګورئ، هغه ستاسو څخه مخکې جلیل ته ځي او تاسو به یې هلته ووینئ. څه چې مې درته وویل هغه یاد ساتئ.»

8. نو هغوی په بیړه د قبر څخه روانې شوې او په وېرې او ډېرې خوشحالۍ سره په منډه منډه لاړې چې شاګردان خبر کړي.

9. ناڅاپه عیسی د هغوی سره مخامخ شو او ویې ویل: «سلام دې وي په تاسو!» هغوی ورغلې او د هغه په پښو کې پرېوتلې او سجده یې ورته وکړه.

10. بیا عیسی هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ. لاړې شئ او زما ورونو ته ووایئ چې جلیل ته لاړ شي او هلته به ما وویني.»

11. په هغه وخت کې چې ښځې په لاره روانې وې، یو څو عسکره چې د قبر ساتنه یې کوله، ښار ته لاړل او څه چې پېښ شوي وو هغه یې مشرانو کاهنانو ته وویل.

12. کله چې مشرانو کاهنانو د قوم د مشرانو سره لیدنه کتنه وکړه او مشوره یې وکړه او هغوی ساتونکو ته زیات رشوت ورکړ

13. او ورته ویې ویل: «تاسو باید خلکو ته داسې ووایئ، کله چې د شپې مونږ ویده وو نو د هغه شاګردان راغلي او د هغه مړی یې غلا کړی دی.

14. که چېرې دا خبره د والي غوږ ته ورسیږي نو مونږ به هغه ته قناعت ورکړو چې تاسو بې ګناه یئ او نه پرېږدو چې د کومې ستونزې سره مخ شئ.»

15. نو ساتونکو پیسې واخیستې او څه چې ورته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل. یهودیان تر نن ورځې پورې یو بل ته دا کیسه کوي.

16. بیا یوولس شاګردان د جلیل هغه غره ته لاړل چې عیسی ورته ویلي وو چې لاړ شي.

17. کله چې هغوی عیسی ولید نو ورته په سجده شول. خو په هغوی کې ځینې ورباندې شکمن وو.

18. بیا عیسی هغوی ته نژدې ورغی او ورته ویې ویل: «د ځمکې او اسمان ټول واک او اختیار ماته راکړل شوی دی.

19. لاړ شئ او ټول قومونه زما پیروان کړئ او هغوی ته د پلار او زوی او روح القدس په نوم د تعمید غسل ورکړئ.

20. هغوی ته دا تعلیم ورکړئ چې په هغو ټولو حکمونو باندې عمل وکړي چې تاسو ته مې درکړي دي. او په دې باور ولرئ چې زه به تل او د نړۍ تر پایه ستاسو سره مل یم.»

About متی Chapter 28

Read متی Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متی
Chapter: 28
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متی. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متی Chapter 28 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متی Chapter 28?

متی Chapter 28 is part of the Book of متی in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متی Chapter 28 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from متی

  1. متی Chapter 26
  2. متی Chapter 19
  3. متی Chapter 15
  4. متی Chapter 14
  5. متی Chapter 13
  6. متی Chapter 8
  7. متی Chapter 16

Explore More from نوی عهد

  1. اعمال رسولان Chapter 5
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
  3. مرقس Chapter 13
  4. اول یوحنا Chapter 4
  5. رومیانو ته Chapter 7
  6. اول تیموتاوس Chapter 4
  7. متی Chapter 20

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 45
  2. ارمیا Chapter 11
  3. پیدایښت Chapter 11
  4. اشعیا Chapter 64
  5. واعظ Chapter 1
  6. حزقیال Chapter 39
  7. اشعیا Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *