Read لوقا Chapter 10 Online
Read لوقا Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لوقا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لوقا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
لوقا 10
فصل 10
1. له هغې وروسته عیسی نور دوه اویا شاګردان وټاکل او هغوی یې دوه دوه تنه د خپل ځان نه مخکې هر ښار او کلي ته چې غوښتل یې هلته لاړ شي، ولېږل.
2. هغوی ته یې وویل: «فصل ډېر دی خو مزدوران لږ دي، نو تاسو د فصل د خاوند څخه وغواړئ چې د حاصلاتو د راټولولو دپاره نور مزدوران راولېږي.
3. لاړ شئ، خو ګورئ، زه تاسو لکه د وریو په شان د لېوانو منځ ته لېږم.
4. د ځان سره د پیسو کڅوړه یا خورجین او یا څپلۍ مه وړئ. او په لاره کې د چا سره خبرې مه کوئ.
5. کله چې کوم کور ته ننوځئ، نو لومړی داسې ووایئ: ‹په دې کور کې دې سلامتي وي.›
6. که چېرې هلته کوم سوله خوښوونکی کس وي، نو ستاسو سلام به په هغه باندې وي او که نه، نو هغه سلام به بېرته تاسو ته راوګرځي.
7. په هماغه کور کې پاتې شئ او هغوی چې هرڅه درکوي ویې خورئ او ویې وڅښئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی. کور په کور مه ګرځئ.
8. کله چې تاسو کوم ښار ته ننوځئ او هغوی درته هرکلی ووایي، نو څه چې یې ستاسو په مخکې کېښودل هغه وخورئ.
9. د هغه ځای ناروغان روغ کړئ او خلکو ته ووایئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته نژدې شوې ده.
10. خو کله چې تاسو کوم ښار ته ورننوځئ او هغوی درته هرکلی ونه وایي، نو د هغه ښار کوڅو ته ووځئ او ووایئ:
11. ‹مونږ به ستاسو د ښار خاورې هم چې زمونږ په پښو باندې پرېوتې دي وڅنډو او دا به ستاسو په خلاف شاهدي ورکوي. خو په دې پوه شئ چې د خدای پاچاهي نژدې شوې ده.›
12. زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم د خلکو سزا د دې ښار د خلکو د سزا څخه کمه وي.
13. افسوس دې وي په تا ای د خورزین ښاره! افسوس دې وي په تا ای د بیت صیدا ښاره! ځکه که چېرې دا معجزې چې په تاسو کې وښودل شوې، که هغه په صور او صیدون کې ښودل شوې وای نو هغوی به ډېر پخوا د ویر کالي اغوستي وای، په خپلو سرونو باندې به یې ایرې بادولې او توبه به یې ویستلې وای.
14. خو د قیامت په ورځ به د صیدون او صور د خلکو سزا ستاسو د سزا څخه کمه وي.
15. خو ای کپرناحومه! تا غوښتل چې اسمان ته پورته کړای شې؟ خو ته به دوزخ ته وغورځول شې.»
16. عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «څوک چې ستاسو خبرو ته غوږ نیسي، هغوی زما خبرو ته غوږ نیسي. څوک چې تاسې نه مني، هغوی ما نه مني او څوک چې ما نه مني نو هغه څوک نه مني چې زه یې رالېږلی یم.»
17. بیا هغه دوه اویا شاګردان په خوشحالۍ سره بېرته راستانه شول او ویې ویل: «استاذه! حتی پېریان هم ستا د نوم په یادولو سره زمونږ تابع کیږي.»
18. عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ما ولیدل چې شیطان څنګه لکه د برېښنا په شان له اسمانه راوغورځېد.
19. واورئ! ما تاسو ته واک او اختیار درکړی چې ماران او لړمان تر پښو لاندې کړئ او د دښمن ټول قوت مات کړئ. هېڅ شی تاسو ته زیان نه شي رسولی.
20. خو په دې مه خوشحالېږئ چې پېریان تاسو ته تابع کیږي، بلکې په دې خوشحاله اوسئ چې ستاسو نومونه په جنت کې لیکل شوي دي.»
21. په هغه وخت کې عیسی په روح القدس کې خوشحالي وکړه او ویې ویل: «ای پلاره، ای د ځمکې او اسمان څښتنه! زه ستا شکر کوم چې دا خبرې دې د پوهو او هوښیارو خلکو څخه پټې کړې او ناپوهو خلکو ته دې ښکاره کړي دي. هو پلاره، دا ستا رضا وه.
22. زما پلار هرڅه ماته راسپارلي دي. هېڅوک له پلاره پرته زوی نه پېژني او نه څوک پلار بې له زویه پېژني او پرته له هغه چا چې زوی وغواړي ورته ویې ښایي.»
23. کله چې هغوی یوازې وو، نو عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل: «بختورې دي هغه سترګې چې هغه څه ویني چې تاسو یې وینئ.
24. زه تاسو ته وایم چې ډېرو پیغمبرانو او پاچاهانو دا ارمان درلود چې هغه څه وویني چې تاسو یې وینئ، خو ویې نه لیدل او هغه څه واوري چې تاسو یې اورئ، خو هغوی وانه ورېدل.»
25. یوه ورځ د شریعت یو عالم راغی او د عیسی څخه یې د ازمایښت دپاره یو سوال وکړ: «استاذه! زه باید څه وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟»
26. عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «په شریعت کې څه لیکل شوي دي؟ هغه څنګه تعبیروې؟»
27. هغه په ځواب کې وویل: «د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په خپل ټول روح او خپل ټول قوت او ټول عقل سره مینه کوه او د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.»
28. عیسی ورته وویل: «تا سم ځواب ورکړ. همداسې کوه، نو ته به ژوندی اوسې.»
29. خو د دې دپاره چې د شریعت عالم دا وښایي چې هغه په حقه دی، نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «زما ګاونډی څوک دی؟»
30. عیسی داسې ځواب ورکړ: «په یو وخت کې یو سړی د اورشلیم څخه اریحا ته روان ؤ چې په لاره کې داړه مارانو ته په لاس ورغی. غلو هغه سړی لوڅ کړ، ویې واهه او د مرګ په حالت کې یې پرېښود او لاړل.
31. ناڅاپه یو کاهن په هغه لاره تېرېده، کله یې چې هغه سړی ولید، نو خپله لاره یې پرېښوده او ورڅخه تېر شو.
32. همدارنګه یو لاوي چې کله هغه ځای ته راورسېد او هغه سړی یې ولید، نو هغه هم ترې په بله خوا تېر شو او لاړ.
33. خو یو سامري چې په هغه لاره تېرېده هغه ته ورغی او کله یې چې هغه سړی ولیده نو زړه یې ورباندې وسوځېد.
34. هغه ته ورغی، ټپونه یې ورته په الکولو ووینځل او تېل یې ورباندې واچول او پټۍ یې ورباندې کېښودله. بیا یې هغه په خپل خره باندې سپور کړ او یوې مسافرخانې ته یې یووړ او هلته یې ورباندې پام کاوه.
35. سبا سهار هغه د سپینو زرو دوه سکې واخیستې او د مسافرخانې خاوند ته یې ورکړې او ورته ویې ویل: ‹په هغه باندې پام کوه او که نورې پیسې دې ورباندې ولګولې نو کله چې بېرته راغلم هغه به هم درکړم.›»
36. بیا عیسی پوښتنه وکړه: «اوس څه فکر کوې چې په دې درې واړو کې د هغه سړي چې د داړه مارانو لاس ته ورغلی ؤ، ګاونډی څوک دی؟»
37. د شریعت عالم ځواب ورکړ: «هغه څوک چې په هغه باندې یې رحم وکړ.» عیسی ورته وویل: «لاړ شه او ته هم همداسې کوه.»
38. کله چې عیسی او شاګردان یې په خپله لاره روان شول، هغوی یو کلي ته ورسېدل او هلته یوې ښځې چې مرتا نومېدله عیسی په خپل کور کې مېلمه کړ.
39. هغې د مریم په نوم یوه خور درلودله. هغه راغله او د عیسی پښو ته کښېناستله او د هغه خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ.
40. مرتا د ډېرو کارونو له لاسه ستړې او پرېشانه شوه، نو عیسی ته راغله او ورته ویې ویل: «استاذه! ستا دې ته پام نه دی چې ټول کارونه زه کوم او خور مې راسره مرسته نه کوي؟ هغې ته ووایه چې راشي او مرسته راسره وکړي.»
41. عیسی هغې ته په ځواب کې وویل: «مرتا، مرتا! ته د ډېرو شیانو دپاره اندېښنه کوې او ناارامه یې،
42. خو یوازې یو شی ضروري دی. څه چې مریم خوښ کړي دي هغه ښه دي او دا به له هغې څخه وانه خیستل شي.»
About لوقا Chapter 10
Read لوقا Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لوقا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: لوقا
Chapter: 10
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لوقا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading لوقا Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is لوقا Chapter 10?
لوقا Chapter 10 is part of the Book of لوقا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete لوقا Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from لوقا
- لوقا Chapter 14
- لوقا Chapter 4
- لوقا Chapter 22
- لوقا Chapter 9
- لوقا Chapter 5
- لوقا Chapter 21
- لوقا Chapter 10
Explore More from نوی عهد
- رومیانو ته Chapter 4
- اول قرنتیانو ته Chapter 1
- اعمال رسولان Chapter 8
- اول قرنتیانو ته Chapter 8
- مکاشفه Chapter 16
- افسیانو ته Chapter 1
- مکاشفه Chapter 8