افسیانو ته Chapter 3

For English

Read افسیانو ته Chapter 3 Online

Read افسیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of افسیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

افسیانو ته 3

فصل 3

1. په همدې دلیل زه پولوس چې ستاسو غیریهودیانو او د عیسی مسیح په خاطر بندي یم، تاسو دپاره دعا کوم.

2. تاسو به خامخا اورېدلي وي چې خدای د خپل فضل له مخې ماته دا وظیفه راکړې ده چې ستاسو دپاره یې سرته ورسوم.

3. لکه څنګه چې ما تاسو ته مخکې په لنډه توګه ولیکل، دا پټ راز خدای په خپله د الهام په وسیله ماته ښکاره کړ.

4. ما چې تاسو ته څه لیکلي دي، که چېرې تاسو هغه ولولئ نو پوه به شئ چې زه د مسیح د پټ راز څخه خبر یم.

5. دا راز په پخوا زمانو کې انسانانو ته داسې نه ؤ ښکاره شوی لکه څنګه چې اوس د روح القدس په وسیله د خدای سپېڅلو رسولانو او پیغمبرانو ته ښکاره شوی دی.

6. هغه راز دا دی چې غیریهودیان د زېري په وسیله د یهودیانو سره په میراث کې شریک دي، دواړه د یو بدن غړي او په هغې وعدې کې شریک دي چې خدای په عیسی مسیح کې زمونږ سره کړې ده.

7. زه د خدای د فضل د نعمت په وسیله چې ماته یې د خپل قدرت په کارولو سره راکړی دی، د زېري خدمتګار شوم.

8. که څه هم زه د خدای په ټولو خلکو کې کوچنی یم، خو دا فضل یې په ما کړی دی چې زه غیریهودیانو ته د مسیح د بې اندازې شتمنۍ زېری ورکړم

9. او هغه پټه نقشه ټولو خلکو ته ښکاره کړم چې خدای د ټولو شیانو خالق دا راز د ازل نه پټ ساتلی ؤ.

10. د خدای مقصد دا ؤ چې اوس د خپل حکمت مختلف اړخونه د کلیسا په وسیله حاکمانو او د واک خاوندانو ته په اسماني ځایونو کې ښکاره کړي.

11. د دې پټ راز ښکاره کول هغه ابدي مقصد ؤ چې خدای زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله عملي کړ.

12. نو مونږ په مسیح کې او په هغه باندې د ایمان په وسیله په زړورتیا او باور سره کولای شو چې د خدای حضور ته ورشو.

13. نو زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې زما د کړاوونو په خاطر چې ستاسو دپاره یې تېروم مه بې زړه کېږئ، ځکه چې دا ستاسو د سرلوړۍ سبب کیږي.

14. په همدې دلیل زه د پلار په مخکې په ګونډو کېږم،

15. د هغه چا په مخکې چې هره کورنۍ په اسمان او ځمکه کې خپل نوم د هغه څخه اخلي.

16. زه دعا کوم چې هغه تاسو ته د خپل لوی جلال له مخې هغه قوت درکړي چې تاسو په خپل باطن کې د هغه د روح په وسیله قوي شئ.

17. همدارنګه زه دعا کوم چې ستاسو د ایمان په وسیله مسیح ستاسو په زړونو کې واوسیږي. زه دعا کوم چې د خدای مینه په تاسو کې ریښې وځغلوي او د مینې په بنیاد ودان شئ،

18. ترڅو تاسو د خدای د ټولو خلکو سره یوځای دا توان ولرئ چې په دې پوه شئ چې د مسیح مینه څومره پراخه، اوږده، اوچته او ژوره ده

19. ترڅو د مسیح هغه مینه وپېژنئ چې د پوهې نه بهر ده، ترڅو تاسو په پوره توګه د خدای د کامل فطرت او خوی نه ډک شئ.

20. جلال دې وي هغه چاته چې په خپل قدرت سره کولای شي د هغه څه نه چې مونږ ډېر زیات غواړو او ګومان یې کوو چې په مونږ کې زیات کار کوي.

21. هغه ته دې په کلیسا او په عیسی مسیح کې تل ترتله په ټولو نسلونو کې جلال وي. امین.

About افسیانو ته Chapter 3

Read افسیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: افسیانو ته
Chapter: 3
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading افسیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading افسیانو ته Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is افسیانو ته Chapter 3?

افسیانو ته Chapter 3 is part of the Book of افسیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete افسیانو ته Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from افسیانو-ته

  1. افسیانو ته Chapter 1
  2. افسیانو ته Chapter 6
  3. افسیانو ته Chapter 5
  4. افسیانو ته Chapter 2
  5. افسیانو ته Chapter 4

Explore More from نوی عهد

  1. متی Chapter 7
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 2
  3. مکاشفه Chapter 9
  4. اعمال رسولان Chapter 3
  5. لوقا Chapter 15
  6. رومیانو ته Chapter 12
  7. لوقا Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 30
  2. اول تیموتاوس Chapter 1
  3. زبور Chapter 3
  4. دوهم تواریخ Chapter 36
  5. پیدایښت Chapter 21
  6. قاضیان Chapter 12
  7. یعقوب Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *