Read اول یوحنا Chapter 5 Online
Read اول یوحنا Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول یوحنا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول یوحنا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول یوحنا 5
فصل 5
1. هرڅوک چې په دې باندې ایمان لري چې عیسی هماغه مسیح دی، نو هغه د خدای اولاد دی او په هرچا باندې چې پلار ګران وي نو د هغه اولاد به هم ورباندې ګران وي.
2. که چېرې مونږ د خدای سره مینه ولرو او د هغه په حکمونو باندې عمل وکړو نو بیا مونږ پوهېږو چې د خدای د اولادونو سره مینه کوو.
3. دا د خدای سره مینه ده چې د هغه په حکمونو باندې عمل وکړو. د هغه حکمونه سخت نه دي،
4. ځکه چې د خدای هر اولاد کولای شي چې په نړۍ باندې بری ومومي او دا بری زمونږ د ایمان په وسیله تر لاسه کیږي.
5. هغه څوک دی چې په نړۍ باندې بری مومي؟ یوازې هغه څوک چې په دې ایمان لري چې عیسی د خدای زوی دی.
6. عیسی مسیح هغه څوک دی چې د اوبو د تعمید او د خپلې وینې په تویولو سره راغی. هغه یوازې د اوبو سره نه بلکې د اوبو او وینو دواړو سره راغی. او روح القدس د دې شاهدي ورکوي، ځکه چې روح القدس حقیقت دی.
7. نو درې شاهدان شته:
8. یعنې روح القدس، اوبه او وینه، او درې واړه سره یو دي.
9. څرنګه چې مونږ د انسان شاهدي قبلوو، نو د خدای شاهدي ډېره قوي ده او دا هغه شاهدي ده چې هغه د خپل زوی په هکله ورکړې ده.
10. هرڅوک چې د خدای په زوی باندې ایمان لري نو دا شاهدي به د هغه په زړه کې وي. خو څوک چې په خدای ایمان نه لري نو هغه خدای دروغجن ګڼي، ځکه چې هغه د خدای په شاهدۍ باندې چې د خپل زوی په هکله یې ورکړې ده، ایمان نه لري.
11. هغه شاهدي دا ده: خدای مونږ ته تلپاتې ژوندون راکړی دی او دا ژوندون د هغه په زوی کې دی.
12. د هرچا سره چې د خدای زوی وي نو هغه تلپاتې ژوندون لري او د چا سره چې د خدای زوی نه وي نو هغه تلپاتې ژوندون نه لري.
13. دا خبرې مې تاسو ته چې د خدای د زوی په نوم ایمان لرئ، ولیکلې چې په دې پوه شئ چې تلپاتې ژوندون لرئ.
14. او دا هغه اعتماد دی چې مونږ یې په خدای لرو چې که د هغه نه کوم څه چې د هغه د رضا سره برابر وي وغواړو نو هغه به یې اوري.
15. که چېرې مونږ په دې پوهېږو چې کله چې د هغه نه هرڅه وغواړو نو هغه یې اوري، نو په دې باندې هم باید پوه شو چې که هرڅه د هغه څخه وغواړو نو مونږ ته یې راکوي.
16. که چېرې څوک خپل ورور په داسې ګناه کولو وویني چې پایله یې مرګ نه وي، نو د هغه دپاره دې خدای ته دعا وکړي او خدای به ورته ژوند ورکړي، یعنې هغه چاته چې داسې ګناه یې نه ده کړې چې انجام یې مرګ وي. خو داسې ګناه هم شته چې انجام یې مرګ دی او زه دا نه وایم چې تاسو د هغه دپاره دعا وکړئ.
17. ټول بد کارونه ګناه ده، خو داسې ګناه هم شته چې انجام یې مرګ نه وي.
18. مونږ پوهېږو چې د خدای اولادونه د ګناه کولو عادت نه لري، ځکه چې د خدای زوی د هغوی ساتنه کوي او شیطان ورته زیان نه شي رسولی.
19. مونږ پوهېږو چې د خدای یو، او نوره ټوله نړۍ د شیطان د لاس لاندې ده.
20. مونږ پوهېږو چې د خدای زوی راغلی دی او مونږ ته یې پوهه راکړه چې رښتینی خدای وپېژنو. مونږ د رښتیني خدای او د هغه د زوی عیسی مسیح سره ملګرتیا لرو. هغه رښتینی خدای او تلپاتې ژوندون دی.
21. ګرانو بچیانو، خپل ځانونه د بتانو نه لېرې وساتئ.
About اول یوحنا Chapter 5
Read اول یوحنا Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول یوحنا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول یوحنا
Chapter: 5
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول یوحنا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول یوحنا Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول یوحنا Chapter 5?
اول یوحنا Chapter 5 is part of the Book of اول یوحنا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول یوحنا Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-یوحنا
- اول یوحنا Chapter 2
- اول یوحنا Chapter 4
- اول یوحنا Chapter 1
- اول یوحنا Chapter 3
- اول یوحنا Chapter 5
- اول یوحنا Chapter 4
- اول یوحنا Chapter 3
Explore More from نوی عهد
- مرقس Chapter 14
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 5
- متی Chapter 8
- مرقس Chapter 11
- مرقس Chapter 1
- متی Chapter 1
- متی Chapter 13