غلاطیانو ته Chapter 6

For English

Read غلاطیانو ته Chapter 6 Online

Read غلاطیانو ته Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of غلاطیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of غلاطیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

غلاطیانو ته 6

فصل 6

1. ای خویندو او ورونو! که چېرې څوک په کومې ګناه کې راګېر شي، نو تاسو چې روحاني خلک یئ، هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته راوګرځوئ. په خپلو ځانونو باندې پام کوئ، که نه، نو تاسو به هم وسوسه شئ.

2. یو د بل سره د بار په وړلو کې مرسته کوئ، نو په دې ډول به تاسو د مسیح شریعت پوره کړئ.

3. که چېرې څوک خپل ځان لوی ګڼي او په حقیقت کې هغه هېڅ هم نه وي، نو هغه خپل ځان غولوي.

4. هرڅوک دې خپل عمل په خپله وازمایي. که چېرې ښه وي نو بیا کولای شي په خپل ځان فخر وکړي، خو خپل ځان د نورو سره مه پرتله کوئ.

5. ځکه چې هرڅوک باید خپل کار په خپله سرته ورسوي.

6. څوک چې د خدای کلام زده کوي، نو په خپلو ټولو ښو شیانو کې دې خپل ښوونکی شریکوي.

7. مه بې لارې کېږئ، هېڅوک نه شي کولای چې خدای وغولوي، ځکه څوک چې څه کري هغه به رېبي.

8. خو څوک چې د خپلو نفساني غوښتنو په کرونده کې کوم څه وکري، نو د هغه څخه به د مرګ حاصل راټول کړي او څوک چې د روح القدس د خوشحالولو دپاره کوم څه وکري، نو د هغه روح القدس څخه به د تلپاتې ژوندون حاصل راټول کړي.

9. نو مونږ باید په ښه کار کولو ستړي نه شو او د دې کارونو څخه لاس وانخلو، نو په سم وخت به خپل حاصل راټول کړو.

10. نو ترڅو پورې چې زمونږ سره موقعه وي، باید د هرچا سره نېکي وکړو او په ځانګړې توګه د هغوی سره چې د ایماندارانو په یوه کورنۍ کې زمونږ سره شریک دي.

11. وګورئ، زه تاسو ته په خپل لاس په څومره غټو ټکو سره لیکم.

12. کوم خلک چې تاسو په سنتولو مجبوروي، دا هغه خلک دي چې د نورو په مخکې خپل ځانونه داسې ښایي چې دوی ښه خلک دي. ځکه دوی نه غواړي چې د مسیح د صلیب په خاطر وځورول شي.

13. ځکه حتی هغه خلک چې سنت شوي دي، هغوی په خپله په شریعت باندې عمل نه کوي، خو هغوی ستاسو سنتېدل د دې دپاره غواړي چې ستاسو په دې کار هغوی فخر وکړي.

14. خو خدای دې نه کړي چې زه دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د صلیب څخه پرته په کوم بل شي باندې فخر وکړم. ځکه چې د هغه د صلیب په وسیله نړۍ زما دپاره مړه شوه او زه د نړۍ دپاره.

15. ځکه چې سنتېدل یا نه سنتېدل کومه مهمه خبره نه ده، بلکې نوی پیدایښت مهم دی.

16. سلامتي او رحم دې وي په هغه چا باندې چې د دې قانون سره سم ژوند تېروي او هم د خدای په ټولو حقیقي اسراییلو باندې.

17. له دې نه وروسته دې هېڅوک ما نه په تکلیفوي، ځکه زما په بدن چې کوم داغونه دي د هغې نه معلومیږي چې زه د عیسی یم.

18. ای خویندو او ورونو! په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي. امین.

About غلاطیانو ته Chapter 6

Read غلاطیانو ته Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of غلاطیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: غلاطیانو ته
Chapter: 6
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading غلاطیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading غلاطیانو ته Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is غلاطیانو ته Chapter 6?

غلاطیانو ته Chapter 6 is part of the Book of غلاطیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete غلاطیانو ته Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from غلاطیانو-ته

  1. غلاطیانو ته Chapter 1
  2. غلاطیانو ته Chapter 5
  3. غلاطیانو ته Chapter 3
  4. غلاطیانو ته Chapter 4
  5. غلاطیانو ته Chapter 2

Explore More from نوی عهد

  1. متی Chapter 22
  2. اول یوحنا Chapter 3
  3. مرقس Chapter 4
  4. دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3
  5. یوحنا Chapter 6
  6. مکاشفه Chapter 13
  7. مکاشفه Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 29
  2. زبور Chapter 58
  3. شمېر Chapter 1
  4. ایوب Chapter 25
  5. قاضیان Chapter 6
  6. ایوب Chapter 14
  7. خروج Chapter 12
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *