Read رومیانو ته Chapter 2 Online
Read رومیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
رومیانو ته 2
فصل 2
1. نو له دې امله ای انسانه، ته څوک یې چې د نورو په هکله قضاوت کوې؟ ته چې هرڅوک یې، تا سره هېڅ عذر نشته، ځکه کله چې ته د نورو په هکله قضاوت کوې او بیا په خپله هماغه کار کوې چې هغوی یې کوي، نو په خپله خپل ځان ملامتوې.
2. مونږ پوهېږو کله چې خدای د هغو خلکو په هکله چې داسې کارونه کوي، قضاوت کوي، نو هغه په حقه دی.
3. خو ای انسانه، ته چې د نورو په هکله قضاوت کوې او په خپله هماغه کارونه کوې، ایا ګومان کوې چې د خدای د قضاوت نه به وتښتې؟
4. یا دا چې د خدای ډېرې زیاتې مهربانۍ، زغم او صبر ته په سپکه سترګه ګورې؟ ایا په دې نه پوهېږې چې د خدای د مهربانۍ مقصد دا دی چې هغه تاته وښايي چې ته توبه وباسې؟
5. خو دا چې ته سرزوری یې او د خپلو ګناهونو نه لاس نه اخلې، نو ته خپله سزا په هغه ورځ چې کله د خدای غضب او عادلانه قضاوت ښکاره شي، نوره هم زیاتوې.
6. خدای به هرچا ته د هغه د عملونو له مخې چې کړي یې دي، بدل ورکړي.
7. کوم خلک چې په صبر او زغم سره ښه کارونه کوي او د جلال، عزت او نه فناکېدونکي ژوند په لټه کې دي، نو هغوی ته به خدای تلپاتې ژوندون ورکړي.
8. خو کوم خلک چې ځان خوښوونکي دي، حقیقت نه مني او بدو کارونو پسې ګرځي، نو په هغوی باندې به خدای خپل قهر او غضب نازل کړي.
9. د هغو خلکو دپاره به چې بد کارونه کوي، مصیبت او کړاوونه وي، لومړی د یهودیانو دپاره او بیا د غیریهودیانو دپاره.
10. خو خدای به هغو ټولو خلکو ته چې ښه کارونه کوي، جلال، عزت او سوله ورکړي، لومړی یهودیانو ته او بیا غیریهودیانو ته.
11. ځکه چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.
12. هغه ټول خلک چې د موسی شریعت نه لري او ګناه کوي، نو هغوی به بې له شریعته له منځه ځي او د یهودیانو سره چې شریعت شته او ګناه کوي، نو د هغوی سره به د شریعت له مخې قضاوت کیږي.
13. ځکه چې یوازې د شریعت په اورېدلو سره هېڅوک د خدای په نظر کې عادل نه ګڼل کیږي، بلکې د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره عادل ګڼل کیږي.
14. کله چې غیریهودیان چې شریعت نه لري په طبیعي توګه د شریعت په حکمونو باندې عمل کوي، نو د هغوی شریعت په خپله هغوی دي، که څه هم هغوی د موسی شریعت نه لري.
15. د هغوی عملونه دا ښکاره کوي چې د شریعت حکمونه د هغوی په زړونو کې لیکل شوي دي. د هغوی وجدان د دې شاهدي ورکوي، ځکه چې د هغوی خیالونه یا هغوی ملامتوي او یا د هغوی څخه دفاع کوي.
16. نو د هغه زېري له مخې چې زه یې ورکوم، دا کار به په هغه ورځ وشي کله چې خدای د عیسی مسیح په وسیله د ټولو انسانانو د پټو خیالونو په هکله قضاوت کوي.
17. خو ته خپل ځان ته یهودي وایې او په شریعت باندې ولاړ یې او د خدای سره په اړیکو لرلو باندې فخر کوې.
18. ته د خدای په ارادې باندې پوهېږې او د شریعت څخه دې دا زده کړي دي چې هر څه چې ښه دي غوره کړې،
19. او په دې یقین لرې چې د ړندو دپاره لارښوونکی یې او د هغو خلکو دپاره رڼا یې کوم چې په تیاره کې دي،
20. د ناپوهه خلکو استاذ او د ماشومانو ښوونکی یې. ته د شریعت خاوند یې چې په هغه کې په پوره توګه پوهه او حقیقت شته.
21. نو بیا ته چې نورو ته تعلیم ورکوې، ولې خپل ځان ته تعلیم نه ورکوې؟ ته نورو ته وعظ کوې چې غلا مه کوئ، ایا ته په خپله غلا نه کوې؟
22. ته وایې چې زنا مه کوئ، ایا ته په خپله زنا نه کوې؟ ته چې د بتانو څخه بد وړې، ایا ته بتخانې نه لوټ کوې؟
23. ته چې په شریعت فخر کوې، ایا ته د شریعت په ماتولو سره د خدای بې عزتي نه کوې؟
24. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ستاسو یهودیانو له امله غیریهودیان د خدای په هکله سپکې خبرې کوي.»
25. که چېرې ته په شریعت باندې عمل وکړې، نو سنت کېدل ارزښت لري، خو که ته د شریعت نه سرغړونه کوې، نو هغه به داسې وي لکه چې ته بالکل سنت شوی نه یې.
26. نو که چېرې یو غیریهودي چې سنت شوی نه دی او د شریعت په حکمونو باندې عمل کوي، ایا خدای به هغه سنت شوی ونه ګڼي؟
27. او یو څوک چې په جسماني توګه سنت شوی نه دی خو د خدای په حکمونو باندې عمل کوي، نو هغه به تا خپله په هغه شریعت باندې چې درسره موجود دی او سنت شوی هم یې خو په شریعت باندې عمل نه کوې، ملامته کړي.
28. ځکه چې رښتینی یهودي هغه نه دی چې یوازې په ظاهره یهودي وي او که چېرې څوک سنت شوی وي، نو معنی یې دا نه ده چې هغه رښتینی یهودي دی.
29. بلکې رښتینی یهودي هغه دی چې په باطن کې یهودي وي، او رښتینی سنت کېدل د زړه سنت کېدل دي. دا د خدای د روح کار دی، نه د لیکل شوي شریعت کار. د داسې کس صفت د خدای له خوا کیږي، نه د انسان له خوا.
About رومیانو ته Chapter 2
Read رومیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: رومیانو ته
Chapter: 2
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading رومیانو ته Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is رومیانو ته Chapter 2?
رومیانو ته Chapter 2 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from رومیانو-ته
- رومیانو ته Chapter 7
- رومیانو ته Chapter 14
- رومیانو ته Chapter 10
- رومیانو ته Chapter 3
- رومیانو ته Chapter 1
- رومیانو ته Chapter 6
- رومیانو ته Chapter 8
Explore More from نوی عهد
- اول قرنتیانو ته Chapter 13
- یوحنا Chapter 21
- اول قرنتیانو ته Chapter 6
- یوحنا Chapter 11
- فلیمون Chapter 1
- اعمال رسولان Chapter 20
- متی Chapter 14