Read عبرانیانو ته Chapter 6 Online
Read عبرانیانو ته Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبرانیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
عبرانیانو ته 6
فصل 6
1. نو راځئ چې د مسیح په هکله لومړنی تعلیم پرېږدو او د کاملتوب خواته لاړ شو. د دې اړتیا نشته چې مونږ دې بیا بیا هغه لومړني تعلیمونه تکرار کړو لکه د بدو کارونو نه توبه ویستل او په خدای باندې ایمان راوړل،
2. د تعمید د غسلونو تعلیم او په سر د لاس ایښودلو تعلیم، د مړو نه د بیا راژوندي کېدلو او تلپاتې قضاوت په هکله تعلیم.
3. که د خدای رضا وي نو مونږ به همدا کارونه کوو.
4. ځکه په هغوی باندې چې یوځل د خدای د نور رڼایي راغلې ده، د اسماني نعمتونو خوند یې څکلی دی او په روح القدس کې شریک شوي دي،
5. د خدای د کلام ښه والی او د راتلونکې زمانې قدرتونه یې تجربه کړي دي
6. او که د خدای د لارې څخه وګرځي، نو دا ناشونې ده چې هغوی به بېرته توبې ویستلو ته جوړ کړای شي، ځکه چې هغوی یوځل بیا د خدای زوی په صلیب باندې مېخ کوي او د خلکو په مخکې یې شرموي.
7. هغه ځمکه چې باران ورباندې وریږي او هغه جذب کړي او د کرونکو دپاره ګټور حاصل ورکړي، نو د خدای له خوا برکت مومي.
8. خو که هغه ځمکه اغزي او هرزه بوټي شنه کوي، نو دا بې ګټې ځمکه ده او زر به د خدای لعنت پرې وشي او په پای کې به هغه وسوځول شي.
9. ګرانو ملګرو! سره له دې چې مونږ داسې خبرې کوو، خو ستاسو په هکله مونږ ډاډمن یو چې د خلاصون سره یوځای به د ډېرو ښو برکتونو څخه برخمن شئ.
10. خدای بې انصافه نه دی. هغه به ستاسو کار او هغه مینه هېره نه کړي چې د هغه د نوم سره مو د هغه خلکو ته په خدمت کولو سره چې اوس یې هم کوئ ښودلې ده.
11. مونږ ستاسو هر یو څخه ډېر غواړو چې همدا لېوالتیا تر اخره وساتئ، ترڅو ستاسو هیله چې د کوم شي دپاره یې لرئ، هغه پوره شي.
12. مونږ نه غواړو چې تاسو دې لټان اوسئ، بلکې غواړو چې د هغو خلکو د مثال څخه پیروي وکړئ چې د ایمان او صبر په وسیله هغه څه تر لاسه کړي چې خدای یې وعده کړې ده.
13. کله چې خدای د ابراهیم سره وعده وکړه، نو په خپل نوم یې قسم وخوړ، ځکه چې د هغه څخه بل څوک لوی نه ؤ چې د هغه په نوم یې قسم خوړلی وای.
14. هغه وویل: «زه به په رښتیا سره تاته برکت درکړم او ستا اولادونه به زیات کړم.»
15. نو ابراهیم په صبر سره انتظار وکړ او هغه څه یې تر لاسه کړ چې خدای ورسره وعده کړې وه.
16. کله چې انسانان قسم خوري، نو د خپل ځان څخه په لوی شي قسم خوري او همدا قسم د شخړو د پای ته رسېدلو سبب ګرځي.
17. همدارنګه خدای غوښتل چې په روښانه ډول هغو خلکو ته چې وعده یې ورسره کړې وه دا وښایي چې د هغه اراده نه بدلېدونکې ده، نو هغه یې د قسم په خوړلو سره تایید کړه.
18. دلته دا دوه شیان دي چې نه بدلېدونکي دي، ځکه چې دا ناشونې ده چې خدای د هغو په هکله دروغ ووایي. نو مونږ چې هغه ته پناه وړې ده په ډېرې زړورتیا سره هغه هیله ټینګه ساتو چې زمونږ په وړاندې موجود دی.
19. دا هیله چې مونږ یې لرو هغه زمونږ د ځانونو دپاره د یو قوي لنګر په شان دی. او دا داسې قوي او خوندي هیله ده چې مونږ د خدای د کور د پردې له لارې دننه مقدس ځای ته رسوي،
20. یعنې هغه ځای ته چې عیسی زمونږ نه مخکې زمونږ دپاره هلته لاړ او د تل دپاره د ملک صدق په شان لوی کاهن شو.
About عبرانیانو ته Chapter 6
Read عبرانیانو ته Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: عبرانیانو ته
Chapter: 6
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبرانیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading عبرانیانو ته Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is عبرانیانو ته Chapter 6?
عبرانیانو ته Chapter 6 is part of the Book of عبرانیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete عبرانیانو ته Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from عبرانیانو-ته
- عبرانیانو ته Chapter 10
- عبرانیانو ته Chapter 7
- عبرانیانو ته Chapter 12
- عبرانیانو ته Chapter 5
- عبرانیانو ته Chapter 9
- عبرانیانو ته Chapter 1
- عبرانیانو ته Chapter 11
Explore More from نوی عهد
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 1
- اول پطروس Chapter 3
- اول تیموتاوس Chapter 1
- فلیپیانو ته Chapter 1
- مکاشفه Chapter 8
- عبرانیانو ته Chapter 13
- غلاطیانو ته Chapter 2