عبرانیانو ته Chapter 12

For English

Read عبرانیانو ته Chapter 12 Online

Read عبرانیانو ته Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبرانیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

عبرانیانو ته 12

فصل 12

1. نو اوس چې د شاهدانو دومره لویه ګڼه ګوڼه زمونږ څخه راچاپېره ده، نو راځئ چې هر اضافي بار یعنې هره ګناه چې په اسانۍ سره مو راګېروي، د خپل ځان نه لېرې کړو او په صبر او زغم سره په هغې سیالۍ کې منډه ووهو چې زمونږ په وړاندې پرته ده.

2. خپلې سترګې د عیسی یعنې زمونږ د ایمان د بنیاد ایښودونکي او کامل کوونکي خواته ونیسو. هغه په صلیب باندې د مېخ کېدلو شرم وزغملو خو شرم یې مهم ونه ګڼلو، ځکه چې په دې پوهېده چې په دې کار سره به هغه په راتلونکي کې خوشحاله وي او اوس هغه د خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی.

3. د هغه په هکله فکر وکړئ چې د ګناهکارانو له خوا د څومره مخالفتونو سره مخ شو، نو خپله حوصله له لاسه مه ورکوئ او بې زړه کېږئ مه.

4. تاسو لا تر اوسه د ګناه په خلاف جنګ کې تر دې حده نه یئ رسېدلي چې وینه مو په کې توی شوې وي.

5. ایا تاسو دا هېر کړي دي چې خدای درته لکه د خپلو اولادونو په شان نصیحت کوي:زما زویه، کله چې څښتن تا اصلاح کوي، نو هغه سپک مه ګڼه.او کله چې هغه تا رټي، نو ناامیده کېږئ مه،

6. ځکه څښتن چې د چا سره مینه کوي هغه اصلاح کوياو هغه چاته سزا ورکوي چې د خپل زوی په توګه یې قبلوي.

7. تاسو اصلاح وزغمئ، ځکه چې دا زغم دا ښایي چې خدای تاسو سره د خپلو اولادونو په شان سلوک کوي. ایا تاسو کله داسې اولاد لیدلی دی چې د خپل پلار له خوا اصلاح شوی نه وي؟

8. نو که چېرې تاسو د هغه د نورو اولادونو په شان اصلاح نه شئ، نو دا په دې معنی ده چې تاسو د هغه رښتیني اولادونه نه یئ، بلکې حرامیان یئ.

9. برسېره پر دې، مونږ ټول پلرونه درلودل چې مونږ یې اصلاح کولو او مونږ د هغوی درناوی کاوه. نو مونږ به د دې نه څومره زیاته د هغه چا تابعداري وکړو چې زمونږ روحاني پلار دی او مونږ ته ژوند راکوي.

10. زمونږ دنیاوي پلرونه لکه څنګه چې هغوی ته ښه ښکاري، مونږ اصلاح کړي یو، خو د خدای اصلاح زمونږ د ښېګڼې دپاره ده، ترڅو مونږ د هغه په پاکوالي کې شریک شو.

11. هره اصلاح په خپل وخت کې خوشحالوونکې او خوندوره نه وي بلکې دردناکه وي، خو وروسته بیا د هغو خلکو دپاره چې په دې ډول روزل شوي دي، د یو رښتیني ژوند د ارامۍ یوه مېوه وي.

12. نو له دې امله خپل ناتوانه لاسونه او کمزورې پښې قوي کړئ.

13. د خپلو قدمونو دپاره لاره سمه کړئ، ترڅو په تاسو کې د ځینو ګوډې پښې کمزورې او ناتوانه نه شي بلکې روغې شي.

14. کوښښ وکړئ چې د هر چا سره په سوله او سلامتۍ کې ژوند وکړئ او پاک او سپېڅلي اوسئ، ځکه چې د هغه پرته به هېڅوک څښتن ونه ویني.

15. پام کوئ، هسې نه چې په تاسو کې څوک د خدای د فضل نه بې برخې شي او ستاسو په منځ کې کوم څوک ترخې او زهرجنې ریښې وځغلوي چې د تکلیف سبب شي او د هغه له امله ډېر خلک فاسد شي

16. او ګورئ چې په تاسو کې دې څوک زناکار یا د عیسو په شان بې دینه نه شي چې د یوې مړۍ ډوډۍ دپاره یې د خپل مشرتوب حق خرڅ کړ.

17. نو تاسو پوهېږئ سره له دې چې وروسته هغه غوښتل چې هغه د برکت میراث تر لاسه کړي، خو هغه رد شو، ځکه چې د هغه دپاره د توبې ویستلو موقعه پیدا نه شوه، که څه هم هغه د اوښکو په تویولو سره د هغه برکت په لټه کې ؤ.

18. تاسو لکه د اسراییلو د خلکو په شان د موسی په وخت کې د سینا غره ته چې د اور لمبې، سخته تیاره او توفان ؤ، راغلي نه یئ.

19. کله چې خلکو د سرني او یو ډېر وېروونکی اواز واورېد، نو زارۍ یې وکړې چې خدای دې نور زمونږ سره خبرې ونه کړي.

20. ځکه چې هغوی د خدای دا حکم ونه شو زغملی چې وایي: «که چېرې یو حیوان هم په دې غره باندې پښه کېږدي، نو هغه باید سنګسار شي.»

21. هغه منظره دومره وېروونکې وه چې موسی وویل: «زه د وېرې نه رپېږم.»

22. خو تاسو د صهیون غره او د ژوندي خدای ښار یعنې اسماني اورشلیم ته چې بې شمېره فرښتې په کې خوشحالي کوي، راغلي یئ.

23. تاسو د خدای د لومړني زېږول شویو اولادونو غونډې ته چې نومونه یې په جنت کې لیکل شوي دي، راغلي یئ. تاسو خدای ته چې د ټولو قاضي دی او د نېکانو روحونو ته چې کامل شوي دي، راغلي یئ.

24. تاسو عیسی ته چې د خدای او خلکو ترمنځ د نوي لوظ منځګړی دی او د هغه وینه د هابیل د وینې نه ډېرې ښې خبرې کوي، راغلي یئ.

25. نو پام کوئ چې د هغه چا نه انکار ونه کړئ چې تاسو ته خبرې کوي. کله چې خلکو د هغه د اطاعت کولو نه انکار وکړ چې د ځمکې نه یې هغوی ته خبرې کولې او تېښته یې ونه کړه، نو که تاسو د هغه چا نه انکار وکړئ چې د اسمان نه ستاسو سره خبرې کوي، نو داسې فکر کوئ چې تاسو کولای شئ وتښتئ؟

26. په هغه وخت کې د خدای اواز ځمکه ولړزوله، خو اوس هغه وعده کړې ده: «یوځل بیا به زه یوازې ځمکه نه بلکې اسمان هم ولړزوم.»

27. د هغه دا خبره یعنې «یوځل بیا» دې ته اشاره کوي چې هغه شیان چې خلق شوي دي هغه به ولړزول شي ترڅو نه لړزېدونکي شیان پاتې شي.

28. نو راځئ چې د هغې ټینګې ولاړې پاچاهۍ په خاطر چې خدای یې مونږ ته راکوي، شکرګزاري وکړو او په درناوي او وېرې سره داسې عبادت وکړو چې هغه ته د منلو وړ وي.

29. ځکه چې زمونږ خدای تباه کوونکی اور دی.

About عبرانیانو ته Chapter 12

Read عبرانیانو ته Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عبرانیانو ته
Chapter: 12
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبرانیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عبرانیانو ته Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عبرانیانو ته Chapter 12?

عبرانیانو ته Chapter 12 is part of the Book of عبرانیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عبرانیانو ته Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from عبرانیانو-ته

  1. عبرانیانو ته Chapter 10
  2. عبرانیانو ته Chapter 6
  3. عبرانیانو ته Chapter 7
  4. عبرانیانو ته Chapter 5
  5. عبرانیانو ته Chapter 9
  6. عبرانیانو ته Chapter 11
  7. عبرانیانو ته Chapter 1

Explore More from نوی عهد

  1. مرقس Chapter 11
  2. دوهم تیموتاوس Chapter 3
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 3
  4. لوقا Chapter 14
  5. رومیانو ته Chapter 11
  6. اعمال رسولان Chapter 18
  7. یعقوب Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. اول تیموتاوس Chapter 1
  2. زبور Chapter 47
  3. نحمیا Chapter 10
  4. واعظ Chapter 12
  5. ارمیا Chapter 22
  6. اول تواریخ Chapter 27
  7. اول پادشاهان Chapter 10
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *