عبرانیانو ته Chapter 4

For English

Read عبرانیانو ته Chapter 4 Online

Read عبرانیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبرانیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عبرانیانو ته 4

فصل 4

1. څرنګه چې د خدای ارامۍ ته د وردننه کېدلو په هکله د هغه وعده لا تر اوسه په خپل حال پاتې ده، نو باید پام وکړو، هسې نه چې په تاسو کې کوم څوک هغې ته په رسېدلو کې ناکام شوی وي.

2. دا زېری چې مونږ واورېد، هغوی هم اورېدلی ؤ، خو هغه پیغام چې هغوی واورېد، هغوی ته یې ګټه ونه رسوله، ځکه چې هغه یې په ایماندارۍ سره قبول نه کړ.

3. خو مونږ چې ایمان لرو، کولای شو د هغه ارامۍ ته ورننوځو. خو د دې نورو په هکله خدای وویل:«ما د خپل قهر په حالت کې قسم وخوړ،دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه ځای تهچېرته چې زه به ورکومه ارامي.»که څه هم د خدای کار د کایناتو د پیدایښت په اړه پای ته رسېدلی ؤ.

4. ځکه چې د خدای د کلام په یو ځای کې د اوومې ورځې په هکله داسې لیکل شوي دي: «په اوومه ورځ خدای خپل ټول کارونه خلاص کړل او ارام یې وکړ.»

5. او په همدې ځای کې خدای یوځل بیا وایي:«دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه ځای تهچېرته چې زه به ورکومه ارامي.»

6. نو ځینې خلک دا موقعه لري چې هغه ارامۍ ته وردننه شي، خو هغوی چې اول یې دا زېری واورېد، وردننه نه شول ځکه چې سرغړونه یې وکړه.

7. نو بیا خدای یوه بله ځانګړې ورځ یعنې «نن ورځ» ټاکي، ځکه چې وروسته له ډېرې مودې هغه د داود په وسیله خبرې کړې وې او لکه څنګه چې مخکې ویل شوي وو:«که چېرې نن تاسو د خدای اواز واورئنو خپل زړونه مه سختوئ.»

8. که چېرې یوشع کولای شوی هغو خلکو ته هغه ارامي ورکړي، نو خدای به وروسته د بلې ورځې په هکله خبرې نه وای کړې.

9. نو بیا د خدای د خلکو دپاره د سبت ارامي تر اوسه هم په خپل حال پاتې ده.

10. ځکه کومو خلکو چې هغه ارامي موندلې ده چې خدای یې وعده کړې وه، نو د خپلو کارونو څخه به هم ارام ومومي، لکه څنګه چې خدای د خپلو کارونو څخه موندلی دی.

11. نو راځئ چې ډېر کوښښ وکړو چې هغه ارامي تر لاسه کړو. خو که چېرې مونږ سرغړونه وکړو لکه څنګه چې د اسراییلو خلکو کړې وه، نو مونږ به هم ناکام شو.

12. ځکه چې د خدای کلام ژوندی او اغېزناک دی او د هرې دوه مخې تورې نه ډېر تېره دی. هغه د انسان روح او نفس، بندونو او د هډوکو مغزو ته ورننوځي او د انسان نیت او د زړه خیالونه ښکاره کوي.

13. په ټولو مخلوقاتو کې هېڅ شی د خدای د نظر څخه پټ نه دی. ټول شیان د هغه د سترګو په وړاندې لوڅ او ښکاره پراته دي او مونږ ټول باید هغه ته حساب ورکړو.

14. نو څرنګه چې مونږ ډېر لوی کاهن لرو چې اسمانونو ته پورته شوی دی یعنې عیسی د خدای زوی، نو راځئ چې د خپل ایمان په اقرار باندې ټینګ پاتې شو.

15. ځکه چې زمونږ لوی کاهن داسې نه دی چې زمونږ په کمزورتیاوو کې زمونږ سره خواخوږي ونه کړي بلکې هغه زمونږ په شان په هر شي کې وازمایل شو، خو ګناه یې ونه کړه.

16. نو راځئ چې په پوره باور سره د خدای د فضل تخت ته ورنژدې شو، ترڅو رحم ومومو او د اړتیا په وخت کې د هغه فضل حاصل کړو ترڅو زمونږ سره مرسته وکړي.

About عبرانیانو ته Chapter 4

Read عبرانیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عبرانیانو ته
Chapter: 4
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبرانیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عبرانیانو ته Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عبرانیانو ته Chapter 4?

عبرانیانو ته Chapter 4 is part of the Book of عبرانیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عبرانیانو ته Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from عبرانیانو-ته

  1. عبرانیانو ته Chapter 10
  2. عبرانیانو ته Chapter 6
  3. عبرانیانو ته Chapter 12
  4. عبرانیانو ته Chapter 7
  5. عبرانیانو ته Chapter 5
  6. عبرانیانو ته Chapter 9
  7. عبرانیانو ته Chapter 11

Explore More from نوی عهد

  1. عبرانیانو ته Chapter 7
  2. اول تیموتاوس Chapter 3
  3. رومیانو ته Chapter 16
  4. متی Chapter 16
  5. افسیانو ته Chapter 6
  6. متی Chapter 24
  7. یوحنا Chapter 14

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 13
  2. خروج Chapter 19
  3. عاموس Chapter 8
  4. اول تواریخ Chapter 27
  5. متلونه Chapter 9
  6. دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
  7. اول سموئیل Chapter 17
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *