عبرانیانو ته Chapter 3

For English

Read عبرانیانو ته Chapter 3 Online

Read عبرانیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبرانیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عبرانیانو ته 3

فصل 3

1. نو ای سپېڅلو خویندو او ورونو، تاسو چې د خدای له خوا په اسماني بلنه کې شریک یئ، د عیسی په هکله فکر وکړئ چې د هغه په اړه مونږ اقرار کوو چې زمونږ رسول او لوی کاهن دی.

2. عیسی خدای ته وفادار ؤ چې هغه یې ټاکلی ؤ، لکه څنګه چې موسی د خدای په ټول کور کې وفادار ؤ.

3. نو عیسی د موسی نه زیات د جلال لایق دی، لکه څنګه چې کور جوړوونکی د کور نه زیات عزت لري.

4. ځکه چې هر کور د یو چا په لاس جوړیږي او خدای د ټولو شیانو جوړوونکی دی.

5. موسی د خدای په ټول کور کې د یو خدمتګار په توګه وفادار ؤ او د هغو شیانو په هکله به یې شاهدي ورکوله چې خدای به یې په راتلونکي کې ووایي.

6. خو عیسی د زوی او د کور د خاوند په توګه د خدای د کور وفادار دی. مونږ د هغه کور یو، په دې شرط چې که مونږ هغه پوره ډاډ او فخر چې مونږ ته هیله راکوي، ټینګ وساتو.

7. نو لکه څنګه چې روح القدس وایي:«که چېرې نن تاسو د خدای اواز واورئ

8. نو خپل زړونه مه سختوئلکه څنګه چې ستاسو پلرونو د خدای په وړاندې سرکښي وکړهاو هغه یې په دښته کې وازمایلو.

9. هلته ستاسو پلرونو که څه هم هغه کارونه چې ما په څلوېښتو کالو کې کړي وو ولیدلخو بیاهم یې زه وازمایلم.

10. نو زه هغه نسل ته په قهر شوم او ومې ویل:‹د هغوی زړونه تل زما نه لېرې دياو نه غواړي چې زما په حکمونو باندې عمل وکړي.›

11. زه په قهر شوم او قسم مې وخوړ:‹دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه ځای تهچېرته چې زه به ورکومه ارامي.›»

12. نو خویندو او ورونو، پام کوئ چې په تاسو کې دې د چا زړه داسې بد او بې ایمانه وي چې د ژوندي خدای څخه واوړي.

13. بلکې هره ورځ یو بل هڅوئ تر هغې چې «نن ورځ» ده، نو په تاسو کې دې هېڅوک د ګناه د غولولو په وسیله زړه سخت نه شي.

14. ځکه که چېرې مونږ تر اخره پورې په هغه باور واوسو چې د پیل نه مو درلود، نو مونږ به د عیسی سره ملګري شوي یو.

15. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې ویل شوي دي:«که چېرې نن تاسو د خدای اواز واورئنو خپل زړونه مه سختوئلکه څنګه چې ستاسو پلرونو د سرکښۍ په وخت کې وکړل»

16. نو بیا هغوی څوک وو چې سره له دې چې د خدای اواز یې واورېد، خو بیا یې هم د هغه په وړاندې سرکښي وکړه؟ ایا دا هماغه خلک نه وو چې موسی د مصر څخه راوویستل؟

17. او خدای د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه ؤ؟ ایا دا هغه خلک نه وو چې ګناه یې وکړه او مړي یې په دښته کې پراته وو؟

18. او چاته یې قسم وخوړ چې هغوی به هېڅکله هم هغې ارامۍ ته وردننه نه شي؟ ایا دا هغه خلک نه وو چې د خدای د امر څخه یې سرغړونه وکړه؟

19. نو مونږ وینو چې هغوی ونه شو کولای هغې ځمکې ته وردننه شي، ځکه چې هغوی ایمان نه درلود.

About عبرانیانو ته Chapter 3

Read عبرانیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عبرانیانو ته
Chapter: 3
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبرانیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عبرانیانو ته Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عبرانیانو ته Chapter 3?

عبرانیانو ته Chapter 3 is part of the Book of عبرانیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عبرانیانو ته Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from عبرانیانو-ته

  1. عبرانیانو ته Chapter 10
  2. عبرانیانو ته Chapter 6
  3. عبرانیانو ته Chapter 12
  4. عبرانیانو ته Chapter 7
  5. عبرانیانو ته Chapter 5
  6. عبرانیانو ته Chapter 9
  7. عبرانیانو ته Chapter 11

Explore More from نوی عهد

  1. یوحنا Chapter 21
  2. متی Chapter 16
  3. یوحنا Chapter 14
  4. یعقوب Chapter 1
  5. کولسیانو ته Chapter 2
  6. یهودا Chapter 1
  7. یوحنا Chapter 7

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 57
  2. خروج Chapter 25
  3. عزرا Chapter 4
  4. زبور Chapter 143
  5. پیدایښت Chapter 23
  6. اول پادشاهان Chapter 19
  7. تثنیه Chapter 17
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *