Read عبرانیانو ته Chapter 5 Online
Read عبرانیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبرانیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
عبرانیانو ته 5
فصل 5
1. هر لوی کاهن د خلکو له منځ نه د دې دپاره ټاکل کیږي چې د خدای په حضور کې د خلکو استازیتوب وکړي او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي.
2. هغه کولای شي چې د ناپوهو او بې لارې خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي، ځکه چې هغه په خپله د کمزورتیاوو سره مخ دی.
3. له همدې امله هغه مجبور دی چې یوازې د خلکو د ګناهونو دپاره نه بلکې د خپل ځان د ګناهونو دپاره هم قرباني وړاندې کړي.
4. هېڅوک نه شي کولای چې د خپل ځان دپاره دا عزت حاصل کړي چې کاهن شي، بلکې هغه باید د خدای له خوا وغوښتل شي لکه څنګه چې هارون وغوښتل شو.
5. په همدې ډول مسیح هم د لوی کاهن عزت په خپله حاصل نه کړ، بلکې هغه د خدای له خوا وټاکل شو چې ورته ویې ویل:«ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.»
6. همدارنګه هغه په بل ځای کې وایي:«ته به تر ابده د ملک صدق په شان کاهن یې.»
7. کله چې عیسی د ځمکې په مخ ژوند کاوه، نو په ډېرو چیغو او اوښکو تویولو سره خدای ته چې په دې قادر ؤ هغه د مرګ نه وژغوري، دعاګانې او زارۍ وکړې او دعاګانې یې قبولې شوې، ځکه چې هغه په پوره توګه خپل ځان خدای ته سپارلی ؤ.
8. که څه هم هغه د خدای زوی ؤ، خو د دردونو او کړاوونو په زغملو سره یې اطاعت کول زده کړل.
9. کله چې هغه کامل کړای شو، نو د هغو ټولو خلکو دپاره د ابدي خلاصون سرچینه شوه چې د ده اطاعت کوي
10. او هغه د خدای له خوا د ملک صدق په شان لوی کاهن وټاکل شو.
11. په دې هکله زمونږ سره د ویلو دپاره ډېرې خبرې شته، خو ډېره سخته ده چې تاسو ته بیان شي، ځکه چې تاسو په هغو باندې د پوهېدلو کوښښ نه کوئ.
12. دا وخت باید تاسو استاذان وئ، خو اوس هم یو کس ته اړتیا لرئ چې تاسو ته د خدای د کلام اساسي اصول درزده کړي. تاسو د ماشومانو په شان شیدو ته اړتیا لرئ، نه قوي خوړو ته.
13. ځکه چې هرڅوک چې یوازې شیدې خوري، هغه لا ماشوم دی او په ښو او بدو نه پوهیږي.
14. خو قوي خواړه د بالغو او پخو خلکو دپاره دي چې د روزنې او تمرین له لارې کولای شي چې د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړي.
About عبرانیانو ته Chapter 5
Read عبرانیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: عبرانیانو ته
Chapter: 5
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبرانیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading عبرانیانو ته Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is عبرانیانو ته Chapter 5?
عبرانیانو ته Chapter 5 is part of the Book of عبرانیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete عبرانیانو ته Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from عبرانیانو-ته
- عبرانیانو ته Chapter 10
- عبرانیانو ته Chapter 6
- عبرانیانو ته Chapter 12
- عبرانیانو ته Chapter 7
- عبرانیانو ته Chapter 9
- عبرانیانو ته Chapter 11
- عبرانیانو ته Chapter 1
Explore More from نوی عهد
- مرقس Chapter 2
- متی Chapter 19
- لوقا Chapter 7
- مکاشفه Chapter 3
- اول تیموتاوس Chapter 5
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 3
- متی Chapter 18