عبرانیانو ته Chapter 13

For English

Read عبرانیانو ته Chapter 13 Online

Read عبرانیانو ته Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبرانیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عبرانیانو ته 13

فصل 13

1. د خویندو او ورونو په شان یو د بل سره مینه کوئ.

2. دا مه هېروئ چې باید د مسافرو مېلمه پالنه وکړئ، ځکه چې ځینو خلکو داسې کړي دي او هغوی د فرښتو مېلمه پالنه کړې ده که څه هم هغوی یې نه دي پېژندلې.

3. هغه کسان چې په زندان کې دي داسې یادوئ لکه چې تاسو ورسره په زندان کې یئ. هغه کسان در په یادوئ چې ظلم ورسره کیږي، نو داسې وګڼئ لکه تاسو چې کړاوونه وینئ.

4. ټول باید واده ته درناوی ولري او ښځې او مېړونه باید یو بل ته وفادار اوسي، ځکه چې خدای به بد اخلاقه او زناکاره خلک محکوم کړي.

5. په خپل ژوند کې د پیسو سره د مینې کولو نه ځان لېرې وساتئ او څه چې لرئ په هغو باندې قناعت وکړئ، ځکه چې خدای ویلي دي: «زه به هېڅکله تاسو یوازې پرېنږدم او هېڅکله به مو نه هېروم.»

6. نو مونږ په ډاډه زړه ویلی شو:«څښتن زما مرستندوی دی، زه به نه وېرېږم.انسان زما سره څه کولای شي؟»

7. خپل مشران چې تاسو ته یې د خدای کلام بیان کړ، په یاد ساتئ. د هغوی د ژوند د لارو او څرنګوالي په هکله فکر وکړئ او د هغوی ایمان د ځان دپاره مثال وګرځوئ.

8. عیسی مسیح پرون، نن او د تل دپاره یو شان دی.

9. د هر ډول عجیبه تعلیمونو له امله مه بې لارې کېږئ. دا ښه ده چې زمونږ زړونه د خدای په فضل باندې قوي شي، نه په مذهبي قوانینو پورې تړلي خوړو باندې، ځکه کوم خلک چې دا قانون پرمخ وړي هېڅ ګټه ورته نه رسیږي.

10. مونږ داسې د قربانۍ ځای لرو چې حتی هغه کاهنان چې هلته په خېمه کې خدمت کوي، د هغې قربانۍ د خوړلو حق نه لري.

11. ځکه چې لوی کاهن به د حیواناتو وینه د ګناه د قربانۍ په توګه ډېر سپېڅلي ځای ته وړله، خو د هغوی مړي د کمپ نه دباندې سوځول کېدل.

12. نو له دې امله عیسی هم د ښار د دروازې نه دباندې کړاوونه وزغمل او مړ شو، ترڅو د خپلې وینې په وسیله خلک د ګناه څخه پاک کړي.

13. نو راځئ چې هغه ته د کمپ نه دباندې ورشو او هغه بې عزتي وزغمو چې هغه زغملې وه.

14. ځکه چې په دې دنیا کې زمونږ دپاره هېڅ داسې ښار نشته چې د تل دپاره پاتې وي، خو مونږ د هغه ښار په لټه کې یو چې په راتلونکي کې به موجود وي.

15. نو راځئ چې د عیسی په وسیله د قربانیو په توګه تل د خدای ثنا او صفت وکړو، یعنې په خپلو خولو د هغه د نوم اقرار وکړو.

16. نېکي کول او د نورو سره مرسته کول مه هېروئ، ځکه چې خدای په داسې قربانیو خوشحالیږي.

17. د خپلو مشرانو اطاعت کوئ او څه چې درته وایي هماغسې کوئ. هغوی په تاسو باندې پام کوي او خدای ته به حساب ورکوي. نو پرېږدئ چې هغوی دا کار په خوشحالۍ سره وکړي، نه په خفګان. که نه، نو تاسو ته به یې ګټه ونه رسیږي.

18. زمونږ دپاره دعا کوئ. مونږ ډاډمن یو چې زمونږ وجدان پاک دی او غواړو چې په هر لحاظ د عزت ژوند وکړو.

19. زه ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم چې دعا وکړئ، ترڅو ډېر زر بېرته تاسو ته راشم.

20. اوس دې د سولې او سلامتۍ خدای چې د تلپاتې لوظ د وینې په وسیله یې زمونږ څښتن عیسی چې لوی شپون دی، د مړو نه بېرته راژوندی کړ،

21. نو هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره په خپلو ټولو ښو کارونو کې تیار کړي او د عیسی مسیح په وسیله دې په مونږ کې هغه کارونه وکړي چې هغه پرې خوشحالیږي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.

22. ای خویندو او ورونو! ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم چې زما نصیحت په صبر او حوصلې سره واورئ، ځکه چې هغه مې درته په لنډ ډول لیکلی دی.

23. زه غواړم تاسو خبر شئ چې زمونږ ورور تیموتاوس د زندان نه خلاص شوی دی. که هغه زر دلته راشي، نو هغه به زما سره ستاسو لیدو ته درشي.

24. خپلو ټولو مشرانو او ایماندارانو ته زمونږ سلامونه ووایئ. د ایټالیا ایمانداران هم تاسو ته خپل سلامونه وایي.

25. په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.

About عبرانیانو ته Chapter 13

Read عبرانیانو ته Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عبرانیانو ته
Chapter: 13
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبرانیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عبرانیانو ته Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عبرانیانو ته Chapter 13?

عبرانیانو ته Chapter 13 is part of the Book of عبرانیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عبرانیانو ته Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from عبرانیانو-ته

  1. عبرانیانو ته Chapter 10
  2. عبرانیانو ته Chapter 6
  3. عبرانیانو ته Chapter 12
  4. عبرانیانو ته Chapter 7
  5. عبرانیانو ته Chapter 5
  6. عبرانیانو ته Chapter 9
  7. عبرانیانو ته Chapter 11

Explore More from نوی عهد

  1. مرقس Chapter 15
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 8
  3. دوهم تیموتاوس Chapter 2
  4. اعمال رسولان Chapter 17
  5. لوقا Chapter 2
  6. افسیانو ته Chapter 6
  7. یوحنا Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 40
  2. اول تواریخ Chapter 26
  3. شمېر Chapter 34
  4. مرثیې Chapter 2
  5. نحمیا Chapter 7
  6. اول پادشاهان Chapter 3
  7. مرقس Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *