Read اول تسالونیکیانو ته Chapter 5 Online
Read اول تسالونیکیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تسالونیکیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تسالونیکیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تسالونیکیانو ته 5
فصل 5
1. ای خویندو او ورونو! اړتیا نشته چې مونږ تاسو ته ولیکو چې څنګه او څه وخت به دا هرڅه پېښیږي،
2. تاسو ښه پوهېږئ چې د څښتن د راتللو ورځ به د هغه غله په شان وي چې د شپې راځي.
3. کله چې خلک وایي چې سوله او امنیت دی، نو ناڅاپه به په هغوی باندې داسې مصیبت راشي لکه څنګه چې په امیدوارې ښځې باندې د ماشوم د پیدا کېدلو درد راځي او هغوی به تښتېدلی نه شي.
4. خو ای خویندو او ورونو! تاسو په تیاره کې ژوند نه کوئ چې هغه ورځ به تاسو د غل د راتللو په شان حیران کړي.
5. ځکه چې تاسو ټول د رڼا او د ورځې اولادونه یئ. مونږ د تیارې او شپې خلک نه یو.
6. نو بیا راځئ چې د نورو په شان ویده پاتې نه شو، بلکې ویښ او هوښیار اوسو.
7. ځکه چې خلک د شپې ویده کیږي او د شپې نشه کیږي.
8. خو څرنګه چې مونږ په رڼا کې ژوند کوو، نو راځئ چې هوښیار اوسو او زمونږ ایمان او مینه دې د زغرو د کالیو په شان وي. زمونږ د خلاصون هیله دې د اوسپنې د خولۍ په شان وي.
9. ځکه چې خدای مونږ د دې دپاره نه یو غوره کړي چې خپل غضب په مونږ نازل کړي، بلکې د دې دپاره چې مونږ د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله خلاصون پیدا کړو.
10. هغه زمونږ دپاره مړ شو، ترڅو کله چې هغه بېرته راځي، که مونږ مړه یو یا ژوندي یو، وکولای شو د هغه سره یوځای ژوند وکړو.
11. نو بیا تاسو یو بل وهڅوئ او قوي یې کړئ لکه څنګه چې اوس یې کوئ.
12. ای خویندو او ورونو! له تاسو نه غوښتنه کوو چې د هغو خلکو درناوی کوئ چې په تاسو کې زیار وباسي او د څښتن په کار کې تاسو ته لارښوونه او نصیحت کوي.
13. د هغه کار له امله چې هغوی یې کوي، په مینه د هغوی ډېر درناوی او احترام کوئ او یو د بله سره په سوله کې ژوند کوئ.
14. ای خویندو او ورونو! مونږ ستاسو څخه غواړو چې لټانو او بېکاره خلکو ته نصیحت کوئ، بې زړه خلک تشویق کوئ، د کمزورو خلکو سره مرسته کوئ او د هغوی ټولو سره د صبر څخه کار اخلئ.
15. ګورئ، په تاسو کې دې هېڅوک د هېچا سره د بدو په بدل کې بدي نه کوي، بلکې کوښښ کوئ چې تل یو د بل سره او د ټولو خلکو سره نېکي وکړئ.
16. تل خوشحاله اوسئ.
17. هر وخت دعا کوئ.
18. په هر حال کې د خدای شکر کوئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره چې د عیسی مسیح سره تړاو لرئ، د خدای رضا ده.
19. د روح القدس د کار مخه مه نیسئ.
20. د نبیانو کلام ته په سپکه سترګه مه ګورئ،
21. بلکې هرڅه وازمایئ او کوم څه چې ښه وي په هغه باندې عمل وکړئ.
22. د هر ډول بدیو نه ځان لېرې ساتئ.
23. خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه دی هغه دې تاسو په پوره توګه پاک کړي او ستاسو ټول روح، ځان او بدن دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د راتګ په وخت کې بې عیبه وساتي.
24. خدای چې تاسو ځان ته رابللي یئ، د باور وړ دی او هغه به دا کار وکړي.
25. ای خویندو او ورونو! زمونږ دپاره هم دعا وکړئ.
26. ټولو ایماندارانو ته سلامونه ووایئ او په پاکه مینه هغوی ښکل کړئ.
27. زه تاسو ته د څښتن په نوم حکم کوم چې دا لیک ټولو خویندو او ورونو ته ولولئ.
28. په تاسو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.
About اول تسالونیکیانو ته Chapter 5
Read اول تسالونیکیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تسالونیکیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تسالونیکیانو ته
Chapter: 5
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تسالونیکیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تسالونیکیانو ته Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تسالونیکیانو ته Chapter 5?
اول تسالونیکیانو ته Chapter 5 is part of the Book of اول تسالونیکیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تسالونیکیانو ته Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تسالونیکیانو-ته
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 1
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 4
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 3
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 2
Explore More from نوی عهد
- عبرانیانو ته Chapter 3
- یوحنا Chapter 5
- لوقا Chapter 9
- اعمال رسولان Chapter 13
- متی Chapter 18
- مکاشفه Chapter 9
- اعمال رسولان Chapter 2