عبرانیانو ته Chapter 1

For English

Read عبرانیانو ته Chapter 1 Online

Read عبرانیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبرانیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عبرانیانو ته 1

فصل 1

1. خدای په تېره زمانه کې څو څو ځلې په مختلفو طریقو سره د خپلو پیغمبرانو په وسیله زمونږ د نیکونو سره خبرې کړې دي.

2. خو په دې اخرنیو ورځو کې یې د خپل زوی په وسیله زمونږ سره خبرې کړې دي. هغه زوی چې خدای د ټولو شیانو وارث ټاکلی دی او د هغه په وسیله یې نړۍ پیدا کړه.

3. هغه د خدای د جلال ښکاره کوونکی او د هغه د کامل ذات تصویر دی او هغه ټول کاینات د خپل کلام د قدرت په وسیله ساتي. کله چې هغه خلکو ته د خپلو ګناهونو څخه د بخښنې لاره جوړه کړه، نو هغه په اسمان کې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته کښېناست.

4. څرنګه چې مسیح د فرښتو نه ډېر لوی دی، نو خدای چې هغه ته کوم نوم ورکړی دی، هغه هم د هغوی د نومونو نه ډېر لوی دی.

5. ځکه چې خدای هېڅکله کومې فرښتې ته نه دي ویلي:«ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.»او یا دا:«زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي.»

6. خو کله چې خدای لومړنی زېږېدلی دنیا ته راولي، نو ورته وایي:«د خدای ټولې فرښتې دې د هغه عبادت وکړي.»

7. خو د فرښتو په هکله وایي:«خدای خپلې فرښتې لکه د بادونو په شاناو خپل خدمتګاران لکه د اور د لمبو په شان رالېږي.»

8. خو د خپل زوی په هکله وایي:«ای خدایه! ستا د پاچاهۍ تخت به تل ترتله وياو د انصاف له مخې به په خپلو خلکو باندې حکومت کوې.

9. ته عدالت خوښوې او د بدۍ څخه کرکه کوې.په دې خاطر خدای یعنې ستا خدای تهستا د نورو ملګرو نه زیات د خوشحالۍ په تېلو مسح کړی یې.»

10. همدارنګه هغه وایي:«ای څښتنه، تا د شروع نه د ځمکې بنیاد ایښی ؤاو په خپلو لاسونو دې اسمانونه جوړ کړل

11. هغوی فنا به شي، خو ته به پاتې شېهغوی به ټول لکه د لباس په شان زاړه شي

12. ته به هغوی د چپنې په شان تاو راتاو کړېاو د لباس په شان به یې بدل کړېخو پاتې کېږې په خپل حال ته مداماو پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران»

13. خو خدای هېڅکله هم کومې فرښتې ته نه دي ویلي:«زما ښي لاس ته کښېنهترڅو ستا دښمنان ستا تر پښو لاندې کړم»

14. ایا ټولې فرښتې خدمتګار روحونه نه دي چې د هغو خلکو د خدمت دپاره رالېږل شوي چې خلاصون به مومي؟

About عبرانیانو ته Chapter 1

Read عبرانیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عبرانیانو ته
Chapter: 1
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبرانیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عبرانیانو ته Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عبرانیانو ته Chapter 1?

عبرانیانو ته Chapter 1 is part of the Book of عبرانیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عبرانیانو ته Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from عبرانیانو-ته

  1. عبرانیانو ته Chapter 10
  2. عبرانیانو ته Chapter 12
  3. عبرانیانو ته Chapter 6
  4. عبرانیانو ته Chapter 7
  5. عبرانیانو ته Chapter 9
  6. عبرانیانو ته Chapter 5
  7. عبرانیانو ته Chapter 11

Explore More from نوی عهد

  1. متی Chapter 11
  2. عبرانیانو ته Chapter 8
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
  4. مرقس Chapter 14
  5. متی Chapter 4
  6. مکاشفه Chapter 20
  7. لوقا Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 16
  2. زبور Chapter 16
  3. ایوب Chapter 7
  4. نحمیا Chapter 1
  5. پیدایښت Chapter 22
  6. اول سموئیل Chapter 10
  7. زبور Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *