اول قرنتیانو ته Chapter 3

For English

Read اول قرنتیانو ته Chapter 3 Online

Read اول قرنتیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول قرنتیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول قرنتیانو ته 3

فصل 3

1. اَئے وروُڼو، ما تاسو سره هغه شان خبرے ونۀ کړے شوے لکه چه دَ رُوحانيانو سره بلکه داسے لکه چه دَ دُنياوى خلقو اَؤ دَ هغوئ سره چه په مسيح کښے ماشُومان دى.

2. ما تاسو ته پئ درکړلے خو ډوډئ نه، ځکه چه په تاسو کښے دَ هغے زغم نۀ وو بلکه اوس هم در کښے زغم نِشته.

3. ولے چه تر اوسه دُنيادار يئ، ولے چه په تاسو کښے کينه اَؤ جګړه ده. نو آيا تاسو دُنيادار نۀ يئ څۀ؟ اَؤ دَ دُنيا په مُطابق مُوٰ يُون ونۀ کړو؟

4. ځکه چه څۀ وخت چه يو وايئ چه زَۀ دَ پولوس يم اَؤ بل وائى چه زَۀ دَ اپولوس يم، نو آيا تاسو دَ دُنياوى خلقو په شان نۀ شوئ؟

5. اپولوس څۀ ته وائى؟ اَؤ پولوس څۀ ته؟ هغوئ خادمان دى دَ چا په وسيله چه تاسو ايمان راوړو اَؤ دَ دواړو هغه حيثيت دے کُوم چه هغوئ ته خُدائے ورکړو.

6. ما نهل کړو، اپولوس اوبۀ ورکړے، خو وده خُدائے ورکړه.

7. نو بيا نه نهل کوُونکے څۀ څيز دے اَؤ نۀ اوبۀ ورکوُونکے، خو خُدائے چه وده ورکوُونکے دے.

8. نهل کوُونکے اَؤ اوبۀ ورکووُونکے دواړه يو دى، خو دواړه به دَ خپلے خوارئ په مُطابق اَجر بيا مُومى.

9. ولے چه مُونږ دَ خُدائے سره کار کوُونکى يُو، تاسو دَ خُدائے پټى يئ اَؤ دَ خُدائے ماڼئ.

10. ما دَ هغه توان په مُطابق چه خُدائے راکړو، دَ يو پوهه ګِلکار په شان بُنياد کيښودو اَؤ بل پرے ماڼئ ودانوى، نو هر يو دِ خبردار شى چه پرے څنګه ماڼئ جوړوى.

11. ځکه چه بغير دَ هغه بُنياد نه چه ايښودلے شوے دے، اَؤ هغه عيسىٰ مسيح دے، بل څوک بُنياد نۀ شى کيښودے.

12. که څوک په هغه بُنياد باندے دَ سرو زرو يا دَ سپينو يا دَ قيمتى کاڼو يا لرګو يا واښو يا دَ بُوسو رده ږدى،

13. نو دَ هغۀ کار به ښکاره شى ځکه چه دَ قيامت په ورځ به دَ اور سره راڅرګند شى. نو هغه به هغه کار راڅرګند کړى اَؤ هغه اور به په خپله دَ هر يو کار وآزمئى، چه څنګه دے.

14. دَ چا ماڼئ چه په هغه بُنياد شوے، باقى به پاتے شى اَؤ هغه به اَجر بيا مُومى.

15. اَؤ چه دَ چا ماڼئ وسوزيږى نو هغه به نُقصان ومُومى، خو په خپله به په سوزيدو سوزيدو کښے بچ شى.

16. آيا تاسو خبر نۀ يئ چه تاسو دَ خُدائے کور يئ اَؤ دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى؟

17. که څوک دَ خُدائے کور برباد کړى نو خُدائے به هغه برباد کړى ځکه چه دَ خُدائے کور پاک دے اَؤ هغه تاسو يئ.

18. هيڅوک دِ خپل ځان ونۀ غُلوى. که څوک په تاسو کښے په دے جهان ځان حکيم ګڼى نو ځان دِ ناپوهه کړى چه حکيم شى.

19. ځکه چه دَ دُنيا حِکمت دَ خُدائے په نزد بے وقُوفى ده، لکه چه ليکلى دى چه : ”هغه حکيمان دَ هغوئ په چالاکئ راګيروى.“

20. اَؤ دا هم چه : ”خُدائے دَ حکيمانو په خيالُونو پوهه دے چه باطل دى.“

21. نو بيا دِ په انسان څوک فخر ونۀ کړى، ولے چه هر څۀ ستاسو دى.

22. که پولوس وى اَؤ که اپولوس، که پطروس، که دُنيا، که ژوند وى که مرګ، که اوسنى څيزُونه وى که راتلُونکى، هر څۀ ستاسو دى.

23. اَؤ تاسو دَ مسيح يئ اَؤ مسيح دَ خُدائے دے.

About اول قرنتیانو ته Chapter 3

Read اول قرنتیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول قرنتیانو ته
Chapter: 3
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول قرنتیانو ته Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول قرنتیانو ته Chapter 3?

اول قرنتیانو ته Chapter 3 is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول قرنتیانو ته Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-قرنتیانو-ته

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 10
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 7
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 14
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 9
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 15
  6. اول قرنتیانو ته Chapter 11
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 4

Explore More from نوی عهد

  1. اول تسالونیکیانو ته Chapter 2
  2. لوقا Chapter 22
  3. یوحنا Chapter 21
  4. اعمال رسولان Chapter 8
  5. یوحنا Chapter 3
  6. اول پطروس Chapter 1
  7. متی Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 2
  2. متلونه Chapter 29
  3. دوهم تواریخ Chapter 36
  4. ایوب Chapter 38
  5. خروج Chapter 28
  6. خروج Chapter 24
  7. پیدایښت Chapter 19
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *