اشعیا Chapter 16

For English

Read اشعیا Chapter 16 Online

Read اشعیا Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 16

فصل 16

1. د سلع نه د مُلک حکمران ته په کلنګ کښې ګډُورى ورولېږه. دا د صحرا په لاره د صيون لور غرۀ ته ورولېږه.

2. د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.

3. هغوئ ژاړى او وائى، ”زمونږ مدد وکړئ، زمونږ دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړئ. د هغوئ د حملې نه مونږ بچ کړئ. اوس چې مونږ راتښتېدلى يُو نو مونږ سره دوکه مۀ کوئ.

4. زمونږ مهاجر پرېږدئ چې ستاسو په مُلک کښې ايسار شى. څوک چې هغوئ تباه کول غواړى هغوئ نه ورله پناه ورکړئ.“ ظلم زياتے او تباهى به ختم شى او څوک چې د نقصان رسولو کوشش کوى نو هغوئ به مخ د زمکې نه ورک شى.

5. بيا به د داؤد د اولاد يو کس بادشاه شى او هغه به په وفادارۍ او مينې سره په خلقو باندې حکومت کوى. هغه به په صحيح کار کولو کښې تېزى کوى او ګورى به چې د اِنصاف نه کار اخستے شوے دے.

6. مونږ د موآب د غرور په حقله اورېدلى دى. هغوئ مغروره، کبرژن، خود غرضه او سپين سترګې دى. خو د هغوئ لاپې عبث دى.

7. د موآب خلق په خپل حال باندې ژاړى، هغوئ په سلګو سلګو د قير‌حراست ښار کشمش يادوى، د هغوئ حالت بدترين دے.

8. د حسبون پټى او د سبماه د انګورو باغونه تباه شوى دى، دا د انګورو هغه باغونه وُو چې د شرابو سره به يې د قومونو حکمرانان نشه کېدل. په يو وخت کښې د يعزير ښار پورې او په صحرا کښې نمرخاتۀ طرف ته او نمرپرېواتۀ طرف ته د مړ درياب بلې غاړې پورې د دې څانګې رسېدلې دى.

9. خو اوس زۀ د سبماه د انګورو باغونو دپاره هم هغه شان ژاړم لکه څنګه چې د يعزير دپاره ژاړم. د حسبون او اِلى‌عالى دپاره زما اوښکې توئيږى، ځکه چې د فصل لَو نۀ کيږى چې خلق ورسره خوشحاله شى.

10. د باغونو نه خندا او خوشحالى غېبه شوې ده. د انګورو په باغونو کښې يو کس هم آوازونه نۀ کوى او نۀ سندرې وائى. هيڅ څوک هم انګور نۀ چخڼى کوى چې رس ترېنه وباسى، ولې چې ما د خندا نعرې ختمې کړې دى.

11. زړۀ مې لکه د رڅپرکی په ساز کښې د موآب د غمه چوى، او زما زړۀ د قير‌حراست دپاره غمژن دے.

12. د موآب خلق هسې خپل ځانونه ستړى کوى او هغوئ په غرونو باندې زيارتونو او خپلو عبادتخانو ته د سوال دپاره ځى، دا به دوئ له هيڅ فائده ورنۀ کړى.

13. دا هغه پېغام وو چې مالِک خُدائ د موآب په حقله مخکښې ورکړے وو.

14. او اوس مالِک خُدائ فرمائى، ”پوره په درې کاله کښې به د موآب لوئ مال دولت ختم شى. او د دې د ډېرو خلقو نه به صرف يو څو ژوندى پاتې شى، او هغوئ به ډېر کمزورى وى.“

About اشعیا Chapter 16

Read اشعیا Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 16
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 16?

اشعیا Chapter 16 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 66
  5. اشعیا Chapter 54
  6. اشعیا Chapter 33
  7. اشعیا Chapter 29

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 26
  2. خروج Chapter 11
  3. اشعیا Chapter 25
  4. دوهم تواریخ Chapter 17
  5. ارمیا Chapter 19
  6. دانیال Chapter 2
  7. مرثیې Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 103
  2. یوحنا Chapter 8
  3. اول سموئیل Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 11
  5. عبرانیانو ته Chapter 10
  6. عبرانیانو ته Chapter 7
  7. خروج Chapter 24
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *