Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 1 Online
Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم قرنتیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم قرنتیانو ته 1
فصل 1
1. دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په مرضئ دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے اَؤ ورور تيموتيوس له طرفه دَ خُدائے دَ هغه جماعت په نُوم کُوم چه په کورنتوس کښے دے اَؤ دَ ټولو اخيه دَ پاکانو په نُوم،
2. زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ طرفه په تاسو فضل اَؤ سلامتى دِ حاصله وى.
3. زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه دَ رحمتُونو پلار اَؤ دَ هر قِسم تسلئ خُدائے دے.
4. هغه زمُونږ په ټولو مُصيبتُونو کښے مُونږ له تسلى راکوى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغه تسلئ سره چه مُونږ له ئے خُدائے راکوى هغو ته هم مُونږ دَ تسلئ ورکولو جوګه شُو څوک چه په څۀ نه څۀ مُصيبت کښے ګير دى.
5. ځکه چه څۀ رنګ دَ مسيح تکليفُونه په مُونږ زياتيږى دغه شان دَ مسيح په وسيله زمُونږ تسلئ هم زياتيږى.
6. که مُونږ مُصيبتُونه تيروُو نو ستاسو دَ تسلئ اَؤ خلاصُون دَ خاطره اَؤ که تسلى مُومُو نو ستاسو دَ تسلئ په خاطر دَ کُومے په تاثير چه تاسو په صبر هغه تکليفُونه وزغمئ کُوم چه مونږه هم زغمُو.
7. اَؤ زمُونږ اُميد ستاسو په حقله ډير کلک دے ځکه چه مُونږ په دے پوهه يُو چه څۀ رنګ چه تاسو زمُونږ په تکليفُونو کښے شريک يئ، هم دغه شان په تسلئ کښے هم يئ.
8. اَئے ورُوڼو! مُونږ دا نۀ غواړُو چه تاسو دِ دَ هغه مُصيبت نه ناخبره پاتے شئ کُوم چه دَ ايشيا په صُوبه کښے په مُونږ راغلو اَؤ زمُونږ دَ حد نه بهر اَؤ دَ طاقت نه زيات وو اَؤ تر دے چه مُونږ دَ ژوندانۀ نه هم لاس ووينځو.
9. بلکه په خپل ځان مو دَ مرګ دَ حُکم يقين وشو دَ دے دَ پاره چه په ځان هيڅ ويسا پاتے نۀ شى بلکه په هغه خُدائے څوک چه مړى ژوندى کوى.
10. نو هم هغۀ مُونږ دَ داسے لوئے هلاکت نه خلاص کړُو اَؤ خلاصوى به مو، اَؤ مُونږ دَ هغۀ نه دا اُميد لرُو چه وړاندے به مو هم خلاصوى.
11. اَؤ که چرے تاسو هم په جمع په دُعا سره زمُونږ مدد کوئ، نو خُدائے به دَ ډيرو خلقو دَ دُعا جواب ورکړى، اَؤ هم ډير خلق به زمُونږ دَ آزاديدو دَ خاطره دَ هغۀ شکر وکړى.
12. مُونږ ته په دے خبره فخر دے بلکه زمُونږ زړۀ ګواهى کوى چه دُنيا ته اَؤ خاص تاسو ته دَ خُدائے غوندے دَ رښتينوالى اَؤ دَ زړۀ دَ پاکوالى سره ګُزران کولو اَؤ مُونږ دَ دُنيا دَ حِکمت نه کار وانۀ خستو بلکه دَ خُدائے په فضل مو باور وکړو.
13. مُونږ تاسو ته نورے خبرے نۀ ليکُو بغير دَ هغو نه کومے چه تاسو لولئ يا ئے منئ، اَؤ زما اُميد دے چه تر آخره پورے به پرے پوهيږئ.
14. څۀ رنګ چه تاسو به په مُونږ فخر کوئ دغه رنګ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په ورځ به مُونږ په تاسو فخر کوُو.
15. اَؤ هم په دے باور ما دا اِراده کړے وه چه اول تاسو له درشم دَ دے دَ پاره چه تاسو سره دوه ځله ملاقات وشى،
16. اَؤ ستاسو په لاره مِکدونيه ته لاړ شم اَؤ دَ مِکدونيه نه به بيا تاسو له درشم اَؤ تاسو مے يهُوديه ته رُخصت کړئ.
17. پس ما چه دا اِراده کړے وه نو آيا زَۀ ګنى خپلے اِرادے څۀ زر زر بدلوم؟ اؤ زۀ دَ يو دُنياوى سړى په شان خپله اِراده هو په نه اؤ نه په هو کښے بدلوم؟
18. لکه چه خُدائے رښتينے دے دغه شان زمُونږ لوظ تاسو سره وو، يعنے دَ هو په ځائے هو اَؤ دَ نه په ځائے نه.
19. ځکه چه دَ خُدائے زوئے عيسىٰ مسيح دَ چا زيرے چه مُونږ، يعنے ما اَؤ سيلوانوس اَؤ تيموتيوس په تاسو کښے خور کړے دے، په هغۀ کښے داسے خبرے نۀ وے چه هو وے اَؤ بيا وروستو په نه کښے بدلے شوے بلکه هو، هو پاتے شو.
20. ځکه چه دَ خُدائے چه هر څومره لوظُونه دى هغه په مسيح کښے هو شُو، اَؤ هم دغه وجه ده چه دَ هغۀ په وسيله پرے آمين هم وشو، دَ دے دَ پاره چه زمُونږ په وسيله دَ خُدائے جلال څرګند شى.
21. اَؤ په حقيقت کښے خُدائے چه ئے تاسو اَؤ مُونږ په مسيح کښے مظبُوط کړى يُو، هغۀ مُونږ غوره کړى يُو،
22. اَؤ خپل مُهر ئے په مُونږ لګولے دے چه مُونږ دَ هغۀ يُو اَؤ زمُونږ په زړُونو کښے ئے خپل رُوح اچولے دے چه دَ راتلُونکو برکتُونو ضمانت دے.
23. زَۀ خُدائے خپل ګواه کوم چه زَۀ تر اوسه کورنتوس ته ځکه نۀ يم راغلے چه په تاسو مے رحم کيدو.
24. زمُونږ مقصد دا نۀ دے چه مُونږ دَ ايمان په خبرو په تاسو خامخا حُکم وچلوُو. مُونږ ته معلُومه ده چه تاسو په ايمان کښے قائم يئ اَؤ مُونږ تش تاسو سره ستاسو دَ خوشحالئ سبب جوړيدل غواړُو.
About دوهم قرنتیانو ته Chapter 1
Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم قرنتیانو ته
Chapter: 1
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم قرنتیانو ته Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم قرنتیانو ته Chapter 1?
دوهم قرنتیانو ته Chapter 1 is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم قرنتیانو ته Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-قرنتیانو-ته
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 4
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 7
Explore More from نوی عهد
- لوقا Chapter 3
- فلیپیانو ته Chapter 1
- غلاطیانو ته Chapter 6
- متی Chapter 9
- لوقا Chapter 4
- رومیانو ته Chapter 7
- اعمال رسولان Chapter 12