دوهم قرنتیانو ته Chapter 9

For English

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 9 Online

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم قرنتیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم قرنتیانو ته 9

فصل 9

1. څۀ چنده چه دَ پاکانو دَ پاره کيږى دَ هغے په څپرکی کښے زما تاسو ته څۀ ليکل عبث دى.

2. ځکه چه زَۀ ستاسو دَ شوق نه خبر يم چه دَ هغے په وجه دَ مِکدونيه دَ خلقو دَ وړاندے زَۀ په تاسو فخر کوم چه دَ اخيه خلق دَ تير کال نه تيار دى اَؤ ستاسو جوش ډير خلق راوپارول.

3. خو زما دَ دے ورُوڼو دَ درليږلو مقصد دا دے چه مُونږ په دے څپرکی کښے چه په تاسو کُوم فخر کوُو، هغه بے مقصده پاتے نۀ شى بلکه تاسو زما دَ وينا په مُطابق تيار اوسئ لکه څنګه چه ما هغوئ ته ستاسو په څپرکی کښے وينا کړے ده.

4. ځکه چه که زۀ دَ مِکدونيه نه دَ ځان سره خلق راولم اَؤ هغوئ تاسو تيار ونۀ مُومى نو دا به زمُونږ اَؤ ستاسو دَ پاره هم څومره شرمندګى وى ځکه چه مُونږ په تاسو باور ښوولے دے.

5. دَ دے دَ پاره ما دا ضرورى وګڼل چه دے ورُوڼو ته ووايم چه کورنتيانو ته اول لاړ شى چه ستاسو هغهَ دَ ورکړے لوظ چه کړے دے، دَ آګاهو نه تيار وساتى، نو بيا به دا چنده دَ ورکړے په طور وى، نۀ چه دَ زبردستئ په طور.

6. خو ياد لرئ چه څوک چه لږه کرونده کوى هغه به لږه ريبى، اَؤ چه څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته ريبى.

7. اَؤ هر چا چه څومره په زړۀ کښے مُقرر کړى دى، هغه هومره به ورکوى اَؤ نۀ په مجبورئ اَؤ نۀ دَ فرض په طور ځکه چه خُدائے په خوشحالئ ورکوُونکى سره مينه لرى.

8. اَؤ خُدائے تاسو له دَ حاجت نه زيات درکولے شى دَ پاره دَ دے چه تاسو سره تل هر څۀ زيات وى اَؤ داسے دَ هر نيک کار دَ پاره دِ تاسو سره زيات وى

9. اَؤ صحيفے دَ داسے سړى په څپرکی کښے وائى چه : ”هغه خوارانو له په سخاوت ورکوى،دَ هغۀ خيرات به تل تر تله باقى وى.“

10. نو چه خُدائے دَ کرونده کرُونکى دَ پاره تُخم اَؤ دَ خوراک دَ پاره ډوډئ ورکوى، هم هغه به تاسو ته تُخم درکوى اَؤ په هغے کښے به زياتوالے اچوى اَؤ ستاسو چندے به زياتوى.

11. اَؤ تاسو به هر يو څيز زيات بيا مُومئ چه هر قِسم سخاوت به کولے شئ، اَؤ دَ دے نيتجه به دا وى چه ډير خلق به ستاسو چنده زمُونږ په وسيله مُوندلو سره دَ خُدائے شکر ګذاری وکړى.

12. ولے چه دَ دے په کولو به نۀ تش دَ پاکانو ضرورتُونه پُوره شى بلکه دَ ډيرو خلقو له خوا به دَ خُدائے ډيره شکر ګذاری کيږى.

13. ځکه چه دے خدمت نه به خلقو ته ثابت شى چه تاسو نۀ يواځے دَ مسيح زيرے منئ بلکه دَ هغۀ تابعدارى هم کوئ، هغوئ به دَ دے دَ پاره دَ خُدائے شکر کوى اَؤ دَ دے دَ پاره هم چه تاسو نۀ يواځے دَ هغوئ بلکه دَ ټولو خلقو مدد دَ زړۀ دَ اِخلاصه وکړلو.

14. ځکه چه په تاسو دَ خُدائے دَ لوئے فضل په سبب چه په تاسو شوے دے، ستاسو ليواله دى اَؤ ډير په مينه ستاسو دَ پاره دُعا غواړى.

15. شکر دے دَ خُدائے دَ هغه بخښنے چه دَ بيان نه بهر ده.

About دوهم قرنتیانو ته Chapter 9

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم قرنتیانو ته
Chapter: 9
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم قرنتیانو ته Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم قرنتیانو ته Chapter 9?

دوهم قرنتیانو ته Chapter 9 is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم قرنتیانو ته Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-قرنتیانو-ته

  1. دوهم قرنتیانو ته Chapter 4
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
  6. دوهم قرنتیانو ته Chapter 13
  7. دوهم قرنتیانو ته Chapter 6

Explore More from نوی عهد

  1. غلاطیانو ته Chapter 4
  2. متی Chapter 11
  3. یوحنا Chapter 21
  4. متی Chapter 25
  5. یعقوب Chapter 4
  6. مکاشفه Chapter 11
  7. متی Chapter 20

Related Chapters & Readings

  1. مکاشفه Chapter 2
  2. طیطوس Chapter 2
  3. زبور Chapter 101
  4. ارمیا Chapter 39
  5. دوهم تیموتاوس Chapter 4
  6. دوهم تواریخ Chapter 2
  7. لوقا Chapter 6
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *