Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 5 Online
Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم قرنتیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم قرنتیانو ته 5
فصل 5
1. نو مُونږ په دے پوهه يُو چه زمُونږ وجُود دَ يو تمبُو په شان دے. کله چه دا تمبُو چه په مزکه دے، راوغورزولے شى نو مُونږ ته به دَ خُدائے له طرفه په آسمان کښے يوه داسے ماڼئ راکولے کيږى کُومه چه به په لاس دَ جوړ شوى کور په څير نۀ وى بلکه آبدى به وى.
2. څنګه چه مُونږ په دے وجُود کښے کړيږُو اَؤ ډير ارمانجن يُو چه په خپل آسمانى کور کښے داخل شُو،
3. اَؤ په هغۀ کښے لکه په جامه بربنډ ځان پټ کړُو.
4. ځکه چه په دے تمبُو کښے په اوسيدو مُونږ دَ بوج دَ زوره په زبيرګو يُو دَ دے دَ پاره نه چه مونږ دا جامه ويستل غواړو بلکه په دے باندے بله اغوستل غواړُو، دَ دے دَ پاره چه کُومه چه فنا کيدُونکى ده هغه په غير فانى کښے بدله شى.
5. اَؤ چا چه مُونږ دَ دے کار دَ پاره تيار کړُو هغه خُدائے دے اَؤ هغۀ مُونږ ته په بيعانه کښے خپل رُوح راکړو.
6. ځکه چه مُونږ تل تر تله تسلى لرُو اَؤ په دے پوهيږُو چه تر څو چه مُونږ دَ وجُود په کور کښے يُو نو دَ مالِک په کور کښے نۀ يُو.
7. ځکه چه مُونږ په ايمان ژوندُون تيرَوُو، نۀ چه دَ سترګو په ليدلو.
8. غرض دا چه زمُونږ تسلى ده چه مُونږ دَ وجُود غوندے کور به پريږدُو اَؤ دَ مالِک سره اوسيدل زيات خوښوُو.
9. که مُونږ دَ وجُود په کور کښے يُو يا دَ مالِک سره، خو زمُونږ دَ ټولو نه لوئے مقصد دا دے چه مالِک خوشحاله کړُو.
10. ځکه چه دا ضرورى ده چه دَ مسيح دَ عدالت دَ تخت په وړاندے چه مُونږ حاضر شُو نو چه زمُونږ دَ ټولو حال څرګند کړے شى نو هر څوک به دَ خپلو هغو کارُونو بدل ومُومى کُوم چه هغوئ دَ وجُود په وسيله کړى دى که بد وى اَؤ که ښۀ.
11. نو مُونږ دَ خُدائے دَ ويرے په مطلب پوهيږُو نو ځکه مُونږ دَ اِنسان دَ قانع کولو کوشِش کوُو. په خُدائے باندے زمُونږ حال ظاهر دے اَؤ دا اُميد دے چه زمُونږ حال به ستاسو په ضمير هم صفا ظاهر شوے وى.
12. نو مُونږ خپله نيکنامى په تاسو نۀ زياتوُو بلکه مُونږ په خپله تاسو له موقعه درکوُو چه په مُونږ فخر وکړئ دَ دے دَ پاره چه تاسو هغوئ له جواب ورکړئ شئ څوک چه په ظاهر فخر کوى خو په باطن نه.
13. که چرے مُونږ په خود کښے نۀ يُو نو دَ خُدائے دَ پاره يُو اَؤ که په خود کښے يُو نو ستاسو دَ پاره يُو.
14. دَ مسيح مينه مُونږ مجبوروى ځکه چه مُونږ پوهيږُو چه که يو دَ ټولو دَ پاره مړ شو نو ټول مړۀ شول.
15. اَؤ هغه دَ دے خاطره دَ ټولو دَ پاره مړ شو چه څوک چه ژوندى دى هغه دِ بيا دَ ځان دَ پاره نۀ وى ژوندى بلکه دَ هغۀ دَ خاطره دِ ژوندى وى څوک چه دَ هغوئ دَ پاره مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو.
16. نو اوس به مُونږ دَ چا په څپرکی کښے اِنسانى رائے نۀ لرُو اګر که مُونږ دَ مسيح په څپرکی کښے يو وخت اِنسانى رائے لرله خو اوس به داسے نۀ کوُو.
17. دَ دے دَ پاره که څوک په مسيح کښے وى نو هغه نوے مخلُوق دے، زاړۀ څيزُونه تير شول، وګورئ هغه اوس نوى شول.
18. ټول څيزُونه دَ خُدائے له طرفه دى چا چه دَ مسيح په وسيله دَ خپل ځان سره مُونږ پُخلا کړلُو اَؤ دَ پُخلا کولو پيغام ئے مُونږ ته سپارلے دے.
19. مطلب دا چه خُدائے دَ مسيح په وسيله دُنيا دَ خپل ځان سره پُخلا کوله اَؤ دَ هغوئ ګُناهُونه ئے دَ هغوئ په ذمه وانۀ چول اَؤ دَ پُخلا کولو پيغام ئے زمُونږ په حواله کړو.
20. نو اوس مُونږ دَ مسيح اَستازى يُو ګويا زمُونږ په وسيله خُدائے دا خواست کوى، مُونږ دَ مسيح دَ طرف نه منت کوُو چه دَ خُدائے سره پُخلا شئ.
21. هغه چا چه ګُناه نۀ پيژنده خو خُدائے هم هغه زمُونږ دَ پاره ګُناه وګڼلو چه مُونږ په هغۀ کښے دَ خُدائے صداقت شُو.
About دوهم قرنتیانو ته Chapter 5
Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم قرنتیانو ته
Chapter: 5
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم قرنتیانو ته Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم قرنتیانو ته Chapter 5?
دوهم قرنتیانو ته Chapter 5 is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم قرنتیانو ته Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-قرنتیانو-ته
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 4
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 2
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
Explore More from نوی عهد
- متی Chapter 18
- مکاشفه Chapter 9
- اعمال رسولان Chapter 23
- مکاشفه Chapter 3
- مکاشفه Chapter 14
- یوحنا Chapter 13
- مرقس Chapter 8