Read هوشع Chapter 6 Online
Read هوشع Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of هوشع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
هوشع 6
فصل 6
1. ”راځئ، چې مالِک خُدائ ته راوګرځُو. هغۀ مونږ تيکه تيکه کړى يُو، خو اوس به هغه مونږ له شفا راکوى. هغۀ مونږ زخمى کړى يُو، خو اوس به هغه زمونږ د زخمونو مرهم پټۍ کوى.
2. په ډېر لږ وخت کښې به هغه مونږ بحال کړى او په لږ وخت کښې به شفا راکړى او داسې به مونږ د هغۀ په حضور کښې ژوند تېروو.
3. راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“
4. مالِک خُدائ فرمائى، ”اے اِسرائيله او يهوداه، زۀ تاسو سره څۀ وکړم؟ ستاسو مينه ما سره لکه د سحر د دوند په شان زر ختمه شى او لکه د سحر د پرخې په شان زر والوځى.
5. نو دا ځکه ما د خپلو پېغمبرانو په لاس تاسو ټوټې ټوټې کړئ، او د خپلې خولې په کلام مې تاسو ووژلئ. زما د اِنصاف رڼا لکه د نمر راخېژى.
6. زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ.
7. خو په آدم نومې ښار کښې تاسو لوظ مات کړو او هلته مو ما سره بېوفائى وکړه.
8. جِلعاد ښار د بدعملو نه ډک دے، هر طرف ته د وينې داغونه دى.
9. اِمامان د ډاکوانو د هغه قبيلې په شان دى چې هغوئ د چا د لوټ کولو دپاره غلى ناست وى. هغوئ د شِکم په لاره باندې قتلونه کوى، او هر قسم ګناه کوى.
10. ما په اِسرائيلو کښې ډېر بد بد کارونه ليدلى دى. زما خلقو د بُتانو د عبادت په وجه خپل ځانونه ناپاکه کړى دى چې زناکارى ده.
11. اے د يهوداه خلقو، ما ستاسو د سزا وخت هم مقرر کړے دے، اګر چې ما غوښتل چې هغوئ بحال کړم.“
About هوشع Chapter 6
Read هوشع Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: هوشع
Chapter: 6
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading هوشع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading هوشع Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is هوشع Chapter 6?
هوشع Chapter 6 is part of the Book of هوشع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete هوشع Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 21
- لاویان Chapter 8
Explore More from هوشع
- هوشَع Chapter 9
- هوشَع Chapter 10
- هوشَع Chapter 8
- هوشَع Chapter 7
- هوشَع Chapter 11
- هوشع Chapter 11
- هوشَع Chapter 2