Read عزرا Chapter 2 Online
Read عزرا Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عزرا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
عزرا 2
فصل 2
1. ډېرو جلاوطنو خلکو د څپرکیل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه څپرکیل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې.
2. دا د هغوی مشران وو: زروڅپرکیل، یشوع، نحمیا، سرایا، رعیلایا، مردخای، بلشان، مسفار، بغوای، رحوم او بعنه. دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو:
3. -
20. د فرعوش له طایفې څخه – ۲۱۷۲ تنه د شفطیا له طایفې څخه – ۳۷۲ تنه د آرح له طایفې څخه – ۷۷۵ تنه د فحت مواب له طایفې څخه (چې د یشوع او یواب د اولادې څخه وو) – ۲۸۱۲ تنه د عیلام له طایفې څخه – ۱۲۵۴ تنه د زتو له طایفې څخه – ۹۴۵ تنه د زکي له طایفې څخه – ۷۶۰ تنه د باني له طایفې څخه – ۶۴۲ تنه د ببای له طایفې څخه – ۶۲۳ تنه د عزجد له طایفې څخه – ۱۲۲۲ تنه د ادونیقام له طایفې څخه – ۶۶۶ تنه د بغوای له طایفې څخه – ۲۰۵۶ تنه د عادین له طایفې څخه – ۴۵۴ تنه د آطیر له طایفې څخه (د حزقیا په نوم هم یادېده) – ۹۸ تنه د بیسای له طایفې څخه – ۳۲۳ تنه د یوره له طایفې څخه – ۱۱۲ تنه د حاشوم له طایفې څخه – ۲۲۳ تنه د جبار له طایفې څخه – ۹۵ تنه
21. –
35. هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل هم راستانه شول: د بیت لحم څخه – ۱۲۳ تنه د نطوفه څخه – ۵۶ تنه د عناتوت څخه – ۱۲۸ تنه د عزموت څخه – ۴۲ تنه د قریت یعاریم، کفیرې او بیروت څخه – ۷۴۳ تنه د رامې او جبعې څخه – ۶۲۱ تنه د مخماس څخه – ۱۲۲ تنه د بیت ییل او عای څخه – ۲۲۳ تنه د نبو څخه – ۵۲ تنه د مغبیش څخه – ۱۵۶ تنه د بل عیلام څخه – ۱۲۵۴ تنه د حاریم څخه – ۳۲۰ تنه د لود، حادید او اونو څخه – ۷۲۵ تنه د اریحا څخه – ۳۴۵ تنه د سناعه څخه – ۳۶۳۰ تنه
36. -
39. دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: د یدعیا د طایفې څخه (چې د یشوع د اولادې څخه وو) – ۹۷۳ تنه د یمیر د طایفې څخه – ۱۰۵۲ تنه د فشحور د طایفې څخه – ۱۲۴۷ تنه د حاریم د طایفې څخه – ۱۰۱۷ تنه
40. -
42. د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: د یشوع او قدمي ییل د طایفو څخه (چې د هودویا اولاده وه) – ۷۴ تنه د خدای د کور د سندرغاړو څخه (چې د اساف اولاده وه) – ۱۲۸ تنه د خدای د کور د ساتونکو څخه (چې د شلوم، آطیر، طلمون، عقوب، حطیطا او شوبای اولاده وه) – ۱۳۹ تنه
43. -
54. د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس، سیعها، فادون، لبانه، حجابه، عقوب، حاجاب، شملای، حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین، نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای، اسنه، معونیم، نفوسیم، بقبوق، حقوفا، حرحور، بزلوت، محیدا، حرشا، برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.
55. –
57. د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: سوطای، هسوفرت، فرودا، یعله، درقون، جدیل، شفطیا، حطیل، فوخرت حظبایم او آمي.
58. د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.
59. –
60. شپږ سوه دوه پنځوس تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادان او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.
61. -
62. د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول.
63. د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»
64. -
67. د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پر دې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر ۲۰۰ تنه وو. لاندیني څاروي هم ورسره وو: اسونه – ۷۳۶ قچرې – ۲۴۵ اوښان – ۴۳۵ خره – ۶۷۲۰
68. کله چې جلاوطني خلک په اورشلیم کې هغه ځای ته ورسېدل چې پخوا په کې د څښتن کور ؤ، نو د طایفو ځینو مشرانو رضاکارانه نذرانې ورکړې چې په خپل پخواني ځای کې د خدای د کور په بیا جوړولو کې د هغه څخه کار واخیستل شي.
69. هغوی د دې کار دپاره د خپل توان سره سم پنځه سوه کیلوګرامه سره زر، دوه زره اته سوه کیلوګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره یې سل دانې چپنې خزانې ته ورکړې.
70. کاهنان، لاویان او ځینې نور خلک په اورشلیم کې یا د اورشلیم سره نژدې ځای په ځای شول. سندرغاړي، د خدای د کور ساتونکي او خدمتګاران په نژدې ښارګوټو کې ځای په ځای شول او پاتې اسراییلیان په هغو ښارګوټو کې ځای په ځای شول چې د هغوی نیکونه اوسېدلي وو.
About عزرا Chapter 2
Read عزرا Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: عزرا
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عزرا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading عزرا Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is عزرا Chapter 2?
عزرا Chapter 2 is part of the Book of عزرا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete عزرا Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from عزرا
- عزرا Chapter 7
- عزرا Chapter 5
- عِزرا Chapter 4
- عِزرا Chapter 7
- عزرا Chapter 4
- عزرا Chapter 10
- عزرا Chapter 1