Read مرقس Chapter 2 Online
Read مرقس Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرقس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مرقس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
مرقس 2
فصل 2
1. څو ورځې وروسته کله چې عیسی بېرته کپرناحوم ته لاړ نو خلک خبر شول چې هغه په کور کې دی.
2. هلته دومره زیات خلک راټول شول چې نور ځای نه ؤ، تر دې چې د کور د دروازې مخې ته هم ځای پاتې نه شو او عیسی هغوی ته د خدای د کلام وعظ کاوه.
3. په دې وخت کې څلورو کسانو یو شل سړی نیولی ؤ او عیسی ته یې راوست.
4. خو د ګڼې ګوڼې له امله یې ونه شو کولای چې عیسی ته ورنژدې شي نو هغوی د هغې کوټې چت چې عیسی په کې ؤ، سوری کړ او د هغه سوري له لارې یې هغه شل سړی په بستره کې ورښکته کړ.
5. کله چې عیسی د هغوی ایمان ولید، نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زویه، ستا ګناهونه وبخښل شول.»
6. په هغه ځای کې د شریعت یو څو عالمان ناست وو، هغوی د خپل ځان سره وویل:
7. «دا سړی ولې داسې خبرې کوي؟ هغه کفر وایي. ایا بې له خدایه څوک کولای شي چې ګناهونه وبخښي؟»
8. عیسی سمدلاسه پوه شو چې د هغوی په زړه کې څه دي. نو هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې په خپلو زړونو کې داسې فکرونه کوئ؟
9. کومه خبره اسانه ده چې دې شل سړي ته ووایم: ‹ستا ګناهونه وبخښل شول› یا دا چې ووایم: ‹پاڅېږه او خپله بستره واخله او وګرځه؟›
10. خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل:
11. «زه تاته وایم پاڅېږه، بستره دې واخله او کور ته لاړ شه.»
12. هغه پاڅېد او په داسې حال کې چې ټولو ورته کتل، زر یې خپله بستره واخیست او روان شو. نو هغوی ټول حیران شول او د خدای ثنا یې وویله. هغوی وویل: «داسې کار مونږ هېڅکله نه ؤ لیدلی.»۲
13. عیسی یوځل بیا د دریاب غاړې ته لاړ، ګڼ شمېر خلک ورته راغلل او هغه ورته تعلیم ورکول پیل کړ.
14. کله چې هغه په لاره روان ؤ نو د حلفي زوی لاوي یې ولید چې د مالیې ټولولو په ځای کې ناست ؤ. عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.» نو لاوي راپاڅېد او په هغه پسې روان شو.
15. بیا عیسی د لاوي په کور کې مېلمه شو. ډېر مالیه ټولوونکي او نور ګناهکاران چې د عیسی پیروان شوي وو هم د عیسی او د هغه د شاګردانو سره دسترخوان ته ناست وو.
16. کله چې د شریعت ځینو عالمانو چې د فریسیانو د ډلې څخه وو ولیدل چې عیسی د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره ډوډۍ خوري نو د هغه شاګردانو ته یې وویل: «هغه ولې د مالیه ټولوونکو او ګناهکارانو سره ډوډۍ خوري؟»
17. عیسی دا خبره واورېدله او هغوی ته یې وویل: «روغ خلک ډاکتر ته اړتیا نه لري بلکې ناروغان ورته اړتیا لري. زه د دې دپاره نه یم راغلی چې پرهېزګاران راوبولم، بلکې ګناهکاران راوبولم.»
18. په یو وخت کې چې د یحیی شاګردانو او فریسیانو روژه نیولې وه، نو ځینې خلک عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «ولې د یحیی شاګردان او د فریسیانو شاګردان روژه نیسي خو ستا شاګردان روژه نه نیسي؟»
19. عیسی ورته وویل: «ایا دا کېدای شي چې د زوم ملګري دې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي روژه ونیسي؟ بې له شکه چې نه، ترڅو پورې چې زوم د هغوی سره وي، هغوی نه شي کولای چې روژه ونیسي.
20. خو داسې وخت به راشي چې زوم به د هغوی څخه بوتلل شي نو په هغه وخت کې به هغوی روژه ونیسي.
21. هېڅوک په زړو کالیو باندې نوی پیوند نه لګوي. که داسې وکړي نو هغه پیوند به د زړو کالیو څخه راوشلیږي او له مخکې څخه به یو لوی سوری په کې جوړ شي.
22. هېڅوک تازه شراب په زړو مشکونو کې نه اچوي. که چېرې داسې وکړي نو شراب به هغه مشکونه وشلوي او شراب او مشکونه دواړه به له منځه لاړ شي. باید تازه شراب په نویو مشکونو کې واچول شي.»
23. د سبت په یوه ورځ عیسی د غنمو په پټیو باندې تېرېده نو شاګردانو یې د غنمو د وږو په شکولو شروع وکړه.
24. فریسیانو هغه ته وویل: «ګوره، ستا شاګردان ولې داسې کار کوي چې د سبت په ورځ روا نه دی؟»
25. عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو دا نه دي لوستلي کله چې داود او د هغه ملګري وږي شوي وو او د خوراک دپاره ورسره څه نه وو، نو هغه څه وکړل؟
26. هغه څنګه د لوی کاهن ابیاتار په زمانه کې د خدای کور ته ورننوت او هغه سپېڅلې ډوډۍ یې چې پرته له کاهنانو بل هېچا ته روا نه وه وخوړله او خپلو ملګرو ته یې هم ورکړه.»
27. بیا عیسی هغوی ته وویل: «د سبت ورځ د انسان دپاره پیدا شوې ده، نه انسان د سبت د ورځې دپاره.
28. ځکه چې د انسان زوی د سبت د ورځې خاوند هم دی.»
About مرقس Chapter 2
Read مرقس Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرقس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: مرقس
Chapter: 2
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مرقس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading مرقس Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is مرقس Chapter 2?
مرقس Chapter 2 is part of the Book of مرقس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete مرقس Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from مرقس
- مرقس Chapter 16
- مرقس Chapter 14
- مرقس Chapter 8
- مرقس Chapter 3
- مرقس Chapter 12
- مرقس Chapter 9
- مرقس Chapter 4
Explore More from نوی عهد
- یوحنا Chapter 18
- متی Chapter 4
- متی Chapter 14
- اول تیموتاوس Chapter 3
- رومیانو ته Chapter 16
- یوحنا Chapter 4
- مرقس Chapter 4