Read رومیانو ته Chapter 4 Online
Read رومیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
رومیانو ته 4
فصل 4
1. نو اوس مونږ د خپل بنیاد ايښودونکي نیکه ابراهیم د تجربې په هکله څه ووایو؟
2. که چېرې ابراهیم په خپلو نېکو عملونو د خدای په نظر کې عادل ګڼل شوی ؤ، نو د هغه سره یو دلیل ؤ چې فخر یې ورباندې کړی وای، خو د خدای په مخکې نه.
3. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ابراهیم په خدای ایمان راوړ او د هغه ایمان له امله خدای هغه عادل وګڼلو.»
4. نو څوک چې کار کوي نو مزدوري یې اخلي، خو دا مزدوري په سوغات کې نه حسابیږي، بلکې د هغه حق دی.
5. خو څوک چې په عمل تکیه نه کوي او په هغه خدای باندې ایمان راوړي چې ګناه کار خلک عادل جوړوي، نو د هغه ایمان په عدالت کې حسابیږي.
6. همدارنګه داود د هغه خوشبخته سړي په هکله چې خدای بې له دې چې د هغه عملونه په پام کې ونیسي، هغه عادل ګڼي، داسې وایي:
7. دي بختور هغه خلکچې بخښل شوې یې ده سرغړونهاو اچول شوې یې پرده په ګناهونو باندې
8. بختور دی هغه څوک چېڅښتن ورسره نه کوي حساب د ګناهونو
9. ایا دا خوشبختي یوازې د هغو خلکو دپاره ده چې سنت شوي دي یا د ناسنتو دپاره هم ده؟ ځکه چې مونږ ته ویل شوي دي چې ابراهیم د خپل ایمان له امله عادل وګڼل شو.
10. خو دا کار څه وخت وشو؟ ایا د سنت کېدلو نه مخکې وشو یا وروسته له سنت کېدلو؟ په یقین سره چې د سنت کېدلو نه مخکې وشو، وروسته نه.
11. د هغه سنت کېدل یوه نښه وه چې دا ثابته کړي چې مخکې له دې چې هغه سنت شي، خدای هغه د خپل ایمان په وسیله عادل وګڼلو. نو ابراهیم د هغو ټولو خلکو پلار دی چې په خدای باندې ایمان راوړي او عادل ګڼل کیږي، که هغوی سنت شوي هم نه وي.
12. همدارنګه هغه د سنت شویو خلکو پلار هم دی، یوازې په دې خاطر نه چې هغوی سنت شوي دي، بلکې دا چې هغوی د هغه ایمان د مثال څخه پیروي کوي چې زمونږ نیکه ابراهیم د سنت کېدلو نه مخکې درلود.
13. خدای د ابراهیم او د هغه د اولادې سره وعده وکړه چې هغوی به د ټولې نړۍ وارثان وي. دا وعده په دې خاطر نه وه چې ابراهیم په شریعت باندې عمل وکړ، بلکې د دې په خاطر وه چې هغه ایمان راوړ او د ایمان په وسیله عادل وګڼل شو.
14. ځکه که چېرې د خدای وعدې هغو خلکو ته ورکړل شي چې د شریعت پیروي کوي، نو بیا ایمان هېڅ معنی نه لري او د خدای وعده بې ارزښته ده.
15. ځکه چې شریعت د خدای د غضب سبب کیږي، خو چېرته چې شریعت نشته، نو هلته د شریعت ماتول هم نشته.
16. نو دا وعده په ایمان باندې ولاړه ده، ترڅو دا وعده د فضل په وسیله وي او د ابراهیم د ټولې اولادې دپاره اعتبار ولري، یوازې د هغو خلکو دپاره نه چې په شریعت باندې عمل کوي، بلکې د هغو خلکو دپاره هم چې د ابراهیم په شان ایمان لري، ځکه چې ابراهیم زمونږ د ټولو نیکه دی.
17. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ته مې د ډېرو قومونو پلار کړی یې.» نو ابراهیم د خدای په نظر کې زمونږ پلار دی چې هغه ورباندې ایمان درلود، یعنې هغه خدای چې مړي راژوندي کوي او د نشت څخه شته جوړوي.
18. ابراهیم ایمان راوړ او باور یې وکړ او حتی په ناامیدۍ کې یې هیله وساتله، نو له دې امله هغه د ډېرو قومونو پلار شو. لکه څنګه چې خدای هغه ته ویلي وو: «ستا نسل به بې اندازې زیات شي.»
19. کله چې ابراهیم شاوخوا سل کلن ؤ، که څه هم هغه پوه شو چې بدن یې نژدې مړ دی او ښځه یې ساره هم نه شي کولای اولاد راوړي، خو ایمان یې کمزوری نه شو.
20. ابراهیم هېڅکله هم د خدای په وعده باندې شک ونه کړ، بلکې ایمان یې هغه ته قوت ورکاوه او د خدای ثنا یې ویله.
21. ځکه چې هغه پوره یقین درلود چې خدای په دې قادر دی چې خپله وعده پوره کړي.
22. نو له دې امله ابراهیم د ایمان په وسیله عادل وګڼل شو.
23. دا خبره چې «هغه عادل وګڼل شو» یوازې د هغه په خاطر ونه لیکل شوه،
24. بلکې زمونږ دپاره هم ولیکل شوه چې عادل وګڼل شو او په هغه باندې ایمان ولرو چې زمونږ څښتن عیسی یې د مړو نه راژوندی کړی دی.
25. هغه زمونږ د سرغړونو په خاطر مرګ ته وسپارل شو او بېرته راژوندی شو، ترڅو مونږ د خدای په حضور کې عادل وګڼل شو.
About رومیانو ته Chapter 4
Read رومیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: رومیانو ته
Chapter: 4
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading رومیانو ته Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is رومیانو ته Chapter 4?
رومیانو ته Chapter 4 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from رومیانو-ته
- رومیانو ته Chapter 14
- رومیانو ته Chapter 7
- رومیانو ته Chapter 3
- رومیانو ته Chapter 1
- رومیانو ته Chapter 10
- رومیانو ته Chapter 8
- رومیانو ته Chapter 6
Explore More from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 16
- اعمال رسولان Chapter 8
- مرقس Chapter 1
- اعمال رسولان Chapter 11
- اول تسالونیکیانو ته Chapter 2
- افسیانو ته Chapter 5
- کولسیانو ته Chapter 3