Read دوهم سموئیل Chapter 8 Online
Read دوهم سموئیل Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم سموئیل 8
فصل 8
1. څه موده وروسته داود بیا فلسطینیانو ته ماتې ورکړه، هغوی یې کمزوري کړل او په هغه سیمه باندې یې د هغوی واکمني پای ته ورسوله.
2. همدارنګه داود موآبیانو ته هم ماتې ورکړه. داود په هغوی باندې امر وکړ چې د ځمکې په مخ څنګ په څنګ په یوه قطار څملي. وروسته بیا یوه اندازه نیوونکې رسۍ په واسطه یې په درې برخو ووېشل. هرې دوه برخې یې ووژلې او هره درېمه برخه یې ژوندې پرېښودله. نو موآبیان د هغه رعیت شول او باج به یې ورکاوه.
3. برسېره پردې داود د صوبې د پادشاه د رحوب زوې هددعزر ته ماتې ورکړه. (هددعزر د فرات د سیند د پورتنۍ سیمې ته روان ؤ ترڅو د هغه ځای واکمني بېرته تر لاسه کړي.)
4. داود د هغه څخه یو زر او اووه سوه سپاره او شل زره پیاده عسکر ونیول. هغه د سلو جنګي ګاډیو دپاره اسونه وساتل او نور ټول یې ګوډ کړل.
5. کله چې د دمشق ارامیانو د هددعزر پادشاه د مرستې دپاره لښکر ورولېږه، داود په هغوی باندې حمله وکړه او دوه ویشت زره ارامیان یې ووژل.
6. بیا هغه د دمشق د ارام په پادشاهۍ کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او ارامیان د هغه رعیت شول او باج یې ورکاوه. هر چېرته چې به داود لاړ څښتن هغه ته بری ورکاوه.
7. داود د هددعزر د عسکري منصبدارانو د سرو زرو سپرونه واخیستل او هغه یې اورشلیم ته راوړل.
8. داود پادشاه د باته او بیروتای څخه چې د هددعزر ښارونه وو په زیاته اندازه برنجي فلز لاس ته راوړل.
9. د حمات پادشاه توعي واورېدل چې داود د هددعزر ټول لښکر ته ماتې ورکړې ده.
10. نو هغه خپل زوی یورام داود پادشاه ته ورولېږه چې هغه ته سلام ووایي او په جګړه کې په هددعزر باندې د هغه د بریالیتوب مبارکي ووایي. هددعزر ډېر ځلې د توعي سره جنګېدلی ؤ. یورام داود ته سوغاتونه یعنې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجي شیان د ځان سره راوړل.
11. داود پادشاه هغه شیان د هغو سپینو او سرو زرو سره یوځای څښتن ته وقف کړل چې د هغو قومونو څخه یې لاس ته راوړي وو چې په هغو باندې یې بری ترلاسه کړی ؤ،
12. یعنې د ادومیانو، موآبیانو، عمونیانو، فلسطینیانو او عمالیقیانو څخه. همدارنګه هغه غنیمت چې د هددعزر د صوبې د پادشاه څخه یې نیولی ؤ یوه برخه یې څښتن ته وقف کړله.
13. کله چې داود د مالګې په دره کې د اتلسو زرو ادومیانو د وژلو څخه راستون شو، هغه نور هم مشهور شو.
14. هغه په ټول ادوم کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او ټول ادومیان د داود رعیت شول. داود به چې هر چېرته لاړ څښتن به ورته بری ورکاوه.
15. داود په ټولو اسراییلو باندې پادشاهي کوله او خپلو ټولو خلکو دپاره یې په عدل او انصاف سره کارونه کول.
16. یوآب د زرویه زوی د لښکرو عمومي قوماندان ؤ. یهوشافاط د اخیلود زوی د اطلاعاتو وزیر ؤ.
17. صادوق د اخیطوب زوی او اخیملک د ابیاتار زوی کاهنان وو. سرایا د دربار منشي ؤ.
18. بنایاه د یهویاداع زوی د داود د ساتونکو ګارډ یعنې کریتیانو او فلیتیانو قوماندان ؤ او د داود زامن کاهنان وو.
About دوهم سموئیل Chapter 8
Read دوهم سموئیل Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم سموئیل
Chapter: 8
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم سموئیل Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم سموئیل Chapter 8?
دوهم سموئیل Chapter 8 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-سموئیل
- دوهم سموئیل Chapter 15
- دوهم سموئیل Chapter 20
- دوهم سموئیل Chapter 19
- دوهم سموئیل Chapter 6
- دوهم سموئیل Chapter 1
- دوهم سموئیل Chapter 17
- دوهم سموئیل Chapter 14
Explore More from زوړ عهد
- ایوب Chapter 28
- ایوب Chapter 20
- دوهم پادشاهان Chapter 2
- اول سموئیل Chapter 3
- زبور Chapter 139
- اول سموئیل Chapter 14
- ارمیا Chapter 15