متی Chapter 14

For English

Read متی Chapter 14 Online

Read متی Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متی and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متی 14

فصل 14

1. په دې وخت کې د جلیل والي هیرودیس د عیسی د کارونو څخه خبر شو.

2. نو خپلو کسانو ته یې وویل: «دا سړی هماغه تعمید ورکوونکی یحیی دی. هغه بېرته د مرګ نه راژوندی شوی دی، نو له دې امله هغه دا قدرت لري چې معجزې وښایي.»

3. هیرودیس د خپل ورور فیلیپوس د ښځې هیرودیا په خاطر یحیی نیولی ؤ، په زنځیرونو یې تړلی ؤ او په زندان کې یې اچولی ؤ.

4. ځکه چې تعمید ورکوونکي یحیی هیرودیس ته ویلي وو: «تاته روا نه ده چې د خپل ورور د ښځې هیرودیا سره واده وکړې.»

5. هیرودیس غوښتل چې هغه مړ کړي، خو د خلکو څخه وېرېده، ځکه چې خلکو هغه پیغمبر ګڼلو.

6. خو د هیرودیس د زېږېدنې په مېلمستیا کې د هیرودیا لور د مېلمنو په مخکې داسې نڅا وکړه چې هیرودیس دومره خوشحاله شو،

7. چې قسم یې وخوړ چې هغه ترې هرڅه وغواړي نو ورته به یې ورکړي.

8. هغې د خپلې مور په لمسون وویل: «د تعمید ورکوونکي یحیی سر راته په پتنوس کې راکړه.»

9. پاچا د خپلې خبرې څخه پښېمانه شو، خو هغه د خپل قسم په خاطر چې د مېلمنو په مخکې یې خوړلی ؤ، خپلو کسانو ته حکم وکړ چې د هغې غوښتنه دې پوره کړای شي.

10. هغه خپل کسان ولېږل او په زندان کې یې د یحیی سر پرې کړ.

11. نو د هغه سر یې په یو پتنوس کې راوړ او هغې انجلۍ ته یې ورکړ او هغې خپلې مور ته یووړ.

12. بیا د یحیی شاګردان راغلل او د هغه مړی یې یووړ او ښخ یې کړ. هغوی لاړل او عیسی یې خبر کړ.

13. کله چې عیسی دا خبر واورېد، نو د هغه ځای څخه په کشتۍ کې یو ګوښه ځای ته یوازې لاړ. خو کله چې خلک خبر شول، نو د خپلو ښارونو څخه د وچې لارې نه په هغه پسې لاړل.

14. کله چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه یې ولیدله، نو زړه یې ورباندې وسوځېد او د هغوی ناروغان یې روغ کړل.

15. کله چې ماښام شو، شاګردان یې ورته راغلل او ویې ویل: «دا ځای د دښتې په شان دی او ډېره ناوخته شوې ده، خلک کلیو ته ولېږه چې خپلو ځانونو ته د خوړلو دپاره کوم څه واخلي.»

16. عیسی وویل: «د دوی تګ ته اړتیا نشته، تاسو خپله هغوی ته کوم څه ورکړئ چې ویې خوري.»

17. هغوی ځواب ورکړ: «زمونږ سره یوازې پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان دي.»

18. عیسی وویل: «هغه ماته راوړئ.»

19. بیا هغه خلکو ته حکم وکړ چې په واښو باندې کښېني. بیا یې هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان راواخیستل، اسمان ته یې وکتل، د خدای شکر یې وویست او ډوډۍ یې ماتې کړې، هغه یې شاګردانو ته ورکړې او شاګردانو هغه خلکو ته ورکړې.

20. هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول او څه چې ترې پاتې شوي وو شاګردانو هغه راټول کړل او دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.

21. د هغو خلکو شمېر چې ډوډۍ یې وخوړله پنځه زرو تنو ته رسېده چې په هغو کې ښځې او ماشومان شمېرل شوي نه وو.

22. بیا عیسی خپل شاګردان مجبور کړل چې کشتۍ ته وخېژي او د ده څخه مخکې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شي او له هغې وروسته یې خلک رخصت کړل.

23. چې کله یې خلک رخصت کړل، نو خپله یو غره ته لاړ چې یوازې دعا وکړي او تر ماښامه پورې هلته یوازې پاتې ؤ.

24. په دې وخت کې کشتۍ د وچې څخه لېرې وه او د څپو له امله یې ټکانونه خوړل، ځکه چې باد ورته مخامخ لګېده.

25. سهار وختي چې لا تیاره وه، عیسی په داسې حال کې چې د اوبو دپاسه ګرځېده، شاګردانو ته ورغی.

26. خو کله چې شاګردانو ولیدل چې هغه د اوبو دپاسه روان دی، نو ووېرېدل او ویې ویل: «دا د مړي ارواح ده.» نو د وېرې له لاسه یې چیغې ووهلې.

27. خو عیسی سمدلاسه د هغوی سره خبرې وکړې او ویې ویل: «زړور اوسئ. زه یم، مه وېرېږئ.»

28. پطروس وویل: «ای استاذه! که چېرې دا ته یې نو ماته امر وکړه چې زه هم د اوبو دپاسه درشم.»

29. عیسی وویل: «راشه.» نو پطروس د کشتۍ څخه ښکته شو او د اوبو دپاسه د عیسی خواته روان شو.

30. خو کله چې هغه ولیدل چې څومره زورور باد لګیږي، نو ووېرېده او کله چې په اوبو کې ډوبېده، نو چیغې یې ووهلې: «استاذه! ما وژغوره.»

31. عیسی سمدلاسه خپل لاس ور اوږد کړ او هغه یې راونیوه او ورته ویې ویل: «ستا ایمان څومره کمزوری دی. ولې دې شک وکړ؟»

32. کله چې هغوی په کشتۍ کې سپاره شول، باد ودرېده.

33. نو په کشتۍ کې ناست کسان هغه ته په سجده شول او ویې ویل: «ته په رښتیا د خدای زوی یې.»

34. هغوی د دریاب څخه پورې وتل او د جنیسارت سیمې ته ورسېدل.

35. او کله چې د هغه ځای خلکو عیسی وپېژانده، نو هغوی شاوخوا ټولو سیمو ته خبر ورکړ او خلکو خپل ټول ناروغان عیسی ته راوستل.

36. هغه ته یې سوال وکړ چې د دوی ناروغانو ته دومره اجازه ورکړي چې یوازې د هغه لمنې ته لاس وروړي او هر چا چې ورته لاس وروړ، نو هغوی به بیخي روغېدل.

About متی Chapter 14

Read متی Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متی
Chapter: 14
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متی. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متی Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متی Chapter 14?

متی Chapter 14 is part of the Book of متی in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متی Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from متی

  1. متی Chapter 26
  2. متی Chapter 2
  3. متی Chapter 16
  4. متی Chapter 14
  5. متی Chapter 8
  6. متی Chapter 19
  7. متی Chapter 13

Explore More from نوی عهد

  1. رومیانو ته Chapter 1
  2. غلاطیانو ته Chapter 4
  3. لوقا Chapter 12
  4. مرقس Chapter 13
  5. اعمال رسولان Chapter 23
  6. اعمال رسولان Chapter 26
  7. مکاشفه Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 31
  2. عاموس Chapter 9
  3. میکاه Chapter 7
  4. متلونه Chapter 27
  5. دانیال Chapter 2
  6. مرقس Chapter 6
  7. زبور Chapter 53
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *