دوهم سموئیل Chapter 7

For English

Read دوهم سموئیل Chapter 7 Online

Read دوهم سموئیل Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

دوهم سموئیل 7

فصل 7

1. کله چې داود پادشاه په خپله ماڼۍ کې اوسېده او څښتن هغه ته د خپلو ټولو دښمنانو څخه ارامي ورکړه،

2. نو پادشاه ناتان نبي ته وویل: <ګوره، زه دلته په دې ماڼۍ کې اوسېږم چې د صبر د ونې د لرګیو څخه جوړه شوې ده، مګر د خدای د لوظ صندوق په خېمه کې ایښودل شوی دی.>

3. ناتان ځواب ورکړ: <هرڅه چې ستا په زړه کې دي هغه وکړه، ځکه چې څښتن ستا سره دی.>

4. مګر په هم هغه شپه څښتن ناتان ته وویل:

5. <لاړ شه او زما خدمتګار داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: ته هغه څوک نه یې چې زما د اوسېدلو دپاره کور جوړوې.

6. له هغه وخت څخه چې ما د اسراییلو قوم د مصر څخه راخلاص کړ، تر نن ورځې پورې زه په کور کې نه یم اوسېدلی. زه یو ځای او بل ځای ګرځېدلی یم او په خېمه کې اوسېدلی یم.

7. ما د قوم مشران غوره کړل او ورته مې وویل چې د شپنو په شان زما د قوم اسراییلو لارښوونه وکړي. مګر آیا کله مې د هغو څخه چاته ویلي دي چې د صبر د ونې د لرګیو څخه دې ولې زما دپاره کور نه دی جوړ کړی؟

8. نو په دې خاطر زما خدمتګار داود ته ووایه چې مطلق قادر څښتن درته داسې وایي: ما ته د پسونو د ساتلو د څړځای څخه راواخیستلې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې وټاکلې.

9. هر چېرې چې ته تللې، زه به درسره وم. څنګه به چې ته پرمخ تللې، ما به ستا ټول دښمنان له منځه وړل. اوس به زه تا د نړۍ د ډېرو لویو مشرانو په شان مشهور کړم.

10. ‏-

11. ما د خپل قوم اسراییلو دپاره ځای تیار کړ او هغوی مې هلته ځای په ځای کړل، ترڅو هلته واوسیږي او نور ورباندې ظلم ونه شي. له هغه وخته چې مې قاضیان یعنې مشران د اسراییلو دپاره ټاکلي دي په هغوی باندې د بدکاره خلکو له خوا تېری شوی دی. بیا به داسې ونه شي. همدارنګه به تا د خپلو ټولو دښمنانو څخه په امن کې وساتم.زه به ستا اولاده هم پادشاهان کړم.

12. هغه ورځ چې ستا سترګې د دې نړۍ څخه پټې شوې او د خپلو نیکونو سره ښخ شوې، زه به ستا د زامنو څخه یو پادشاه کړم او د هغه پادشاهي به ټینګه وساتم.

13. هغه به هغه څوک وي چې زما د نوم د سرلوړۍ دپاره به یو کور جوړ کړي او د هغه پادشاهي به زه د تل دپاره ټینګه کړم.

14. زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي. کله چې هغه کومه غلطي وکړي نو زه به هغه ته داسې سزا ورکړم لکه څنګه چې پلار خپل زوی ته په لښتې باندې سزا ورکوي.

15. مګر زه به د هغه څخه خپله تلپاتې مینه پرې نه ږدم لکه څنګه چې مې د شائول څخه پرې ایښې وه، یعنې هغه څوک چې ما لېرې کړ ترڅو ته پادشاه شې.

16. ته به تل اولاده ولرې او زه به ستا پادشاهي تل تر تله ټینګه کړم. ستا شاهي کورنۍ به هیڅکله پای ته ونه رسیږي.>

17. ناتان داود ته هغه هرڅه بیان کړل چې خدای ورته د په ذریعه رالېږلي وو.

18. بیا داود پادشاه د لوظ د صندوق خېمې ته ورننوت، هلته د څښتن په حضور کې کښېناست او دعا یې وکړه: <ای څښتن تعالیٰ! هغه څه چې تا پخوا زما سره کړي دي زه او زما کورنۍ د هغې وړ نه یو.

19. خو بیاهم دا ستا په نظر کافي نه وو، ای څښتن تعالیٰ! تا د راتلونکو کلونو دپاره هم زما د اولادې په هکله وعدې کړې دي. ای څښتن تعالیٰ! آیا ته همېشه په همدې طریقه د انسان سره سلوک کوې؟

20. ای څښتن تعالیٰ! زه تاته نور څه ویلای شم؟ ځکه چې ته ما یعنې خپل خدمتګار پېژنې.

21. دا ستا وعده وه او ستا مقصد ؤ چې دا کار دې وکړ. تا دا لوی کارونه وکړل او هغه دې ماته ښکاره کړل.

22. ای څښتن تعالیٰ! ته څومره لوی یې. لکه څنګه چې مونږ تل اورېدلي دي، ستا په شان څوک نشته او بې له تا بل خدای نشته.

23. د ځمکې په مخ د اسراییلو په شان بل قوم نشته، هغه قوم چې تا هغوی د مصر د غلامۍ څخه وژغورل، د دې دپاره چې هغه ستا خپل قوم شي. د هغوی دپاره دې لوی او حیرانوونکي کارونه وکړل او خپل نوم دې په ټوله نړۍ کې مشهور او لوړ کړ. تا نور قومونه او د هغوی خدایان د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم وشړل.

24. اسراییل دې د تل دپاره خپل قوم غوره کړ او ای څښتنه، ته د هغوی خدای شوې.

25. ای څښتن خدایه! اوس هغه ژمنه د تل دپاره سرته ورسوه چې زما او زما د اولادې په هکله دې کړې ده. هغه څه چې دې ویلي وو هماغسې وکړه.

26. ستا نوم به لوی وي او خلک به د تل دپاره وایي: مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای دی. بیا به زما د اولادې پادشاهي د تل دپاره ټینګه کړې.

27. ای مطلق قادر څښتنه، د اسراییلو خدایه! دا ټول تا ماته ښکاره کړي دي او ماته دې وویل، چې زما د اولادې څخه به ته پادشاهان جوړ کړې، نو ځکه مې دا جرأت وکړ چې تاته دا دعا وکړم.

28. اوس ای څښتن تعالیٰ، ته په رښتیا خدای یې! ستا ژمنې د باور وړ دي او تا د خپل خدمتګار سره د دې ښو شیانو ژمنه کړې ده.

29. مهرباني وکړه زما اولادې ته برکت ورکړه او پرېږده چې هغوی تل ستا غوره شوي پادشاهان وي. څښتنه، تا پخوا وعده کړې ده او زه یقین لرم چې ته به زما کورنۍ ته د تل دپاره برکت راکړې.>

About دوهم سموئیل Chapter 7

Read دوهم سموئیل Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم سموئیل
Chapter: 7
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم سموئیل Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم سموئیل Chapter 7?

دوهم سموئیل Chapter 7 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-سموئیل

  1. دوهم سموئیل Chapter 15
  2. دوهم سموئیل Chapter 8
  3. دوهم سموئیل Chapter 20
  4. دوهم سموئیل Chapter 19
  5. دوهم سموئیل Chapter 6
  6. دوهم سموئیل Chapter 1
  7. دوهم سموئیل Chapter 22

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 49
  2. استر Chapter 1
  3. خروج Chapter 6
  4. عاموس Chapter 3
  5. زبور Chapter 2
  6. اول پادشاهان Chapter 3
  7. زبور Chapter 139

Related Chapters & Readings

  1. اعمال رسولان Chapter 18
  2. لوقا Chapter 9
  3. دوهم تواریخ Chapter 17
  4. مرقس Chapter 15
  5. اول سموئیل Chapter 4
  6. قاضیان Chapter 9
  7. حزقیال Chapter 36
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *