دوهم سموئیل Chapter 2

For English

Read دوهم سموئیل Chapter 2 Online

Read دوهم سموئیل Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم سموئیل 2

فصل 2

1. وروسته بیا داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا زه لاړ شم او د یهودا د ښارونو څخه د یو کنترول په لاس کې واخلم؟>څښتن ځواب ورکړ: <هو.>داود پوښتنه وکړه: <کوم یو ښار ته لاړ شم؟>څښتن وویل: <حبرون ته.>

2. نو داود خپلې دوه ښځې، یزرعیلي اخینوعم او د نابال کرملي کونډه ابیجایل له ځان سره واخیستلې او حبرون ته لاړ.

3. همدارنګه داود خپل نفر او د هغوی کورنۍ د ځان سره بوتلې او هغوی د حبرون په شاوخوا ښارونو کې ځای په ځای شول.

4. وروسته د یهودا سړي حبرون ته راغلل او هلته یې داود د یهودا د پادشاه په توګه غوره کړ.کله چې داود واورېدل چې د جلعاد د یابیش خلکو شائول ښخ کړی دی،

5. هغه استازي ولېږل چې هغوی ته داسې ووایي: <څښتن دې تاسو ته برکت درکړي ځکه چې تاسو خپله وفاداري خپل پادشاه ته وښودله چې هغه مو ښخ کړ.

6. څښتن دې له تاسو سره مهرباني او وفاداري وکړي او د هغه کار په خاطر چې تاسو کړی دی زه به هم تاسو سره نېکي وکړم.

7. اوس چې ستاسو پادشاه شائول مړ شوی دی او د یهودا خلکو زه د خپل پادشاه په توګه غوره کړی یم، نو قوي او زړور اوسئ!>

8. په دې ترڅ کې د شائول د لښکرو قوماندان د نیر زوی ابنیر د شائول زوی ایشبوشت د محنایم ښار ته چې د اردن د سیند بلې خواته ؤ راوست.

9. په هغه ځای کې ابنیر ایشبوشت د جلعاد، یزرعیل، اشیر، افرایم او بنیامین په سیمو باندې، یعنې په ټولو اسراییلو یې پادشاه کړ.

10. هغه د څلوېښتو کالو په عمر ؤ چې د اسراییلو پادشاه شو او دوه کاله یې پادشاهي وکړه. مګر د یهودا قبیله داود ته وفاداره وه.

11. داود په حبرون کې د یهودا په قبیلې باندې اووه نیم کاله پادشاهي وکړه.

12. ابنیر د ایشبوشت د نفرو سره یوځای د محنایم څخه جبعون ښار ته لاړل.

13. د داود نفر د زرویه زوی یعنې یوآب په مشرۍ ووتل او دواړه ډلې د جبعون د ډنډ سره یو د بل سره مخامخ شوې. یوه ډله د ډنډ یوې خواته او بله ډله د ډنډ بلې خواته کښېناستله.

14. ابنیر یوآب ته وړاندیز وکړ: <راځئ چې د دواړو خواو څخه ځوانان راولو چې زمونږ په مخ کې وجنګیږي، هر سړی د بل سړي په مقابل کې.>یوآب ځواب ورکړ: <صحیح ده.>

15. نو ځوانان ودرېدل او وشمېرل شول، دولس تنه د بنیامین د قبیلې او د ایشبوشت څخه او دولس تنه د داود د نفرو څخه.

16. هر سړي خپل سیال له ویښتانو رانیوه او خپله توره یې د هغه په اړخ کې منډله، ترڅو هغه ټول څلورویشت تنه سره یوځای وغورزېدل او مړه شول. نو هغه ځای د تورو د میدان په نوم یاد شو.

17. د دې پسې بله جګړه ډېره سخته وه، د ابنیر او د اسراییلو عسکرو ته د داود د عسکرو له خوا ماتې ورکړای شوه.

18. د زرویه درې زامن، یعنې یوآب، ابیشای او عساهیل په هغه ځای کې وو. عساهیل چې د هوسۍ په شان تېزې منډې وهلې

19. د ابنیر په تعقیبولو یې پیل وکړ او په مستقیمه توګه یې د هغه پسې منډې وهلې.

20. ابنیر شاته وکتل او ویې ویل: <ای عسایله، دا ته یې؟>هغه ځواب ورکړ: <هو.>

21. ابنیر وویل: <بس کړه! ما مه تعقیبوه! د عسکرو څخه یو راونیسه او وسلې او زغره ورڅخه واخله.> مګر عساهیل د هغه د تعقیبولو څخه لاس وانه خیست.

22. ابنیر یو ځل بیا عساهیل ته خبرداری ورکړ: <بس کړه! ما مه تعقیبوه! زه نه غواړم تا ووژنم. زه به څنګه ستا ورور یوآب ته وګورم؟>

23. خو عساهیل د هغه خبره ونه منله، نو بیا ابنیر د خپلې نېزې بېخ د عساهیل په ګېډه ورننه ایست او نېزه د هغه له شا څخه ووتله. هغه هلته پرېوت او ځای په ځای مړ شو او هر سړی چې به هغه ځای ته چې عساهیل په کې مړ پروت ؤ راغی وبه درېده.

24. مګر یوآب او ابیشای په ابنیر پسې شول. څنګه چې هغوی د امه غونډۍ ته چې جیح ته مخامخ وه او د جبعون د بیابان په لاره کې وه ورسېدل لمر پرېواته.

25. د بنیامین د قبیلې خلک یو ځل بیا د ابنیر په شاوخوا راټول شول او د یوې غونډۍ د پاسه ودرېدل.

26. ابنیر یوآب ته نارې کړې: <آیا مونږ به تل جنګېږو؟ آیا ته نه پوهېږې چې دا به په تریخوالي پای ته ورسیږي او انجام به یې ښه نه وي؟ ولې خپلو نفرو ته امر نه ورکوې چې د خپلو ورونو د تعقیبولو څخه لاس واخلي؟>

27. یوآب ځواب ورکړ: <زه په ژوندي خدای قسم خورم که دا خبره دې نه وای کړې، نو زما نفرو به تر سبا سهاره پورې تاسو تعقیبولئ.>

28. نو یوآب خپلو نفرو ته د نښې په توګه سرنی وواهه چې د اسراییلیانو د تعقیبولو څخه لاس واخلي، نو جنګ ودرېد.

29. ابنیر او د هغه نفرو هغه ټوله شپه د اردن په دره کې مزل وکړ. هغوی د اردن له سیند څخه تېر شول، په راتلونکې ورځ یې تر غرمې پورې لاره ووهله او بېرته محنایم ته ورسېدل.

30. کله چې یوآب د ابنیر تعقیبول پرېښودل، خپل ټول نفر یې راغونډ کړل. پرته له عساهیل څخه د داود د نفرو نولس تنه ورک شوي وو.

31. مګر د داود نفرو د بنیامین د قبیلې درې سوه شپېته تنه چې د ابنیر سره وو وژلي وو.

32. یوآب او د هغه نفرو د عساهیل مړی واخیست او په بیت لحم کې یې د هغه د پلار په هدیره کې ښخ کړ. وروسته بیا هغوی ټوله شپه لاره ووهله او د سباوون په وخت حبرون ته ورسېدل.

About دوهم سموئیل Chapter 2

Read دوهم سموئیل Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم سموئیل
Chapter: 2
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم سموئیل Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم سموئیل Chapter 2?

دوهم سموئیل Chapter 2 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-سموئیل

  1. دوهم سموئیل Chapter 15
  2. دوهم سموئیل Chapter 8
  3. دوهم سموئیل Chapter 20
  4. دوهم سموئیل Chapter 6
  5. دوهم سموئیل Chapter 19
  6. دوهم سموئیل Chapter 1
  7. دوهم سموئیل Chapter 11

Explore More from زوړ عهد

  1. ایوب Chapter 33
  2. قاضیان Chapter 14
  3. دوهم سموئیل Chapter 1
  4. خروج Chapter 28
  5. پیدایښت Chapter 36
  6. لاویان Chapter 17
  7. اول سموئیل Chapter 10

Related Chapters & Readings

  1. دوهم سموئیل Chapter 16
  2. یعقوب Chapter 3
  3. حزقیال Chapter 44
  4. لوقا Chapter 19
  5. شمېر Chapter 27
  6. اشعیا Chapter 21
  7. یوحنا Chapter 15
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *