ایوب Chapter 8

For English

Read ایوب Chapter 8 Online

Read ایوب Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 8

فصل 8

1. بيا بِلداد شوحى ووئيل،

2. ”ترڅو پورې به تۀ دا خبرې کوې، او دا بک بک به جارى ساتې؟

3. خُدائ پاک د اِنصاف نه نۀ اوړى. او د قادر خُدائ کارونه همېشه په حقه وى.

4. کۀ ستاسو بچو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وى، نو هغوئ ته به د هغې بدله مِلاو شوې وى.

5. کۀ تۀ خُدائ پاک ولټوې او قادر خُدائ ته په دُعا کښې سوال وکړې،

6. کۀ تۀ صفا او صادق يې، نو هغه به په خپله راپاڅى او هغه به تا له خپل صحيح مقام واپس درکړى.

7. اګر چې ستا شروع معمولى شان وه، خو په مستقبل کښې به مالدار شې.

8. معلوماتو دپاره مخکښېنو نسلونو نه تپوس وکړه، او د هغوئ چې کومې تجربې دى په هغې غور وکړه.

9. ځکه چې مونږ پرون پېدا شوى يُو او مونږ ته هيڅ پته نۀ لګى، ځکه چې په زمکه باندې زمونږ وخت د سورى په شان روان دے.

10. خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه.

11. چرته چې اوبۀ نۀ وى نو هلته لوخه نۀ را شنه کيږى، دا د اوبو نه بغېر نۀ کيږى.

12. او دا لا شنه وى او رېبلے شوې نۀ وى، خو د نورو واښو نه زر وچيږى.

13. نو چې څوک خُدائ پاک هېروى نو د هغوئ هم دغه لار ده، چې څوک د خُدائ نه منکر وى نو د هغوئ اُميد به ختم شى.

14. د هغوئ ايمان نازک وى، د هغوئ يقين د جولا د جالې په شان وى.

15. چې څوک په دې جاله يقين کوى نو هغوئ ته به دا جاله ټينګه نۀ شى، کۀ څوک ورپورې ځان وتړى، نو دا به يې برداشت نۀ کړى.

16. منکر کسان داسې ښکارى چې په نمر کښې رازرغون وى، او د دې څانګې په باغ کښې خورې ورې وى.

17. د هغوئ جرړې د کاڼو د ډېرى نه تاويږى، او دا کاڼى کلک نيسى.

18. خو کۀ هغوئ د خپل ځائ نه لرې کړے شى، نو بيا به هغوئ اِنکار وکړى او وائى به چې ما تاسو کله هم نۀ يې ليدلے.

19. ګوره، د هغوئ خوشحالى به د لږ وخت دپاره وى، خو نور بوټى راشنۀ شى او د دې ځائ ونيسى.

20. ګوره، خُدائ پاک به يو بې‌داغه کس نۀ رد کوى، او نۀ به د بدعمله خلقو مدد وکړى.

21. هغه به بيا هم تاسو له خوشحالى درکړى، او ستاسو خولې به د خندا نۀ ډکې کړى.

22. چې څوک ستا نه نفرت کوى نو هغوئ به په شرمونو وشرميږى، او د بدکارانو کور به تباه شى.“۔

About ایوب Chapter 8

Read ایوب Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 8
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 8?

ایوب Chapter 8 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 8
  2. ایوب Chapter 41
  3. ایوب Chapter 19
  4. ایوب Chapter 11
  5. ایوب Chapter 1
  6. ایوب Chapter 25
  7. ایوب Chapter 9

Explore More from زوړ عهد

  1. متلونه Chapter 23
  2. زبور Chapter 54
  3. پیدایښت Chapter 11
  4. تثنیه Chapter 34
  5. زبور Chapter 66
  6. حزقیال Chapter 32
  7. حزقیال Chapter 7

Related Chapters & Readings

  1. مکاشفه Chapter 22
  2. اول سموئیل Chapter 28
  3. عبرانیانو ته Chapter 5
  4. هوشع Chapter 13
  5. افسیانو ته Chapter 4
  6. متلونه Chapter 9
  7. اشعیا Chapter 12
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *