Read رومیانو ته Chapter 13 Online
Read رومیانو ته Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
رومیانو ته 13
فصل 13
1. هرڅوک دې د حکومتي واکمنانو تابعداري کوي، ځکه چې د خدای له اجازې پرته څوک نه شي کولای چې حکومت وکړي او اوسني واکمنان د خدای له خوا ټاکل شوي دي.
2. له دې امله څوک چې د واکمنانو سره مخالفت کوي، نو د خدای سره چې هغوی یې ټاکلي دي، مخالفت کوي او څوک چې مخالفت کوي، هغوی به په خپله خپل ځان ته سزا ورکوي.
3. ځکه چې واکمنان د ښو خلکو د وېرې سبب نه ګرځي، بلکې بدکاران ترې وېریږي. نو که چېرې غواړئ چې د قدرت د خاوندانو څخه وېره ونه لرئ، نو بیا ښه کار کوئ او هغوی به ستاسو ستاینه کوي.
4. ځکه چې هغوی د خدای خدمتګاران دي او ستاسو د ښېګڼې دپاره دي. خو که چېرې تاسو غلط کار کوئ، نو بیا ووېرېږئ، ځکه چې هغوی د خپل ځان سره توره بې دلیله نه ګرځوي. هغوی د خدای خدمتګاران دي او د خدای د غضب له لارې بدکارانو ته سزا ورکوي.
5. له همدې امله باید د واک د خاوندانو تابع اوسئ، یوازې د خدای د غضب نه د ځان ساتلو دپاره نه، بلکې د خپل وجدان په خاطر.
6. له همدې امله تاسو هم خپله مالیه ورکوئ، ځکه چې د واک خاوندان د خدای خدمتګاران دي او په خپلو دندو کې بوخت دي.
7. د کومو خلکو نه چې مو پور اخیستی وي، هغوی ته خپل پور بېرته ورکړئ. د مالیې اخیستونکو ته مالیه ورکوئ او محصول د محصول اخیستونکو ته ورکوئ. څوک چې د درناوي وړ وي، د هغوی درناوی کوئ او د عزت د خاوندانو عزت کوئ.
8. د هېچا پور په ځان باندې مه پرېږدئ، ستاسو یوازېنی کار د یو بل سره مینه کول دي. ځکه څوک چې د نورو سره مینه کوي، هغه په شریعت باندې پوره عمل کړی دی.
9. ځکه چې دا حکمونه دي: «زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، د نورو څخه د کوم شي تمه مه کوه» او نور حکمونه هم دي چې په دې حکم کې په لنډه توګه بیانیږي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.»
10. څوک چې د خپل ګاونډي سره مینه کوي، نو د هغه سره بد نه کوي. نو له دې امله مینه کول د شریعت پوره کول دي.
11. همدارنګه لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ چې همدا اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې باید د خوب نه راویښ شئ. ځکه چې اوس زمونږ خلاصون د هغې ورځې نه ډېر رانژدې شوی دی چې کله مو ایمان راوړ.
12. شپه تېره شوې ده او ورځ رانژدې ده. نو راځئ چې د تیارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا د زغرو کالي واغوندو.
13. راځئ چې د هغو کسانو په شان چې په رڼا کې ژوند کوي، مناسب چلند وکړو، نه په عیاشۍ او نشو کې، نه په زناکارۍ او فساد کې، نه په جګړو او کینو کې.
14. د دې په ځای د څښتن عیسی مسیح د فطرت لباس واغوندئ او نور د خپلو نفساني غوښتنو د پوره کولو په فکر کې مه اوسئ.
About رومیانو ته Chapter 13
Read رومیانو ته Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: رومیانو ته
Chapter: 13
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading رومیانو ته Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is رومیانو ته Chapter 13?
رومیانو ته Chapter 13 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from رومیانو-ته
- رومیانو ته Chapter 1
- رومیانو ته Chapter 8
- رومیانو ته Chapter 7
- رومیانو ته Chapter 14
- رومیانو ته Chapter 10
- رومیانو ته Chapter 3
- رومیانو ته Chapter 12
Explore More from نوی عهد
- متی Chapter 14
- مکاشفه Chapter 16
- عبرانیانو ته Chapter 8
- متی Chapter 16
- یعقوب Chapter 2
- لوقا Chapter 24
- مکاشفه Chapter 8