عبرانیانو ته Chapter 8

For English

Read عبرانیانو ته Chapter 8 Online

Read عبرانیانو ته Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبرانیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عبرانیانو ته 8

فصل 8

1. اوس چې مونږ کومې خبرې کوو په هغو کې مهم ټکی دا دی چې مونږ یو داسې لوی کاهن لرو چې په اسمانونو کې د مطلق قادر خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی.

2. هغه په هغه سپېڅلي ځای او هغې حقیقي خېمه کې خدمت کوي چې د څښتن له خوا جوړه شوې ده، نه د انسان په لاس.

3. څرنګه چې هر لوی کاهن د دې دپاره ټاکل شوی دی چې خدای ته نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي، نو زمونږ د لوی کاهن سره هم باید د ورکولو دپاره یو څه وي.

4. که چېرې عیسی لا تر اوسه هم د ځمکې په مخ ژوند کولای، نو هغه به کاهن نه وای، ځکه چې نور کاهنان هم شته چې د شریعت له مخې نذرانې وړاندې کړي.

5. هغوی چې په سپېڅلي ځای کې کوم خدمت کوي، هغه یوازې یوه نمونه او د اسماني شیانو یو تصویر دی. ځکه کله چې موسی غوښتل خېمه جوړه کړي، نو هغه ته د خدای له خوا لارښوونه وشوه: «پام کوه چې هرڅه د هغې نمونې له مخې جوړ کړه چې د غره په سر باندې مې درته وښودله.»

6. خو عیسی ته چې کوم کار ورسپارل شوی ؤ چې د کاهن په توګه کار وکړي، هغه د هغو کارونو نه ډېر مهم دی چې هغوی کول، ځکه چې دا لوظ چې هغه د خدای او انسان ترمنځ منځګړتوب کوي ډېر ښه دی، ځکه چې دا لوظ له مخکې نه په ډېرو ښو وعدو باندې ولاړ دی.

7. که چېرې په اولني لوظ کې کوم عیب نه وای، نو دوهم لوظ ته به اړتیا نه وای.

8. خو کله چې خدای په خپل قوم کې غلطي پیدا کړه نو داسې یې وویل:«څښتن وایي: ‹هغه ورځ به راورسیږي،کله چې زه به د اسراییلو د خلکو او د یهودا د خلکو سره نوی لوظ وکړم.

9. خو دا لوظ به د هغه لوظ په شان نه وي چې ما د هغوی د نیکونو سره کړی ؤ،په هغه ورځ چې ما د هغوی لاسونه ونیول او د مصر څخه مې راوویستل،ځکه چې هغوی زما لوظ ته وفادار پاتې نه شول›څښتن وایي: ‹نو بیا ما هم د هغوی څخه مخ واړاوه›

10. او څښتن وایي: ‹دا هغه لوظ دی چې زه به یې په راتلونکي کې د اسراییلو د خلکو سره وکړم.زه به خپل شریعت د هغوی په ذهنونو کې واچوم او د هغوی په زړونو کې به یې ولیکم.زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي.

11. نور به هغوی خپل ګاونډي او ورور ته دا تعلیم نه ورکوي او ورته به نه وایي: ”څښتن وپېژنه“ ځکه چې لوی او واړه ټول به ما پېژني.

12. نو زه به د هغوی بدۍ او خطاګانې وبخښماو نور به د هغوی ګناهونه نه رایادوم.›»

13. کله چې خدای د نوي لوظ په هکله خبرې کوي، نو لومړنی لوظ باطلوي او کوم شی چې باطل او زوړ شي هغه زر له منځه ځي.

About عبرانیانو ته Chapter 8

Read عبرانیانو ته Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عبرانیانو ته
Chapter: 8
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبرانیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عبرانیانو ته Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عبرانیانو ته Chapter 8?

عبرانیانو ته Chapter 8 is part of the Book of عبرانیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عبرانیانو ته Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from عبرانیانو-ته

  1. عبرانیانو ته Chapter 10
  2. عبرانیانو ته Chapter 7
  3. عبرانیانو ته Chapter 12
  4. عبرانیانو ته Chapter 6
  5. عبرانیانو ته Chapter 5
  6. عبرانیانو ته Chapter 9
  7. عبرانیانو ته Chapter 1

Explore More from نوی عهد

  1. اعمال رسولان Chapter 18
  2. یوحنا Chapter 9
  3. یوحنا Chapter 15
  4. یعقوب Chapter 4
  5. متی Chapter 6
  6. لوقا Chapter 18
  7. رومیانو ته Chapter 8

Related Chapters & Readings

  1. مرقس Chapter 11
  2. ارمیا Chapter 8
  3. افسیانو ته Chapter 4
  4. اول پادشاهان Chapter 19
  5. مرقس Chapter 12
  6. مکاشفه Chapter 22
  7. زبور Chapter 124
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *