لوقا Chapter 21

For English

Read لوقا Chapter 21 Online

Read لوقا Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لوقا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لوقا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

لوقا 21

فصل 21

1. عیسی شاوخوا وکتل او ویې لیدل چې شتمن خلک خپلې نذرانې د خدای د کور په خزانه کې اچوي،

2. او همدارنګه هغه یوه غریبه کونډه ولیدله چې خپلې دوه روپۍ یې په هغې خزانه کې واچولې.

3. عیسی وویل: «زه تاسو ته رښتیا وایم چې دې غریبې کونډې د نورو ټولو څخه زیاتې پیسې واچولې،

4. ځکه چې هغوی ټولو هغه پیسې واچولې چې د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتې وې، خو دې ښځې د خپلې غریبۍ سره بیاهم هرڅه چې یې لرل واچول.»

5. ځینو شاګردانو د خدای د کور په هکله خبرې کولې او د هغو ښکلو تیږو او نذرانو صفتونه یې کول چې د خدای کور ورباندې ښکلی شوی ؤ. عیسی وویل:

6. «دا شیان چې تاسو یې وینئ، داسې وخت به راشي چې په دې کې به یوه تیږه هم په بله تیږه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»

7. هغوی پوښتنه وکړه: «ای استاذه! دا هرڅه به څه وخت پېښیږي او د دې پېښو د رانژدې کېدلو نښې به څه وي؟»

8. عیسی وویل: «پام کوئ چې بې لارې نه شئ. ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وایي به: ‹زه مسیح یم› او ‹هغه وخت رارسېدلی دی‎.› خو د هغوی پسې مه ځئ.

9. کله چې د جنګونو او ګډوډیو په هکله کوم څه اورئ، نو مه وېرېږئ. ځکه چې لومړی به دا شیان خامخا پېښیږي، خو دا د دې معنی نه لري چې دا هرڅه به سمدلاسه پای ته ورسیږي.»

10. بیا یې هغوی ته وویل: «یو قوم به د بل قوم سره جنګیږي، یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي.

11. سختې زلزلې به وشي، په ډېرو ځایونو کې به قحطي او وباګانې راشي او په اسمان کې به وېروونکې او لویې نښې راښکاره شي.

12. خو له دې هرڅه نه مخکې به هغوی تاسو ونیسي او وبه مو ځوروي. تاسو به د محاکمې دپاره کنیسو ته وسپارل شئ او په زندانونو کې به واچول شئ او زما د نوم په خاطر به د محاکمې دپاره پاچاهانو او والیانو ته بوتلل شئ.

13. دا به ستاسو دپاره د شاهدۍ ورکولو یوه موقع وي.

14. په دې هکله ډېر فکر مه کوئ چې د خپلو ځانونو څخه به څنګه دفاع کوئ.

15. ځکه چې زه به تاسو ته د خبرو کولو حکمت درکړم چې ستاسو له دښمنانو څخه به هېڅوک ونه شي کولای ستاسو په وړاندې ودریږي او یا مخالفت وکړي.

16. تر دې چې ستاسو مور او پلار، ورونه، خپلوان او ملګري به ستاسو سره خیانت وکړي او ستاسو څخه به ځینې ووژل شي

17. او زما د نوم له امله به ټول خلک ستاسو څخه کرکه کوي.

18. خو ستاسو د سر یو ویښته به هم کم نه شي.

19. ټینګ ودرېږئ نو تلپاتې ژوندون به وګټئ.

20. خو کله چې تاسو ووینئ چې اورشلیم د لښکرو له خوا کلابند شوی دی، نو بیا پوه شئ چې د هغه د ورانېدلو وخت رانژدې شوی دی.

21. نو په هغه وخت کې چې څوک په یهودیه کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي. څوک چې په ښار کې وي، نو د ښار څخه دې ووځي او څوک چې د ښار څخه دباندې وي هغوی دې ښار ته نه ننوځي.

22. ځکه چې دا به د سزا ورکولو ورځې وي، ترڅو هغه څه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي پوره شي.

23. افسوس دې وي د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او په هغو میندو باندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي. ځکه چې د ځمکې په مخ به سخت مصیبت راشي او په دې خلکو به د خدای غضب نازل شي.

24. هغوی به په تورو ووژل شي او ټولو هېوادونو ته به د اسیرانو په توګه بوتلل شي او اورشلیم به د غیریهودیانو له خوا تر پښو لاندې کیږي، ترڅو د غیریهودیانو دوران پای ته ونه رسیږي.

25. په لمر، سپوږمۍ او ستورو کې به نښې راښکاره شي او قومونه به د ځمکې په مخ د دریاب د شور او څپو څخه تنګ او پرېشانه شي.

26. خلک به د دې پېښې له وېرې او اندېښنې څخه چې په نړۍ کې رامنځته کیږي بې هوشه شي، ځکه چې اسماني موجودات به ولړزول شي.

27. بیا به هغوی د انسان زوی وویني چې په ورېځو کې به د قدرت او زیات جلال سره راروان وي.

28. کله چې دا شیان پیل شي نو تاسو نېغ ودرېږئ او زړور اوسئ، ځکه چې ستاسو خلاصون نژدې دی.»

29. بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «د انځر ونې او نورو ونو ته وګورئ.

30. کله چې هغه غوټۍ وسپړي، نو تاسو خپله وینئ او پوهېږئ چې اوړی رانژدې شوی دی.

31. په همدې ډول کله چې د دې شیانو پېښېدل ووینئ، نو پوه شئ چې د خدای پاچاهي نژدې شوې ده.

32. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا نسل به تر هغې پورې له منځه لاړ نه شي، ترڅو دا ټولې پېښې رامنځته شوې نه وي.

33. ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي، خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي.

34. پام کوئ، خپل زړونه په مېلو، نشو او دنیاوي اندېښنو مه اخته کوئ، هسې نه چې هغه ورځ به ناڅاپه په تاسو راشي،

35. او لکه د دام په شان به د نړۍ ټول خلک چې په هرځای کې وي راګېر کړي.

36. نو بېدار اوسئ او هر وخت دعا کوئ، ترڅو دا توان پیدا کړئ چې د دې ټولو شیانو څخه چې ډېر زر به پېښ شي، وژغورل شئ او د انسان د زوی په مخکې ودرېدلی شئ.»

37. عیسی به د ورځې له خوا د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه. ماښام به وتلو او شپه به یې د زیتون په غره کې تېروله

38. او سهار وختي به ټول خلک د خدای کور ته ورتلل چې د هغه خبرې واوري.۔

About لوقا Chapter 21

Read لوقا Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لوقا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: لوقا
Chapter: 21
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لوقا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading لوقا Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is لوقا Chapter 21?

لوقا Chapter 21 is part of the Book of لوقا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete لوقا Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from لوقا

  1. لوقا Chapter 14
  2. لوقا Chapter 4
  3. لوقا Chapter 22
  4. لوقا Chapter 21
  5. لوقا Chapter 8
  6. لوقا Chapter 5
  7. لوقا Chapter 9

Explore More from نوی عهد

  1. رومیانو ته Chapter 1
  2. یوحنا Chapter 11
  3. رومیانو ته Chapter 4
  4. مکاشفه Chapter 8
  5. لوقا Chapter 19
  6. غلاطیانو ته Chapter 5
  7. متی Chapter 20

Related Chapters & Readings

  1. یوحنا Chapter 6
  2. یشوع Chapter 8
  3. اول تواریخ Chapter 1
  4. دوهم سموئیل Chapter 10
  5. زبور Chapter 143
  6. تثنیه Chapter 4
  7. شمېر Chapter 12
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *