اول قرنتیانو ته Chapter 1

For English

Read اول قرنتیانو ته Chapter 1 Online

Read اول قرنتیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول قرنتیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول قرنتیانو ته 1

فصل 1

1. دَ پولوس دَ طرف نه چه دَ خُدائے په رضا دَ مسيح عيسىٰ رابللے شوے رسُول، اَؤ دَ ورور سوستينس له طرف نه،

2. دَ خُدائے دَ هغه جماعت په نُوم چه په کورنتوس کښے دے، يعنے دَ هغوئ په نُوم چه په مسيح عيسىٰ کښے پاک کړى شوى اَؤ بللى شوى پاکان دى، اَؤ دَ هغو ټولو په نُوم هم چه په هر ځائے کښے دَ هغوئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم عبادت کوى،

3. زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو سره وى.

4. زَۀ ستاسو په حقله دَ خُدائے دَ هغه فضل په سبب چه په مسيح عيسىٰ کښے په تاسو وشو، هميشه دَ خُدائے شکر کوم.

5. چه تاسو په هغۀ کښے شوئ نو په ټولو خبرو کښے، په کلام اَؤ غم کښے دَ هر قِسم دولت خاوندان شوى يئ.

6. هم دغه وجه ده چه دَ مسيح ګواهى په تاسو کښے قائمه شوه.

7. تر دے چه تاسو په يو نعمت کښے هم نيمګړى نۀ يئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ ظهُور په اِنتظار يئ،

8. څوک چه به تاسو تر آخره پورے قائم ساتى، دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په ورځ دَ اِلزام نه برى شئ.

9. خُدائے رښتُونے دے چا چه تاسو دَ خپل زوى، زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ شراکت دَ پاره رابللى يئ.

10. نو اوس اَئے ورُوڼو، عيسىٰ مسيح چه زمُونږ مالِک دے، دَ هغۀ دَ نُوم په وسيله تاسو ته خواست کوم چه ټول يو شئ اَؤ ډلے پرے مه جوړوئ، خو په يو عقل اَؤ پُوره په يوه رائے شئ.

11. ځکه چه اَئے ورُوڼو، ستاسو په نسبت ما ته دَ خلوئ دَ خاندان نه معلُومه شوے ده چه په تاسو کښے جګړے روانے دى.

12. زما مطلب دا دے چه په تاسو کښے څوک خو ځان ته دَ پولوس وائى، څوک دَ اپولوس، څوک دَ کيفا اَؤ څوک دَ مسيح.

13. آيا مسيح وويشلے شو؟ آيا پولوس ستاسو دَ پاره په سولئ کړے شو؟ آيا تاسو دَ پولوس په نُوم بپتسمه واخسته؟

14. دَ خُدائے شکر ګذار يم چه دَ کرسپوس اَؤ ګايُوس نه بغير ما په تاسو کښے يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړے،

15. دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه زما په نُوم ئے بپتسمه آخستے ده.

16. هو دَ ستِفانس خاندان ته هم ما بپتسمه ورکړے ده. نوره ما ته نۀ ده معلُومه چه ما بل چا ته بپتسمه ورکړے وى.

17. ځکه چه مسيح زَۀ بپتسمه ورکولو ته نۀ يم را استولے بلکه زيرے آؤرولو ته، اَؤ هغه هم دَ الفاظو په حِکمت نه، دَ دے دَ پاره چه دَ مسيح سولئ بے تاثيره نۀ شى.

18. ځکه چه دَ سولئ پيغام دَ هلاکيدُونکو په نِزد بے وقوفى ده خو زمُونږ دَ نجات موندُونکو په نِزد دَ خُدائے قُدرت دے.

19. ځکه چه ليکلى دى چه : ”زَۀ به دَ حکيمانو حِکمت نشت کړماَؤ دَ هوښيارانو عقل به رد کړم.“

20. نو حکيم چرته؟ هوښيار چرته؟ اَؤ چرته دَ دے دُنيا بحث کوُونکے؟ آيا خُدائے دَ دُنيا حِکمت ته بے وقوفى نۀ ده وئيلے؟

21. ځکه چه دَ خُدائے دَ حِکمت په مُطابق دُنيا په خپله پوهه خُدائے ونۀ پيژندو، نو خُدائے دا خوښه کړه چه دَ دے زيرى په وسيله ايمان راوړُونکو له خلاصُون ورکړى، اګر که دُنيا ئے بے وقوفى ګڼى.

22. دغه شان يهُوديان دَ نخښے طالبان دى اَؤ يُونانيان دَ حِکمت په لټُون.

23. خو مُونږ په سولئ شوى مسيح زيرے ورکوُو چه دَ يهُوديانو په نِزد ټکَره اَؤ دَ غير قومُونو په نِزد بے وقوفى ده.

24. خو څوک چه رابللى شوى دى، که هغه يهوديان وى که يُونانيان، دَ هغوئ په نِزد مسيح دَ خُدائے قُدرت اَؤ دَ خدائے حِکمت دے.

25. ځکه چه دَ خُدائے بے حِکمتى دَ بنى آدمو دَ حکمت نه زيات حِکمت دے اَؤ دَ خُدائے کمزورتيا دَ بنى آدمو دَ زور نه زياته زوره وره ده.

26. اَئے ورُوڼو! خپلے بلنے ته خو لږ فکر وکړئ چه ستاسو په مينځ کښے په اِنسانى طور خو ډير حکيمان، ډير زوره ور اَؤ ډير دَ اُوچت خاندان خلق راونۀ بللے شول.

27. خو خُدائے دَ دُنيا بے وقوفان غوره کړل دَ دے دَ پاره چه حکيمان شرمنده کړى، اَؤ خُدائے دَ دُنيا عاجزان غوره کړل چه زوره ور شرمنده کړى.

28. بلکه خُدائے دَ دُنيا کمينه، سپک اَؤ بے اَصله غوره کړل چه دَ وجُود خاوندان نِشت کړى،

29. دَ دے دَ پاره چه يو بشر هم دَ خُدائے په وړاندے لوئى ونۀ کړى.

30. خو تاسو دَ خُدائے له خوا په مسيح عيسىٰ سره يووالے لرئ چه زمُونږ دَ پاره دَ خُدائے له لورى حِکمت ګرزيدلے دے، يعنے صداقت اَؤ پاکوالے اَؤ فِديه.

31. لکه چه ليکلى دى : ”څوک چه فخر کوى هغه دِ په مالِک فخر کوى.“

About اول قرنتیانو ته Chapter 1

Read اول قرنتیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول قرنتیانو ته
Chapter: 1
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول قرنتیانو ته Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول قرنتیانو ته Chapter 1?

اول قرنتیانو ته Chapter 1 is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول قرنتیانو ته Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-قرنتیانو-ته

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 10
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 7
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 14
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 11
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 9
  6. اول قرنتیانو ته Chapter 3
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 15

Explore More from نوی عهد

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 9
  2. یعقوب Chapter 2
  3. کولسیانو ته Chapter 3
  4. کولسیانو ته Chapter 2
  5. لوقا Chapter 23
  6. دوهم یوحنا Chapter 1
  7. کولسیانو ته Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. مرقس Chapter 13
  2. قاضیان Chapter 5
  3. خروج Chapter 38
  4. متی Chapter 17
  5. اول سموئیل Chapter 2
  6. یعقوب Chapter 2
  7. اعمال رسولان Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *